په امریکا کې جوماتونه څرنګه فعالیت کوي؟

د خپريدو وخت: 14:42 گرینویچ - جمعه 07 ډسمبر 2012 - 17 لیندۍ 1391

دلته په جوماتونو کې خطیبان هڅه کوي په مسلمانانو کې دا فکر را ژوندی کړي چې دوی هم د امریکا د ټولنې یوه مهمه برخه دي.

په هغه اوونۍ کې چې د امریکا په متحده ایالاتو کې د ولسمشرۍ سیالۍ کېدلې، د جمعې لمونځ ته تللې وم. د خطبې موضوع د رايه ورکوولو په ارزښت وه او دا چې په ولسمشريزو ټاکنو کې د مسلمانانو ګډون څومره اهميت لري.

خطیب چې یو ځوان سړی و، مقتدیان دې ته هڅول چې دوى هم لکه نور امريکان خپل مسوليت وپېژني او د خپل خوښې کاندید ته دې رایه ورکړي.

دلته په جوماتونو کې خطیبان هڅه کوي په مسلمانانو کې دا فکر را ژوندی کړي چې دوی هم د امریکا د ټولنې یوه مهمه برخه دي او د دوی ګډون د امریکا په سیاست او نورو ټولنيزو مسايلو کې ډېر مهم دي.

زه د امریکا د ویرجینیا او کالفورنیا ایالتونو ډېر جوماتونو ته تللې یم. په دغو جوماتونو کې نه یوازې پنځه وخته لمونځ کېږي، بلکې د نورو لويو اتحاديو په شان د مسلمانانو د هوسایۍ او آسانتیا لپاره هم کار کېږي چې دا فعاليتونه ورځ تر بلې ډېرېږي.

په امریکا کې څه د پاسه ۲۰۰۰ لوی او واړه جوماتونه شتون لري. دا جوماتونه، چې ټول د حکومت سره ثبت شوي دي، په ډېره منظمه توګه په ټولنه کې فعال دي.

د یادونې وړ ده چې د سپتمبر د ۱۱ پېښې نه وروسته د جوماتونو په شمېر کې نور هم زياتوالى راغلى او د هغوی فعالیتونه نور هم ډېر شوي دي.

په عمومي توګه امریکایي مسلمانان، د خپلو فعاليتونو له لارې، غواړي نړۍ ته دا وښیي چې دوى هم د سولې او امن طرفداره دي او دا چې لکه نور امريکایان دوى هم د دې حق لري چې خپل عبادتځايونه ولري او خپلې ټولنې ته خدمت وکړي.

دلته جوماتونه د مختلفو هېوادونو د مسلمانو مهاجرینو له خوا جوړ شوي دي.

د جوماتونو زيات شمېر په کالفورنیا، نیو یارک، ټکساس، فلورېدا، ایلینوی، نیو جیرزي، پېنسلوېنیا، میشیګن، ویرجینیا او جورجیا ایالتونو کې دي.

دلته جوماتونه د مختلفو هېوادونو د مسلمانو مهاجرینو له خوا جوړ شوي دي. د بېلګې په توګه، زموږ کور سره نژدې دوه د پاکستانیانو جوماتونه (مسجد نور او دارالهدا) او دوه د افغانانو جوماتونه (د مدینې اسلامي سنټر او مصطفی سنټر) دي.

دا په دې مانا نه ده چې دې جوماتونو ته یوازې د همدې هېوادونو مېشت مهاجرین راځي. هر مسلمان چې د هر هېواد نه دلته راغلي وي کولای شي چې د خپل خوښې جومات ته ورشي.

دا هم بايد ورعلاوه شي چې د سړو تر څنګ ښځې او ځوانان هم د جوماتونو په فعاليتونو کې ډېره فعاله ونډه لري.

دا ټول جوماتونه د قرآن، تجوید، او نورو دیني علومو تدريس کوي. ځینې پروګرامونه په خاصه توګه د ښځو او ماشومانو لپاره جوړ شوي دي.

د بېلګې په توګه ځیني وخت د ماشومانو لپاره د قرآن شریف د لوستلو سیالۍ جوړېږي چې ډېر ماشومان په کې په ډېر خوشالۍ سره ګډون کوي او بیا ګټونکو ماشومانو ته تحفې ورکول کېږي.

په جوماتونو کې د مسئولينو لخوا په ډېره منظمه توګه صنفونه جوړېږي. ځیني استادان چې د دين په علومو کې یې لوړې زده کړې کړي دي نورو ایالتونو ته سفرونه کوي تر څو د خپلو ويناوو له لارې د مسلمانانو د پوهې کچه د دين او نورو ورځني موضوعاتو په هکله لوړه کړي.

په جوماتونو کې د مسئولينو لخوا په ډېره منظمه توګه صنفونه جوړېږي.

د ځوانانو، ښځو او ماشومانو د مسایلو په هکله هم مهمې غونډې جوړېږي او خبرې پرې کېږي.

د مثال په ډول، یو ځل د دارالهجرې د جومات یوې غونډې ته ورغلې وم چې موضوع یې په امریکا کې د مسلمانو ماشومانو روزل وو. په دغه پروګرام کې د هغو ستونزو په هکله خبرې وشوې چې دلته میندې او پلرونه ورسره مخامخ کېږي او دا چې هغو ستونزو ته به د حل لاره څه وي.

د امریکا په ویرجینیا ایالت، چېرې چې زه اوسېږم، غټ او منظم جوماتونه شته دي لکه ایډیمز سنټر، دارالنور، او دارالهجره.

دا جوماتونه په ډېره منظمه توګه د مسلمانانو ټولنې ته خدمت کوي. دوی ډېرې منظمې ادارې لري او د ښځو او ځوانانو ګډون ته خورا ډېر اهمیت ورکوي.

دوی د قرآن او اسلامي علومو د تدریس تر څنګ ټولنیز پروګرامونه هم لري چې په کې د کورنيو لپاره د مشوره ورکولو ځانګړې څانګې شاملې دي.

د ماشومانو د بوختولو لپاره د رخصتیو پر وخت جوماتونه تفریحي پروګرامونه لري.

دیني مراسم لکه نکاح او جنازې په هکله هم آسانتاوې مسلمانانو لپاره برابرې شوي دي. مسلمانان په جوماتونو کې د فاتحې پروګرامونه نیسي.

د ماشومانو د بوختولو لپاره د رخصتیو پر وخت جوماتونه تفریحي پروګرامونه لري. دې جوماتونو کې د زکات لپاره صندوقونه شته چې د جومات د مسولينو لخوا اداره کېږي.

دغه پيسې بيا د وخت د ضرورت سره سم په مستحقو خلکو باندې وېشل کېږي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې د دېموکراسۍ یو لوی ښه والی دا دی چې هر څوک په آرامه زړه خپل دین ته خدمت کولای شي او هېڅ څوک په بل چا باندې د نیوکې حق نه لري.

نوي جوماتونه هڅه کوي خپل فعالیتونو ته نور هم وده ور کړي، او زاړه جوماتونه هڅه کوي نور هم د مسلمانانو د ټولنې لپاره کار وکړي او د هغوی په غوښتنې نور هم ډېر پروګرامونه جوړ اوتنظيم کړي.

په امريکا کې جوماتونو ته خلک نه یوازې د اسلامي علومو د زده کړې لپاره، بلکې د خپلو ټولنیزو مسایلو د حل لپاره هم ځي.

جوماتونه غواړي د حکومت سره ښې اړیکې وساتي او مسلمانان دې ته وهڅوي تر څو د امریکا په ټولنه کې فعاله ونډه ولري.

داسې بریښي چې په راتلونکو کې به جوماتونه لا هم ډېر فعاله شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .