'د پاکستاني پوځ د فکر بدلون سولې ته لار خلاصوي'

د خپريدو وخت: 14:13 گرینویچ - شنبه‬ 08 ډسمبر 2012 - 18 لیندۍ 1391

پر طالبانو د پاکستان د کنترول د څرنګوالي په اړه هم یو لړ پوښتنې شته.

لیکوال او ژورنالیست احمد رشید لیکلي، چې په دا وروستیو اوونیو کې د پاکستاني پوځ په پالیسۍ کې یو ډراماتیک بدلون رامنځ ته شوی. د پاکستان پوځي چارواکي تر یوې لسیزې پورې طالبانو ته د خوندي پټن ځایونو له برابرولو او په افغانستان کې د هغوی په جګړه ییزو فعالیتونو له سترګو پټولو وروسته اوس د ناټو د جګړه ییزو ځواکونو له وتلو مخکې ‌پر ‌طالبانو فشار اچوي، چې له افغان حکومت او امریکایانو سره خبرې اترې وکړي.

که د (زړه بدلون) دغه پروسه بریالۍ شي، نو د سولې د پروسې لپاره به یو شمېر نوې لارې پرانیستل شي. چې په کې له طالبانو سره د یوه اوربند رامنځ ته کېدل، یوې پراخې سیمه ییزې هوکړې ته رسېدل او خپله د اسلام اباد او واشنګټن تر منځ د اړیکو ښه کېدل شامل دي.

تر ټولو مهمه دا چې له طالبانو سره د اوربند رامنځ ته کېدل او د سولې مذاکرات به د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته سم لاسي د افغانستان د ناتوانه حکومت او پوځ لپاره د پایښت زمینه برابره کړي.

په دا وروستیو کې د نویو اړیکو د بې ساري بیلګې په توګه له یوه ډېرو افغان چارواکو په شخصي مجلسونو کې د پاکستاني پوځ او د دې ادارې د مشر جنرال پرویز کیاني د هغو څرګندو هڅو ستاینه کړې، چې د افغان حکومت او ‌طالبانو تر منځ یې د روغې جوړې رامنځ ته کولو لپاره کوي.

تر کلونو پورې ولسمشر حامد کرزي او نورو افغان چارواکو په څرګند ډول پر پاکستاني پوځ او د دې هېواد په استخباراتي سازمان ای ایس ای تور پورې کاوه، چې له افغان ‌طالبانو سره مرسته کوي.

د افغان ولسمشر یوه لوړ پوړي سلاکار وویل، چې زموږ په باور د پاکستان په پالیسۍ کې بدلون راغلی او جنرال کیاني په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره په رښتینې توګه مرسته کوي.

د نومبر په نیمايي کې پاکستان هغه نهه کسه طالبان خوشي کړل، چې د دوی په زندانو کې بندیان وو. پاکستان دغه ‌طالب بندیان د افغانستان د سولي د عالي شورا په غوښتنه خوشي کړل، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې د مذاکراتو پیلولو لپاره کار کوي.

د دسمبر په دریمه پاکستاني مقاماتو وویل، چې دوی به نور ‌طالب بندیان هم خوشي کړي.

د چارواکو په وینا ای ایس ای لږ تر لږه ۱۰۰ ‌‌‌طالب مشران او جنګیالي نیولي، چې تمه کېږي ټول به خوشي کړي. د یوه پاکستاني چارواکي په خبره دغه طالبان د یوځای کېدو او تګ راتګ له بشپړې خپلواکۍ سره خوشي شوي دي.

پاکستان دا ژمنه هم کړې، چې که وسله وال طالبان او د سولې عالي شورا په یوه دریمګړي هېواد کې خبرې اترې کوي، دوی به په کې مداخله نه کوي.

که دغه لومړنۍ هڅې بریالۍ شی، وروسته به شاید یو بل قاطع ګام دا وي، چې ای ایس ای په افغانستان کې دننه له بهرنیو او افغان ځواکونه سره په جګړه کې له ښکېلو سلګونو ‌طالب قومندانانو او چارواکو وغواړي، چې له کابل سره د سولې د مذاکراتو ملاتړ وکړي.

د لوړ پوړو افغان، پاکستاني او لویدیځو چارواکو په وینا کابل او اسلام اباد په راتلونکي کې د سولې د خبرو اترو د څرنګوالي په اړه د تګلارې جوړولو ته چمتووالی کوي.

په داسې حال کې، چې کابل په دې لړ کې خپل پلان له اسلام اباد سره شریک کړی، پاکستانیان به دا کار له هغه وروسته وکړي، چې د اوباما اداره یې وکړي.

جوړجاړی راتلونکي کال کې؟

جنرال کیاني له افغان مقاماتو غواړي، چې په ۲۰۱۴ کال کې د ناټو پوځونو تر وتلو پورې د مشروط کولو پر ځای ژر تر ژره، یانې راتلونکی کال له طالبانو سره یوه هوکړه وکړي. .

که څه هم د یوه طالب ځانمرګي له لوري د افغانستان د څارګرې ادارې د مشر ټپي کېدل شاید د دې پروسې لپاره د یو څه ځنډ رامنځ ته کېدو سبب شي، ځکه دا شاید د غچ اخیستنې د وژنو د یوې لړۍ سبب شي.

  • احمد رشید لاهور مېشتی پاکستانی لیکوال او ژورنالیست دی.
  • پاکستان د پاڼ پر غاړه د نوموړي وروستی کتاب دی، چې د پاکستان، افغانستان او لوېدیځ د راتلونکي په اړه په کې بحث شوی.
  • له وروستيو اثارو نه یې په ګډوډۍ کې لوېدنه او طالبان دی، چې لومړی ځل په ۲۰۰۰ کې چاپ شو او له ډېرو پلورل کېدونکو کتابونو څخه و.

هممهاله د افغانستان امریکا او پاکستان درې اړخیز کمېسیون ناڅاپه هغه مهال ډېر فعال شو، چې د یو لړ مهمو مسایلو په اړه یې خبرې اترې پیل کړي. دغه مسایل د هغو طالب مرکچیانو لپاره خوندې لار موندل دي، چې غواړي د سولې په خبرو کې ګډون وکړي او دغه راز د ملګرو ملتونو له هغه تور نوملړ نه د طالب مشرانو نومونه اېستل دي، چې دوی په کې د تروریستانو په توګه ثبت شوي دي.

د افغانستان پر سر له تېرو دوو کلونو راهیسې د امریکا او پاکستان تر منځ اړیکې ترینګلې وې، خو اوس بیا د رغېدو په حال کې دي.

جنرال کیاني په دا وروستیو کې له افغان ولسمشر حامد کرزي او د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې هیلري کلینټن سره کتلي دي.

که څه هم امریکايي چارواکي د پاکستاني پوځ په اړه لا هم شکمن دي او منتظر دي، چې پاکستاني پوځي مقامات په دې لړ کې نور څه ډول اقدامات کوي.

بل لور ته په کوردننه امریکايي حکومتي چارواکي د یوې داسې پالیسۍ په اړه هوکړې ته رسېدلي، چې لومړي ځل د روغې جوړې او په ۲۰۱۴ کال کې د پوځونو اېستلو تر منځ تړاو رامنځ ته کوي.

په ۲۰۱۱ کال متحده ایالاتو له طالبانو سره په قطر کې پټ مذاکرات پیل کړل، خو په مارچ کې ‌طالبانو په امریکا تور پورې کړ، چې په پرله پسې توګه خپل موقف بدلوي او له مذاکراتو ووتل.

هاغه مهال د امریکا پوځ او د دغه هېواد څارګرې ادارې سي ای اې د سولې له خبرو اترو سره مخالفت کاوه. خو د امریکا د پالیسۍ نوی سند جوتوي چې په واشنګټن کې دا مهال له طالبانو سره د مذاکراتو پلویتوب موجود دی.

تر اوسه د پاکستان پوځ د خپلو اقداماتو لپاره د بدلون او یا تغیر د اصطلاح کارولو په اړه نارضایتي ښودله، ځکه شاید دغه کار د دې دلیل بلل شوی وای، چې دوی په تېر کې د طالبانو ملاتړ کاوه.

پوځي مقاماتو ویل، چې پاکستان له کلونو راهیسې په افغانستان کې د روغې جوړې غوښتنه کوله. خو حقیقت همدا دی، چې پوځ په تېر کې د روغې جوړې لپاره هیڅ ډول مثبت ګام نه دی اخیستی، داسې یو څه، چې اوس یې کوي.

د پاکستان ملکي اداره بیا د افغانستان په اړه د دغه هېواد په پالیسي کې خورا لږ ونډه لري. د پاکستاني پوځ په فکر کې د بدلون لوی لاملونه په دغه هېواد کې ورځ تر بلې مخ پر ځوړ امنیتي او اقتصادي حالت دی.

د پاکستان په شمال کې د پاکستاني طالبانو د ترهګریزو بریدونو له امله هره میاشت سلګونه کسان وژل کېږي. په بلوچستان ایالت کې د بیلتون پالنې یو غورځنګ روان دی او دغه راز په کراچۍ کې توکیمز او فرقه ییز تشدد په ډېرېدو دی.

د پاکستان پوځ، چې له وسله والو پاکستاني طالبانو سره په جګړه کې ورته د سر دروند زیان اوښتی، نه غواړي دې جګړې ته دوام ورکړي.

جنرال کیاني په دې تمه اوس په افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې کوي، چې د افغانانو تر منځ روغه جوړه به پر پاکستاني طالبانو هم اغېز وکړي او دوی به د جګړې لپاره د معنوي ملاتړ له تر لاسه کولو او د جنګیالیو له موندلو محروم کړي.

اوس مهال څو ځایه لوبه روانه ده. امریکایان ټینګار کوي، چې که ‌طالبان د خبرو اترو پیل کولو ته چمتو شي، نو د قطر د مذاکراتو پروسه لا هم له منځه نه ده تللې او لاس ته راوړنې به ولري.

پاکستان د قطر په پروسه کې برخه نه لري او فکر کوي، چې په دې توګه به یې خپله پروسه له منځه لاړه شي. دم ګړۍ وسله وال طالبان وايي، چې دوی به له افغان حکومت سره هېڅ ډول خبرې اترې ونه کړي، خو شاید پاکستان دوی راضي کړي، چې خپل دغه فکر بدل کړي.

د قطر د مذاکراتو نابریالیتوب هم د ‌طالباانو تر منځ د خبرو اترو د ګټورتیا په اړه ناندرۍ رامنځ ته کړې دي.

پاکستان په طالبانو واکمن نه دی او نه شي کولی د مذاکراتو لپاره کېناستو ته یې اړ کړي. خو په مناسب وخت د پاکستاني پوځ له خوا د داسې اشارو رابرسېره کېدل به په طالبانود سخت فشار لامل شي، چې د طالبانو خوندې پټنځایونه، د جنګیالو موندل، پانګه تر لاسه کول او نور فعالیتونه به یې له یوې نېټې وروسته له منځه لاړ شي.

دم ګړۍ پاکستان نه شي کولای پر طالبانو دغه ډول فشار راوړي، ځکه داسې احتمال شته، چې شاید دوی له پاکستاني سخت دریځو سره لاس یو کړي او د پاکستاني حکومت پر ضد جګړه پیل کړي.

پاکستان په کور دننه هم له امنیتي ستونزو سره مخامخ دی.

اوس د محصول وخت را رسېدلی، ان د طالبانو لپاره هم، چې ولسي ملاتړي یې شاید له ۲۰۱۴ وروسته د جګړې په جاري ساتلو خوښ نه وي.

که څه هم ولسمشر کرزی محبوبیت نه لري، خو نوموړی د ۲۰۱۴ د ټاکنو لپاره کاندید نه دی، چې دا پخپله د یوه نوي افغان مشرتابه د رامنځ ته کېدو لپاره یو فرصت دی.

پاکستان تر اوږدې مودې د طالبانو ملاتړ وکړ، چې په بدل کې یې خونړۍ او له پیغوره ډکه بیه پرې کړه. که څه هم ټول دخیل لوري وپوهېدل، چې له مذاکراتو پرته پرمختګ ناشونی دی، بیا هم دغه هڅې نامحدوه نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

په ځانګړې توګه امریکا داسې یوه با صلاحیته دیپلومات ته اړتیا لري، چې د سولې خبرې اترې پر مخ بوځي. که څه هم دا هغه څه دي، چې تر اوسه یې ولسمشر اوباما له کولو انکار کړی، خو نوموړی باید پخپله په دې پروسه کې برخه واخلي.

ناټو سازمان هم باید د انتظار کولو پر ځای د خبرو اترو لپاره د امریکایانو د راضي کولو په لړ کې ډېره فعاله ونډه واخلي. پر دې هر څه سربېره افغانان، چې له ۳۴ کلونو راهیسې جګړه کوي، باید شعوري هڅه وکړي، چې خپلې جګړې پای ته ورسوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .