نورالبشر نويد پښتونخوا کالم: د محرم الحرام لس ورځنى وير

د خپريدو وخت: 18:03 گرینویچ - 02 ډسمبر 2012 - 12 لیندۍ 1391

د کال په دولسو مياشتو کې د دې لس ورځو درناوى د وېرې او ترهې له کبله ډير شوى دى.

پاکستان کې د محرم میاشتې دا لس ورځې ماتم ډېر دروند او د وېرې او ترهې ډک وي.

ماتم خو ماتم دى خو ورسره وېرې او ترهې د لسو ورځو درناوى نور زيات کړی وي.

بازارونه تړلي ، دوکانونه تړلي ، د سرکاري ادارو کارونه په ټپو ولاړ، بلکې ټول ژوند داسې وي لکه په ځای ولاړ ساعت او یا لکه څوک چې د چا په یاد او یا درناوي د یوې شېبې لپاره چوپ ولاړ وي.

خو دا د محرم درناوى نهٴ دى، دا وېره او ترهه ده.

د مسلکي اختلافونو نه وېره، د مسلکى جنګونو خطر!

د کال په دولسو مياشتو کې د دې لس ورځو درناوى د وېرې او ترهې له کبله ډير شوى دى.

د حضرت حسین او يزيد خبره خو ډېره پخوانۍ ده، دا ماتم خو ډېر زوړ دى، سُني او شيعیه خو د يوه مذهب دوه مسلکونه دي، د حق او باطل په معنا خو دواړه مسلکونه د حسین طرفدار او د يزيد خلاف دي.

خو د يزيد هر سړى خلاف دى، مګر دا به ګورو چې د حسین سره څو تنه میدان ته راځي.

په نوې زمانه کې د حسین د فلسفې په هنداره کې حق سره څو کسان دي!؟

هؤ!

د حسين د حق د لارې به خورا ډېر سرونه وي!

خو د حسین په شان سرونه به څو وي؟

د يزيد د لارې خلک به هېڅ نه وي، هغه لاره به تشه وي خو حیرانتیا به دا وي چې د حسين د لارې روانو سرونو ته چې وګورو، نو روان به د حسين په لاره وي خو هر سر به د يزيد وي.

د حیرانتیا خبره ده او کهٴ نه؟

حسین ژوندى دى که يزيد؟

حسين په نوم ژوندى دى او يزيد په سر او صورت، په خوى او خصلت که نه نو دا لس ورځې ماتم به دومره د وېرې او ترهې ډک نه و، میلیونه تاوان به نهٴ کېدو، مارکيټ او کاروبار به تړلى نه و ، د حق بې حرمتى به نهٴ کېده، خو د مسلکونو اختلافاتو د مذهب جنګ جوړ کړى دى او د مذهب جنګ د هر جنګ نه خطرناک وي.

د نورو ټولو جنګونو او شخړو هوارى کېدى شي خو د مذهب د جنګ فېصله نه شى کېدى.

ځکه دا حقيقت منل په کار دي چې مذهب او رياست بېل بېل په کار دی. مذهب ته په رياست کې او رياست ته په مذهب کې ګوتې وهل نور نور جنجالونه را پېدا کوي.

دا د هر کال لس ورځې ماتم يې غټ مثال دى، چې يو حسین او يو حق یې په يو مذهب کې ويشلي دي.

موږ حسین ته د اختلافى مسلک په هېنداره کې کتلي دي. د حق د مرستې او د باطل خلاف د شريک جدوجهد په معنا مو هېڅ حسین نه پېژندلی، نهٴ قبول کړى او نه مو مثال کړى دى.

د پښتو په شاعرۍ کې د سياست په معتبرۍ کې، د صحافت (ژورنالیزم) په لوړوالي کې په هره بې وسۍ کې هر څوک ځانته حسين وايي او کربلا يادوي.

مخالف ته يزيد او شمر وايي او اباسين ته د فرات تشبيهه ورکوي!

خو په خپله د حسين سر په مخالف کې ګورى په ځان کې نه.

په خپلې خاورې د کربلا لوبه کوي او د خپلې خاورې خائن وي!

"هر چا حسين په حرف کې ژوندى ساتلى دى خو په خپله مو حسين وژلى دى."

د ملکي او قومي مفاداتو او امن په نوم د يزيد او شمر سره په يو ځای کېني!

په اباسين کې د فرات معنا او د پښتنو تنده خرڅوي!

نو نړيوالو ضرورتونو او غرضونو حسين او يزيد په خپلو کې څنګه ګډوډ کړى دى؟

د حسين د سر پته په کې نهٴ لګي چې حسین څوک دى او يزيد کوم يو دى؟

مذهب مو د مسلکونو په کټارې وهلى دى حالانکې موږ په مسلکي اختلافاتو کې هم د يو بل په شان کارونه کوؤ.

ځان وژنه

ځان سوځونه

ځان وهنه

دا درې واړه د مذهب عمل نه بلکې د مسلک تشه ده. په اوسنو حالاتو کې درې واړو عملياتو زموږ شکلونه دومره مسخ کړي دي چې موږ نورو سره خپل ځان معارفى کولى نه شو.

د يو قوم او يو مذهب لپاره دا تر ټولو ګرانه مرحله وي چې نورو قومونو او مذهبونو ته ځان نه شي معارفي کولى.

دا وخت موږ په همدې کشمکش کې پراتهٴ يوو چې خپل ځان په کومه معنا چا ته ور وپېژنو؟ حتٰى چې ځانونه هم را نه غلط شوي دي چې مونږ څوک یوو؟

هر چا حسين په حرف کې ژوندى ساتلى دى خو په خپله مو حسين وژلى دى.

هر چا په ځان کې يزيد او شمر ژوندى ساتلى دى.

دا جنګ اوس د حسين او يزيد نهٴ دى. يزيدان او شمران يو بل سره په جنګ دي، دا جنګ ځکه پاي نهٴ لري چې حسين نه شته، يزيدان او شمران ژوندي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .