لمر: پنځون، پیل او پای ــ دویمه برخه

د خپريدو وخت: 13:25 گرینویچ - جمعه 30 نومبر 2012 - 10 لیندۍ 1391

زموږ لمر د خپل عمر منځنۍ شپې ورځې تېروي.

له نن څخه د شاوخوا ۴.۶ میلیاردو کلونو پخوا کیسه ده. ځمکه لکه سره سکروټه د سرو ایرو او دوړو په هغه پټۍ کې را وټوکېدله چې له نوي زېږېدلي لمر نه را چاپېره وه.

سپوږمۍ لا د ځمکې ګېډه کې وه، او لا نه وه زېږېدلې. د ځمکې په سر اور غورځونکو غرونو او توپانونو داسې یو سوځونکی او ویجاړونکی چاپېریال جوړ کړی و چې د ژوند تصور هم په کې نه کېده.

خو ۴.۶ میلیارده کاله د مخه هم ځمکه له هغې سرې بټۍ نه تاوېدله چې نن ترې تاوېږي، او هغه بټۍ زموږه لمر دی.

لمر د خپلې زېږېدنې نه تر ننه پورې، دا دی نژدې ۵ میلیارده کاله کېږي چې په پرله پسې توګه سوځي، او تمه ده چې دا سوځېدا به همدومره نور کلونه هم اوږده شي. زموږ لمر د خپل عمر منځنۍ شپې ورځې تېروي.

د لمر بټۍ کې چې کوم اور بل دی، د هغه له تپه دومره انرژي را شړل کېږي چې کچ کول یې لا د انسانانو د وسې خبره نه ده.

اټکل کېږي چې لمر په یو ثانیه کې دومره انرژي د تودوخې او رڼا په بڼه تولیدوي چې که انسانان د ځمکې په سر همدغه د یوې ثانیې انرژي وکاروي نو راتلونکو ۱۰۰میلیونه کلونو لپاره به یې بس وي.

ځمکه د دې انرژۍ یوه ډېره وړه برخه را ایساروي.

ساینسپوهان په دې باور دي چې د لمر د همدې انرژۍ پر مټ ده چې ژوند د ځمکې په سر غوړېدلی دی. د ضیایي ترکیب یا Photosynthesis په مټ همدغه د لمر انرژي په اړینه کیمیاوي انرژي بدلېږي، او د ځمکې په سر د شته ژوو ژوند چلوي.

"لمر د بڅریزې بډاینې یا Nuclear Fusion په مټ په یوه ثانیه کې ۶۰۰ میلیونه ټنه هایدروجن سوځوي."

پوښتنه دا را ولاړېږي چې آخر د لمر په بټۍ کې داسې کوم سون توکي سوځي چې میلیاردونه کاله رڼا او تودوخه خوروي، خو د خلاصېدو نوم نه اخلي. دا سون توکی هایدروجن نومېږي.

لمر د بڅریزې بډاینې یا Nuclear Fusion په مټ په یوه ثانیه کې ۶۰۰ میلیونه ټنه هایدروجن سوځوي. دا هایدوجن د بڅریزې بډاینې د عملیې په ترڅ کې په هیلیم Helium بدلېږي، او په پایله کې یې بې کچې انرژي راخلاصېږي.

وګړو د پېړیو له اوږدې تجربې نه دا زده کړي چې لمر ته به نېغ نه ګوري. دوی پوهېږي چې د لمر وړانګې نه یوازې سترګې برېښولی شي، ړندولی یې هم شي. خو پرمختللو ساینسي سامانونو اوس دا شوونې کړې ده چې انسان لمر سره سترګې وجنګوي.

ساینسپوهانو د تېرو څو لسیزو راهیسې د لمر سینه کې ډوب کتلي دي. دوی برسېره کړې چې د لمر په منځ کې د دوه قوو تر منځ یو ستر جنګ روان دی. دا قوې یوه د لمر جاذبه قوه ده چې لمر نور هم سره راټولوي، او بله بڅریزه بډاینه Nuclear Fusion ده چې د لمر د پاشلو هڅه کوي.

په کومه ورځ چې د دې قوو ترمنځ انډول ړنګ شي، هغه د لمریز نظام لپاره بده ورځ ده.

تر هغې چې د لمر په بټۍ کې د سوځولو لپاره هایدروجن پرېمانه وي د دې انډول د ړنګېدو وېره نشته. خو لمر کې د هایدروجن اوسنۍ زېرمه تلپاتې نه ده.

"ستورپوهان اټکل کوي چې له نن نه ۵ میلیارده کاله وروسته زموږ د لمر په هسته کې ټول هایدروجن سوځي، او د لمر د پوټکي هایدروجن هم په چټکۍ سره خوړل کېږي. "

داسې یوه ورځ را روانه ده چې د لمر په هسته کې ټول هایدروجن سوځي، جاذبه قوه برلاسې کېږي، او د لمر هسته نړېږي.

د لمر هسته کې د سون توکو د خلاصېدو نه وروسته، د لمر په پوټکي یا قشر کې د شته هایدروجن سوون پیل کېږي. دې سره لمر په چټکۍ سره پړسېږي، او د خپل ژوند دویم پړاو پیلوي. ساینسپوهانو لمر ته په دې پړاو کې د رېډ جوینټ Red Joints نوم ورکړی دی.

رېډ جوینټ او د ځمکې برخلیک

ستورپوهان اټکل کوي چې له نن نه ۵ میلیارده کاله وروسته زموږ د لمر په هسته کې ټول هایدروجن سوځي، او د لمر د پوټکي هایدروجن هم په چټکۍ سره خوړل کېږي. دې سره لمر په پړسېدو پیل کوي.

د دې پړسوب په ترڅ کې لمر له نننۍ کچې نه ۲۰۰ ځله غټېږي، او رڼا یې په زرګونو ځله ډېرېږي. دې سره زموږ د لمریز نظام بڼه د تل لپاره بدلېږي.

پړسېدلی لمر دومره خونړۍ کېږي چې زیاتي د چا خبره د "خپلو بچیانو" په خوړلو پیل کوي. د هغو ګاټو یا Planets په ویجاړولو پیل کوي چې یو وخت یې لکه نازولي ماشومان له ځانه چاپېره کړې ول.

اوس نو لمر هغه ښکلی او مهربانه موجود نه دی چې له برکته یې ځمکه سمسوره شوې وه، او ژوند غوړېدلی و. لمر اوس د اور او چاودنو یوه وېرونکې نړۍ ده چې هره ورځ یې ګېډه غټېږي.

انسانانو ته د شته ټکنالوژۍ په مټ د ګلېکسي کوم بل لمریز نظام ته کوچېدل له ناشوونو څخه ده.

د پړسوب د پروسې له پیل نه یو څو میلیونه کاله وروسته د لمر ګېډه د ځمکې تر پولو پورې را رسېږي، او په پای کې ځمکه هم لکه نورو ګاټو غوندې له ستوني تېروي.

که د ساینسپوهانو دا تیوري سمه وي نو تر دې پورې به د ځمکې په سر د انسان په ګډون د ژوند ټول ډولونه تري تم شوي وي. ځمکې به میلیونونه کاله پخوا د ژوند د پاللو وړتیا له لاسه ورکړې وي.

که انسانانو غوښتې وي چې خپل کهول یې له ورکېدو ژغورلی وي، نو په کار ده له دې ورځې نه یې میلیونونه کاله د مخه د ځمکې له سره کډه کړې وي، او په کوم بل لمریز نظام کې یې د ځان لپاره نوی استوګنځای کتلی وي. د شته انساني پوهې او ټکنالوژۍ پر مټ دا له نا شوونو څخه ده.

زموږ په سر باندې غوړېدلی آسمان د میلیونونو داسې ستورو بېلګې لري چې په پورته یاد شوي برخلیک اخته کېږي. ستورپوهان د همدې یادو شویو ستورو د برخلیک د څېړلو او شنلو پر بنسټ پوره باوري دي چې زموږ لمر به هم همدارنګه راتلونکی ولري.

که څه هم ۵ میلیارده کاله وروسته رېډ جوینټ ځمکه خپلې ګېډې ته غورځوي، او د ځمکې په سر د ژوند ټولو ډولونو ته د پای ټکی ږدي، خو دې سره د لمر د ژوند کیسه پای نه مومي، او لاپسې اوږدېږي.

په راتلونکې لیکنه کې به درته ووایو چې د لمریز نظام د ړنګولو نه وروسته، د پړسېدلي لمر نورې کومې ارادې دي؟

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .