له وزګارتیا سره د زړه احتمالي رنځ ممکن دی

د خپريدو وخت: 11:22 گرینویچ - شنبه‬ 24 نومبر 2012 - 04 لیندۍ 1391

د امریکن هاټ اېسوسي اېشن ډاکټر ډونا ارنیټ وايي، له دې نه معلومیږي، چې په ژوند کې د ذهني فشار سببونه د زړه درېدو احتمال زیاتوي.

د یوې تازه څېړنې پایلې ښیي، چې د ۵۰ او ۶۰ کلنۍ د منځني عمر په وزګارو کسانو کې د زړه درېدو(قلبي سکتې) خطر زیاتېږي.

د څېړنې له پایلو سره سم د زړه درېدو له پلوه د سګریټ څکونکو او وزګارو کسانو لاملونه یو ډول دي.

په امریکا کې په داسې نژدې ۱۳ زره کسانو څېړنه وشوه، چې له تېر یوه کال راهیسې وزګار دي.

له څېړنې سره سم په دغه ډول وزګارو کسانو کې د وزګارۍ په لومړیو دریو میاشتو کې دزړه درېدو خطرډېرېږي او په هغو کسانو کې، چې له دندې څخه ګوښه کېږي په خورا چټکتیا سره دغه خطر په زیاتېدو شي.

د ارکایو اف انټرنل مېډېسن د رپوټ له مخې هغه کسان هم له دغه ډول خطر سره مخامخ کېږي، چې په خپله خوښه دنده پرېږدي.

ماهرین وايي، د(سټریس) یا ذهني فشار له امله داسې ممکنه ده، خو د دوی په خبره په دې لړ کې لا هم نورو څېړنو ته اړتیا ده.

له دې مخکې یوه څېړنه ترسره شوې وه، چې له مخې یې ویل شوي و، د هغو کسانو د زړه درېدو احتمال شته، چې د دندې پر مهال له ذهني فشار سره مخامخ وي.

د برټش هاټ فاونډېشن ادارې مسوولین وايي، که څه هم د زړه د ناروغۍ او ذهني فشار تر منځ اړیکه ممکنه ده، خو ذهني فشار په مستقیم ډول د زړه د ناروغۍ سبب نه دی.

دې څېړنې ۲۰ کاله وخت نیولی، چې په کې د ۱۳۴۵۱ کسانو په اړه معلومات راټول شول. له دې کسانو څخه نژدې ۱۰۰۰ کسان د زړه له سکتې سره مخامخ شول.

د څېړونکو په وینا په څېړنه کې هغو شاملو نارینه وو او ښځو ته د زړه د رنځ ډېر خطر متوجه و، چې تمباکو یې کارول او لږ ورزش یې کاوه او یا یې له سره نه کاوه.

"د شمالي کارولینا د ډېوک پوهنتون څېړونکې ډاکټر لنډا جارج وايي، دا د پام وړاغېز لري، بلکې دا د زړه د ناروغیو لپاره د وزن ډېرېدو او شکر په څېر سبب دی. "

په هغو ۲۷ سلنه کسانو کې د زړه د رنځ نښې ورته وې، چې په دا وروستیو کې وزګار شوي وو.

په څېړنه کې د روزګار له څرنګوالي پرته هغو کسانو ته د زړه د رنځ خطر ۶۲ سلنه ډېر و، چې څلور ځله له دندو ګوښه شوي وو.

د شمالي کارولینا د ډېوک پوهنتون څېړونکې ډاکټر لنډا جارج وايي، دا د پام وړاغېز لري، بلکې دا د زړه د ناروغیو لپاره د وزن ډېرېدو او شکر په څېر سبب دی.

د هغې په خبره، موږ انګېرو، چې له وزګارتیا سره له مخامخ کېدو وروسته د داسې کېدو احتمال شته او داسې هم کېدای شی، چې د کار کولو پر مهال د فشار برعکس د دندې له لاسه ورکولو وروسته حالت ډېر اغېز ولري.

د امریکن هاټ اېسوسي اېشن ډاکټر ډونا ارنیټ وايي، له دې نه معلومیږي، چې په ژوند کې د ذهني فشار سببونه د زړه درېدو احتمال زیاتوي.

که څوک له دندې ګوښه شي، نو له خورا ډېر ذهني فشار سره مخامخ کېږي، خو تر اوسه موږ ته معلومه نه ده، چې فشار د زړه په رنځ کې څه ډول رول لري او د دې لپاره د ډېرو څېړنو اړتیا ده.

د انټرنېشنل سټریس منجمنټ ایسوسي اېشن این مېکریکېن وايي، دغه واقعیت نه بدلېږي، چې یو څوک وزګار دی، خو په دې اړه د فکر بدلون ممکن دی او له همدې کبله د لنډ او یا اوږده مهال لپاره پر روغتیا اغېز کېدل ممکن دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .