ولې په لوېديځ کې د افغان ماشوم لويول او پالل اسانه نه دي؟

د خپريدو وخت: 14:17 گرینویچ - جمعه 07 ډسمبر 2012 - 17 لیندۍ 1391

په برتانيا کې مېشت افغانان دا موقع لري چې له ډاکټر، انجينير يا ښوونځي څخه پرته کوم بل کار هم وکړي او بيا هم ښه او هوسا ژوند ولري، دلته د ژوند هوسايي يوازې تر ځينو مسلکونو محدود نه دى.

په لوېدیځ کې ډېر افغانان ځانونه سياسي کډوال بولي چې له خپلو کورونو د پر له پسې جگړې له امله وتلو ته اړ شوي دي.

دلته موږ د سولې، تعليم، خپل مذهب او دود د پر ځاى کولو په برخه کې د ازادۍ د لرلو په هيله راغلي يوو.

همدا هيلې مو پر ځاى شوي دي خو د ځينو شيانو د ساتلو لپاره سختې مبارزې او هڅو ته اړ شوي يوو چې په هغو کې يو هم د خپل کلتور ساتل دي.

کلتور تش د افغاني ژبو ويل او د ځينو دودونو پر ځاى کول نه دي بلکې د افغانانو په نظر له يوۀ افغان سره وادۀ کول هم د کلتور برخه ده.

په لوېديځ کې د افغانانو لپاره وادۀ ورو ورو په ستونزې بدلېږي.

که څه هم ځينې خلک به پر دې موضوع څه ويل لانجمن وبولي خو بايد هېر يې نه کړو او و يې منو چې افغانان په دې برخه کې مشکل لري.

"په لوېديځ کې د افغانانو لپاره وادۀ ورو ورو په ستونزې بدلېږي."

په پرله پسې توگه گڼ شمېر افغانې نجونې او هلکان له لوېديځه افغانستان ته ځي چې د ژوند ملگرى يا ملگرې پيدا کړي.

د هغو راوستل او د لوېديځ له ژوند سره او يا د لوېديځ مېشتو افغانانو له لوېديځ رنگېدلي کلتور سره يې روږدي کول خپلې لانجې او سرخوږى لري.

هغه چې له پردو سره ودونه کوي هغه بيا د خپل کلتور اهميت تر پوښتنې لاندې راولي.

دا چې دغه دواړه حالته تاسو ته ستونزمن دي که نه خو زۀ غواړم وپوښتم چې ولې داسې کېږي؟

د دغو ځوانانو له ميندو پلرونو او يا خپله له دوى سره چې خبرې وکړئ نو وابه وروئ چې په لوېدیځ کې تعليم يافته او مهذبه افغانان نه دي پاتې شوي.

هلکان وايي لوېديځ مېشتې افغانې نجونه ډېرې غربي شوي او خپل کلتور يې له لاسه ورکړى دى او نجونې بيا د هلکانو په برخه کې ورته ادعاوې لري.

خو دا ادعاوې رښتيا نه دي. دلته افغانان تر نورو قومونو شاته نه دې پاتې شوي، دوى هم د نورو غوندې تعليم کړى او ښه مهذبه دي.

خو بيا هم پوښتنه دا ده چې ولې څوک دغه ادعاوې نه ردوي او مسووليت د چا دى؟

"هلکان وايي لوېديځ مېشتې افغانې نجونه ډېرې غربي شوي او خپل کلتور يې له لاسه ورکړى دى او نجونې بيا د هلکانو په برخه کې ورته ادعاوې لري."

زما په گومان موږ ټول، لوېدیځ مېشته افغانه ټولنه ملامت يوو.

ستونزه دا نه ده چې په لوېدیځ کې پر اوسېدو موږ خپل کلتور له لاسه ورکړى دى.

ناکامي مو دا ده چې موږ د خپل او لوېديځ کلتور ترمنځ انډول نه لرو او د يو بل د روغو برخو منل او د بدو هېرول را ته پکار دي.

ميندې پلرونه د دغه انډول په موندلو نه پوهېږي.

د لوېدیځ مېشتو افغانانو ميندې پلرونه يا ډېر سخت وي او له خپلو اولادونو ډېر څه غواړي او يا هېڅ سر نه پرې گروي.

هغه چې سخت دي له خپلو اولادونو د تعليم او ټولنيز چال چلند په برخه کې ډېرې غوښتنې او هيلې لري او دا کار د دوى ماشومان د خپل افغاني کلتور له منلو منکروي او د خپلې خوښې مسلک ته يې نه پرېږدي.

بل پلو بيا هغه چې پر اولادونو سر نه خوږوي د هغوى ماشومان بيا له خپل کلتوره پردي کېږي.

په برتانيا کې مېشت افغانان دا موقع لري چې له ډاکټر، انجينير يا ښوونځي څخه پرته کوم بل کار هم وکړي او بيا هم ښه او هوسا ژوند ولري، دلته د ژوند هوسايي يوازې تر ځينو مسلکونو محدود نه دى.

دلته افغان ځوانان د خوالۀ رسنۍ کاروي، له خپلو ملگرو او ټولگيوالو سره سينماو ته ځي. دغه ملگري يې ښايي يا هلکان وي يا نجونې وي او پر ملگرتيا يې جرم هم نه بلل کېږي.

دلته ميندې پلرونه دا هيله بايد ونه لري چې څه دوى د خپلو اولادونو د کار لپاره غواړي هغه دې کټ مټ هغسې وهم شي.

"که غواړو په لوېديځ کې راتلونکى افغان نسل له خپل کلتور سره مينه ولري نو بايد د خپلې او لوېديځې ټولنې ترمنځ انډول پيدا کړو."

دغه راز ميندې پلرونه دا هيله هم نه شي کولى چې د نورو ماشومانو غوندې دې د دوى اولادونه ازادي و نه لري.

همدا ټولنيز محدوديتونه افغان ځوانان په دې فکر اخته کوي چې گواکې افغان کلتور د دوى پر ستوني منگولې ښخې کړي دي او لوېديځ کلتور ازاد دى.

دا حالت ډېر ځوانان دې ته اړ باسي چې له افغان کلتوره زړۀ توري شي، تعليم د خپلې وړتيا او استعداد تر کچې و نه کړي او له ميندې پلرونو سره د لا نورو ازاديو د ترلاسه کولو لپاره لاس او گرېوان شي.

ستونزې په همدې ځاى پاى ته نه رسېږي.

وروسته همدا ناخوښه ماشومان افغانستان ته ولېږل شي چې د ژوند راتلونکى ملگرى يا ملگرې خوښ کړي خو پاى يې دا شي چې له پردو سره وادۀ وکړي او نورې لانجې پيدا شي.

که غواړو په لوېديځ کې راتلونکى افغان نسل له خپل کلتور سره مينه ولري نو بايد د خپلې او لوېديځې ټولنې ترمنځ انډول پيدا کړو.

انډول د خپلې ټولنې ذهني او بدني ودې ته خورا مهمه خبره ده.

يو چينايي متل وايي که کب کلک ونيسې له گوتو به دې ووځي که يې سم ونه نيسې نو له منگولو به دې وښوېږي.

په لوېدیځ کې افغان ماشومان همداسې کبان دي چې د ميندو پلرونو په منگولو کې دي.

موږ يې بايد داسې ونيسو چې راسره پاتې شي او موږ ورسره پاتې شو.

که په دې ازمېښت کې پاتې راغلو نو دا هيله هم ورسره ختمه بوله چې يوه نه يوه ورځ به بېرته خپل هېواد ته ستنېږي او د پلرني ټاټوبي په خير به تمامېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .