بي بي سي افغانان غږوي: اقتصاد، هیلې او اندېښنې

د خپريدو وخت: 21:28 گرینویچ - پنجشنبه 06 ډسمبر 2012 - 16 لیندۍ 1391

په تېره لسیزه کې د افغانستان اقتصادي پرمختګ بېساری بلل شوی. خو داسې اندېښنې دي چې اقتصادي وده به ورو شي.

بي بي سي افغانان غږوي "ستاسو نظر" د ځانګړو خپرونو لړۍ په درېیمه خپرونه کې د افغانستان د اقتصادي حالت او په دې تړاو اندېښنو او هیلو ته ځانګړې شوې وه.

یو شمېر اورېدونکو ویل په تېرو دولسو کانونو کې نه کانونه ایستل شوي او نه هم بندونه جوړ شوي، نو ځکه سوداګر او پانګوال خپلو چارو ته زړه نه ښه کوي.

که څه هم د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له خوا په تېرو لسو کلونو کې یو څه کارونه شوي خو د ډېرو په آند دا کارونه کافي نه دي.

عبدالباري کاکړ په وینا افغانستان خپله مېوې لري خو زیاتره مېوې او جوس له ګاونډیو هېوادونو وارېدېږي. چې په دې کې خپله ملي سوداګرو او حکومت دواړه ملامت دي.

په تېره لسیزه کې د افغانستان اقتصادي پرمختګ بې ساری بلل شوی دی. خو داسې اندېښنې دي چې اقتصادي وده به ورو شي.

ځینې خلک اندېښنې لري چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته کېدای شي ګڼ خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ شي او کاري زمینې به هم کمې شي. د هلمند ولایت اوسېدونکې خاطره فیضي وايي اوس په دغه ولایت کې د ښځو لپاره تر یوه حده کاري زمینه شته، خو د بهرنیانو له وتلو روسته ښايي ښځې د کار کولو موقع ونه لري.

د خوست پوهنتون استاد محمد صدیق نواب زاده وايي افغانستان خپله پراخې کاني سرچینې لري چې باید ښه ګټه ترې واخیستل شي او په بهرنیو مرستو پورې تړلي ونه اوسو.

"په تېرو لسو کلونو کې یوه اقتصادي طرح نه ده جوړه شوې او کدرونه نه دي روزل شوي"

فردین

خو افغان چارواکي په تېرو لسو کلونو اقتصادي پرمختګ بیساری بولي او په راتلونکې کې هم د اقتصاد د غوړېدا هیله لري.

د بي بي سي افغانان غږوي څلورمه خپرونه د سولې خبرو اترو ته ځانګړې شوې ده.

دغه خپرونې له بي بي سي سره هممهاله د افغانستان ملي راډيو، کلید، سلام وطندار او په هرات کې د صدای مردم راډیو ګانو او پژواک خبري آژانس له لارې هم خپریږي.

نور اورېدونکي

شیما عالم له تخاره

له لنډمهاله ادارې تر اوسه زرګونه میلیونه ډالره افغانستان ته راغلي خو لا هم اقتصاد په خپلو پښو نه دی درېدلی، نو د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته به څنګه وکولای شو چې خپل اقتصاد په پښو ودروو. دولت تر اوسه په دې برخه کې اړین کار نه دی کړی.

د افغانستان صنعت ورځ په ورځ له سقوط سره مخ دی د بېلګې په توګه د غالیو صنعت یادولی شم.

اوس موږ ګڼ شمېر کانونه لرو، خو عاید یې نه دی معلوم او دا هم نه ده معلومه چې د چا جېب ته لوېږي.

فردین عطايي له تخاره

"باید امنیتي ادارې ملي شي، نو د اقتصاد د پیاوړي کولو لپاره امنیتي ځواکونه باید ملي شي"

عاشق الله

په تېرو لسو کلونو کې یوه اقتصادي طرح نه ده جوړه شوې او کدرونه نه دي روزل شوي.

شیرزی له پلخمري

په بغلان کې چې یو صنعتي ولایت دی تر دې مهاله کوم بنسټیز کار نه دی شوی او چارې له پخوا هم پڅې شوې دي، چې دا د خلکو پر روحیې ډېره منفي اغېزه لري، او تر څنګ یې زرګونو کسانو خپلې دندنې هم له لاسه ورکړې دي.

ایزید یار له کاپیسا

په افغانستان کې تر اتیا سلنې ډېر خلک په کرکیلې بوخت دي نو باید کرنیزو پروګرامونو ته زمینه برابره شي. په دولتي او خصوصي توګه څه نه دي شوي که د بېلګې په توګه د بانکونو حالت ته وګورو باور یې له لاسه ورکړی دی.

کندهار نور نواز پیاوړی: عامو وګړو ته په تېرو کلونو کې کوم ځانګړی کار نه دی شوی، هغه ډالر چې په تېرو کلونو کې راغلي یوه برخه یې بېرته بهر ته تللي او یوه بله برخه یې د څو تنو جېبونو ته لوېدلي دي.

عبدالعزیز صفدري له هلمند

دولت له خلکو غواړي چې کوکنار ونه کري، خو د هغوی لپاره یې بدیل نه برابر کړی چې دا پر امنیت هم مستقیمه اغېزه لري. او له بل پلوه د خلکو د اقتصاد مهمه سرچینه جوړوي.

توکلي له دایکندي

که افغان حکومت آزاد بازار تر خپلې ولکې لاندې راولي نو اقتصادي حالت به ښه شي او خلک به ښه ژوند ولري.

نو روز رجأ له بامیان

د کانونو استخراج کولای شي د افغانستان اقتصادي حالت ښه کړي.

سمنګان حمیدالله له کندهاری

"د کانونو استخراج کولای شي د افغانستان اقتصادي حالت ښه کړي"

نو روز رجأ

ولې خپله افغان حکومت له وطني تولیداتو ګټه نه اخلي، بله دا چې د ګاونډیو هېوادونو د اقتصادي لاسوهنې د مخنیوي لپاره یې څه کړي دي.

حسن حکیمي له غور

د مرکزي ولایتونو خلک د اقتصادي ستونزو له امله لویو ښارونو ته تللي دي. چې دا د سیمه ییز اقتصاد د وروسته پاتې کېدو لامل کیږي.

خوشحال ستانکزی له ننګرهار

باید د صنعتګرو لپاره پارکونه جوړ شي چې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي. او مدني ټولنې، سوداګر او پانګول باید یوه ګډه ټولنه جوړه کړي.

همایون له ننګرهار

د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره سولې ته اړتیا ده او د بې ځایه لګښتونو مخه باید ونیول شي.

لال باز له ننګرهار

زموږ هېواد ډېرې اوبه لري، خو لاس مو بهر ته اوږد دی نو ولې په خپل هېواد کې کار نه کوو، اوس موږ ښې پریمانه اوبه لرو خو په ننګرهار کې برېښنا نه لرو.

انقلابي ځوان

تر هر څه وړاندې د ژوند تامینول مهم دي، اول باید جګړه ودرېږي، چې بیا وروسته پانګونې ته هم زمینه برابرېږي او اقتصاد هم ښه کېږي.

سوله مل ځلمی له لغمان

په افغانستان کې تر اوسه په بنسټیزه توګه څه نه دي شوي، په لغمان کې ډېرې ښې پرېمانه اوبه شته خو لاتر اوسه خلک برېښنا نه لري. په همدې ډول ګڼې نور ستونزې هم شته.

حکومت باید پانګوال وهڅوي چې پانګونه وکړي.

شرافت له لغمان

"د افغانستان د اقتصاد پر وړانډې ډیر زیات خنډونه پراته دي نا امنۍ، زور واکي او بهرنیان د هیواد د اقتصاد پر وړاندې د خنډ ښې بیلګې دي."

محمد دین

افغان سوداګر باید خپلې فابریکې او کار وبار افغانستان ته راوړي، چې ورسره به اقتصادي حالت هم ښه شي.

ثنا له هلمنده

امنیت تر هر څه مهم دی، تر هغه څه چې ۲۰۱۴ کال رارسېږي له اوسنیو مرستو او ژمنو باید ګټه واخلو. تر اوسه په هلمند کې د صنعتي پارک یوه خښته هم نه اېښودل شوې، حال دا چې تر 300 میلیونو ډالرو ډېرې مرستې ژمنه ورسره شوې ده.

شکیل احمد له ننګرهار

تر ۲۰۱۴ کال وروسته اقتصاد د ښې حکومتولۍ او کانونو په را ایستلو سره پیاوړی کیدی شي.

عاشق الله یعقوب کابل

باید امنیتي ادارې ملي شي، نو د اقتصاد د پیاوړتيا لپاره امنیتي ځواکونه باید ملي شي. او افغانستان باید په یوه تولیدي هېواد بدل شي.

وصیل له کابله

نړیواله ټولنه خپله ملامته ده چې خلکو ته یې بل شان انځور ورکړی دی. بله دا چې په سرحدي سیمو کې بهرنۍ پیسې چلېږي او ګاونډي هېوادونه په کې خپلې موخې لري.

ویس آرین له کندهاره

د بهرنیانو په شتون کې اقتصاد دومره وده نه ده کړې نو کله چې دوی ووځي نو حالت به څه وي.

حکمت الله بارکزی له پاکستانه

"د افغانستان اقتصاد به هغه وخت ځواکمن شي كله چې امنيت ښه شي افغانستان كې كارخانې فعالې شي "

احمد جواد

په تېرو دوولسو کانونو کې نه کانونه را وایستل شول او نه هم بندونه جوړ شول. نو ځکه سوداګر او پانګوال خپلو چارو ته زړه نه ښه کوي.

جمعه خان له بغلانه

له څو کلونو وروسته هېواد ته راستون شوی یم، او یو کوچنی کار و بار مې پیل کړی دی خو هره ورځ د اداري فساد له امله ځورېږم.

لطیف

د کندهار شتمنو خلکو هېڅ پانګونه نه ده کړې او ولې شتمن خپلې پانګې بهر ته لېږدوي.

میرویس له غزني

د اقتصاد د خرابوالي یواځنی لامل واکمنان دي نو که د دوی شتمني ضبط شي کېدای شي چې اقتصادي حالت ښه شي.

صابر له بلوچستان

په تېرو یولسو کلونو کې چې اقتصاد پرمختګ ونه کړ نو لامل یې په بهرنیانو کې دی.

عزیزالله الماس له ارزګان

که ملي پانګوالو خپلې پانګې پر رنګینو کورونو نه وی لګولې او په کرنیز سکتور او نورو برخو یې لګولې وی اوس به اقتصادي پرمختګ شوی و.

د يورنلاين په نامۀ ټيوټر کارونکى
زده کړي او ښه مسلکي ځوانان له هېواده بهر اوسېږي. په کور دننه جهاديان او د هغوى نژدې ملگري واکمن دي چې ټول ملي سندرې وايي خو کار څوک نه کوي.

د فونيکس په نامۀ د ټويټر کارونکې

د لوستيو او ازاد خياله ځوانانو لپاره افغانستان ته تګ او هلته پاتې کېدل ګران دي هغه چاپېريال د دوى لپاره جوړ نه دى.

انجنیر محمدالدین همدرد پلخمری

د افغانستان د اقتصاد پر وړانډې ډېر زیات خنډونه پراته دي نا امنۍ، زور واکي او بهرنیان د هېواد د اقتصاد پر وړاندې د خنډ ښې بېلګې دي.

عيد الرحمن له ځدراڼ

داسې خاص بل خنډ نشته ليكن امنيت دى.

محمد بلوڅ خان

د الله تعالي شكردى د افغانستان اقتصاد تر پخوا ډېر ښه دى افغانستان كې فوري امنيت په كار دى د تعليم شرحه زياتول په كاردي ، روغتونونه، سړكونه ، ښوونځي په كاردي او د ټولونه مهمه خبره بډو اخيستونكو سزا ورکول په كار دي كه هر څوک وي.

احمد جواد بارکزى

د افغانستان اقتصاد به هغه وخت ځواکمن شي كله چې امنيت ښه شي افغانستان كې فابريکې فعالې شي چې برېښنا ورته اړینه ده يعني برېښنا هم د افغانستان په اقتصاد كې مهم رول لري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .