ستاسو نظر: د افغان اقتصاد په وړاندې خنډ شته؟

د خپريدو وخت: 11:28 گرینویچ - سه شنبه 04 ډسمبر 2012 - 14 لیندۍ 1391

افغان اقتصادي وده په سلو کې تر لسو ډېره بلل شوې ده.

"بي بي سي افغانان غږوي" افغانستان ته د ورپېښو لویو مسايلو په اړه د بي بي سي د ځانګړيو پروګرامونو په ترڅ کې د چارشنبې په ورځ ( د دسمبر پنځمه) د افغانستان اقتصاد ته له ٢٠١٤ کال وروسته کتنه کوي.

دا خپرونه د بي بي سي تر څنگ له يو شمېر ځايي راديوگانو څخه هم پر يوۀ وخت خپريږي.

په تېره لسيزه کې د افغانستان اقتصاد د شمېرو له مخې کم سارى پرمختگ کړى دى.

افغان اقتصادي وده په سلو کې تر لسو ډېره بلل شوې ده.

خو ځينې وېره لري چې په ٢٠١٤ کال کې د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته او د نړيوالو د مرستو د سرچينې له وچېدا سره ښايي افغان اقتصادي وده هم پښه نيولې شي.

ستاسو په فکر دغه وېره څومره پر ځاى ده؟

څرنگه بايد د افغانستان اقتصاد په پښو ودرول شي او له څه شي ډډه وشي چې اقتصادي وده پښه نيولې نه شي؟

افغانستان پر اقتصاد د دغه هېواد له اوسنيو او راتلونکو واکمنو څه پوښتئ؟

د بي بي سي دا خپرونې به په افغانستان کې دننه له ملي راډيو، سلام وطندار شبکې، کليد راډيو او د نوا راډيو په گډون شاوخوا ١٠٠ ځايي راډيوگانې په گډه همکارۍ او په ژوندۍ بڼه او يوۀ وخت خپروي.

په دې لوی بحث کې د ګډون لپاره د برېښنالیک، ټيوټر او فیسبوک له لارې له موږ سره تماس ونیسئ.

یا د چارشنبې په ماښام د افغانستان په وخت له ۷ بجو او ٣٠ دقيقو وروسته مخامخ پروګرام ته پردې شمېرې زنګ ووهئ: ٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

دغه راز په برېښناليکpashto@bbc.co.ukاو د SMS له لارې هم په دې ټېليفون ٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨ خپل نظرونه راستولى شئ

ستاسې پیغامونه

تيوتر

ډيورنلاين په نامۀ ټيوټر کارونکى ليکي:
تعليم يافته او ښه مسلکي ځوانان له هېواده دباندې اوسېږي. په کور دننه جهاديان او د هغوى نژدې ملگري واکمن دي چې ټول ملي سندرې وايي خو کار څوک نه کوي.

د فونيکس په نامۀ د ټويټر کارونکې ليکي:
د تعليم يافته او ازاد خياله ځوانانو لپاره افغانستان ته ته تگ او هلته پاتې کېدل گران دي هغه چاپېريال د دوى لپاره جوړ نه دى.

فيسبوک
انجنیر محمدالدین همدرد بغلان – پلخمری: د افغانستان د اقتصاد پر وړانډې ډیر زیات خنډونه پراته دي نا امنۍ ،زور واکي او بهرنیان د هیواد د اقتصاد پر وړاندې د خنډ ښې بیلګې دي!

عيد الرحمن ځدراڼ: داسې خاص بل خنډ نشته ليكن امنيت دى

محمد بلوڅ خان: د الله تعالي شكردى د افغانستان اقتصاد تر پخوا ډېر ښه دى افغانستان كې فورۀ امنيت پكار دى د تعليم شرحه زياتول پكاردي ، روغتونونه، سړكونه ، مكتبونه پكاردي او د ټولونه مهمه خبره رشوت اخيستونكي سرچپه ځړندول پكار دي كه هغه د افغانستان ولسمشر هم وي.

احمد جواد بارکزى: د افغانستان اقتصاد به هله تقويه شي كله چې امنيت ښه شي افغانستان كې كارخانې فعالې شي نو كارخانې لپاره برق ضروري شى دى يعني برق هم د افغانستان اقتصاد كې مهم رول لري او خنډ هم شته او هم نشته

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .