ډیوه، د شمع نظامي کالم: کور او وطن

د خپريدو وخت: 15:13 گرینویچ - چارشنبه 28 نومبر 2012 - 08 لیندۍ 1391

د وطن په زړه کابل کې هغه دنګې ودانۍ چې د خلکو سترګې ځان ته را اړوي، د هغو خلکو دي چې يا زموږ د چارو واګي ورسره وي، يا دي او يا خو د چارواکو په ټېل ماټيل کې يې قسمت را ويښ شوى.

په نورو وطنونو کې د چار واګي د هغه چا په لاس کې ورکول کېږي چې له ځانه ډېر د خلکو په غم اخته وي. يا خو به ورته د ژوند ډېرې اړتياوې پوره کوي يا به يې د هېواد لپاره يو داسې د پام وړکار په فکر کې وي چې د هغه هېواد ټوليزې ګټې په کې خوندي وي.

هغه ګټه چې يا به ځان له نورې نړۍ وړاندې بیايي، يا به ورسره سيالي کوي او يا خو به لږ تر لږه د نورو له شره د خونديتوب يوه هڅه وي. خو موږ ځوانيمرګه ولس له دغو ډېر خبرو په څنګ پاتې يو.

د وطن په زړه کابل کې هغه دنګې ودانۍ چې د خلکو سترګې ځان ته را اړوي، د هغو خلکو دي چې يا زموږ د چارو واګي ورسره وي، يا دي او يا خو د چارواکو په ټېل ماټيل کې يې قسمت را ويښ شوى.

دغه ودانۍ چې په کې د دغو څو تنو بچي اوسي او يا په دوبۍ او نورو ښارونو کې د اوسېدو لپاره د رزق وسيلې دي، ښې دي، دا ښار ور باندې ښکلى دى او که يې نا خبره څوک په تلوېزيون ګوري نو ورته کابل وايي نه د خانانو کورونه.

دا هم ورسره منو چې د کابل يو رنګ يې په خپلو محلونو ښکلى کړى. خير که نور خوار هېوادوال مو له باران او ږلۍ د پټېدو ځاى نه لري خو که دغو اسمانڅکو ودانيو ته يوازې سترګې پورته ونه ساتو او لږ يې د وره مخې ته هم نظر واچوو نو زړه به مو وشي چې يو لس افغانۍ خيرات يې په دروازه کې ورکړو ځکه چې لارې او کوڅې يې د ګردونو او چټليو له امله د بې لاسو انسانانو د کلي ګواهي ورکوي.

خو نه دغه انسانان لاس او پښې لري. که يې نه درلودى نو دغه زرې لرونکې موټرې به يې څنګه چلولې.

دوی که يو څه لګښت د خپل کور مخې ته په تللې لارې هم کړى واى څومره به د ودانيو رنګ يو په دوه ښکلى شوى وى.

دغه ودانۍ چې په کې د دغو څو تنو بچي اوسي او يا په دوبۍ او نورو ښارونو کې د اوسېدو لپاره د رزق وسيلې دي، ښې دي، دا ښار ور باندې ښکلى دى.

په لاره تېرېدونکو خلکو به يې ښه ننداره کوله او دا وېره به ورسره نه وه که بله خوا وګوري نو خټې او چټلۍ به يې ځاى وي.

يوازې د دغو کورونو خاوندان بې پامه نه دي. د يوه ښاغلي والي د اوسېدو د ځاى په اړه هم درته وايم چې په خپل کاله که يې څوک ميلمه شي نو به ورته د ډول ډول ونو، بوټو ستاينې کوي او درک به يې هم وايي چې دا يې له کراچۍ راغوښتي، دا له هندوستانه، دا امريکايي ګل او دا فرانسوي ګل دى.

په کاله کې جوړ ځنګل يې له ژویو او حيواناتو هم خالي نه دى، له آسه تر طاوس او چرګانو... خو دغه ورغلو خلکو ترې کله هم دا پوښتنه و نه کړه چې د باډيل په دره کې تازه خونکار سوداګر د نښترو ونې پرې کوي.

د ديوه ګل ګور ځنګلونه لکه ريبل شوې کروندې يوازې سټې يې ښکاري.

د کوړنګل هغه خو د الوتکو د بمونو ښکار شوې ولې د هغو ځنګلونو غم در سره نشته چې د ټول وطن د خلکو ونو او حيواناتو ژوند او ژواک ور سره تړلى دى.

ايا دا ښاغلى والي به د خپل کور په باغ د خلکو سترګې له هغو نيمژوانده ځنګلونو نه واړوي؟

نه!

هيڅکله نه ځکه ستا د باغ ليده هم بخت غواړي او له دومره ډېرو تالاشيو او پوليسو تېرېده.

ښه نو څه فکر کوئ؟

که دا چارواکي د خپل ۲۴ ساعته ژونده ايله څلور ساعته د کور په مينه دې وطن ته مخ کړي، ډېرې کڼډوالې به مو ابادې نشي؟

دا به له ټيټ پوړو سره هم يو احساس پيدا کړي. بيا نو که يو څوک کور جوړوي نو د نورو لاره به هم اباده کړي.

که يو زده کونکى د کور لپاره يوه ونه کښينوي، د ښونځي انګړ به هم له ياده نه وباسي.

که تا د لوی ځنګل د ريبلو مخه ونيوله، کليوال به هم د کلي په ونو ناغه کېږدي.

د خداى لپاره دا وطن هم کور وګڼئ اوهم ګور!

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .