هندوستان د نوي توغندي ضد توغندي ازموینه وکړه

د خپريدو وخت: 09:13 گرینویچ - شنبه‬ 24 نومبر 2012 - 04 لیندۍ 1391

د دښمن د توغندي په توګه د پرتوي توغندیو د لړۍ یو توغندی کارول شوی و.

د هندوستان د فاعي ماهرینو د جمعې په ورځ د بالسټیک توغندي ضد سپر سانک( د غږ په پرتله ګړندی) توغندي بریالۍ ازموینه وکړه.

دغه خبر پي ټي ای خبري اژانس د هند د د فاعي څېړنو د مرکز ویاند روي کمار ګپتا له قوله خپور کړ.

له رپوټ سره سم د څېړنې د بریالیتوب لپاره توغول شوی بالسټیک توغندی ووېشت او دړې وړې یې په ځمکه وغورځاوه. هندوستان له اوږدې مودې راهیسې په لېرې واټن کې ګوزار کونکي بالسټیک ضد توغندیو په جوړولو کار کوي.

د خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې دغه ازموینه له دې امله هم مهمه وه، چې په دې ازموینه کې له لېرې څخه د راتلونکي بالسټیک توغندي د ګړندیتوب کچه او د لوري سم اټکل کول او په فضا کې د هغه مخنیوی کول هم شامل وو.

"د دښمن د توغندي په توګه د پرتوي توغندیو د لړۍ یو توغندی کارول شوی و، چې هندوستان یې له دې مخکې ازمېنه کړې او د دغه هېواد پوځ یې کاروي."

د دښمن د توغندي په توګه د پرتوي توغندیو د لړۍ یو توغندی کارول شوی و، چې هندوستان یې له دې مخکې ازموینه کړې او د دغه هېواد پوځ یې کاروي. پرتوي توغندی د هندوستان په چندي پورایالت کې له یوه ګرځنده توغندي توغونکي څخه توغول شوی و.

دغه ځای ته څېرمه وهیلر ټاپو کې له نصب شوي راډار څخه د توغول شوي پرتوي توغندي د ګړندیتوب او لوري له معلومولو وروسته نوي سپر سانک توغندي هغه په هوا کې په نښه کړ.

د نوي سپر سانک توغندي اوږدوالی اووه میتر دی او په کمپیوټري سسټم سمبال دی. دغه ازموینه د دې لړۍ دویمه ده. د سږ کال په فبروري کې دغه ډول لومړۍ ازموینه هم بریالۍ وبلل شوه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .