په افغانستان کې د رواني جګړې اړخونه

د خپريدو وخت: 09:27 گرینویچ - پنجشنبه 13 ډسمبر 2012 - 23 لیندۍ 1391
رواني جنگ

"عامو وگړو ته ګرانه ده چې د دغو دوو سره ویشل شویو دریځونو په منځ کې ځانته لار ومومي."

کله چې د افغانستان پر موضوع بحث کيږي، د ډیرى رسنیو لپاره ٢٠١٤ کال، د امنیتي حالاتو په اړه معلومات، د سیاسي کړیو کړنې، د نړیوالو سازمانونو، لوېدیځو او گاونډیو هېوادو دریځ، د بشري حقونو وضعیت، د نشه یي توکو مساله، له ښځو سره تاوتریخوالی، ورزش او کله نا کله اقتصادي ستونزې د پام وړ مسایل ګرځي.

رواني جگړې یا عملیاتو ته چې د اوسني وضعیت یوه ډېر ستره برخه ده، تر اوسه ‌ډېر لږ پام شوی دی.

د پخواني شوروي د استخباراتي ادبیاتو له مخې رواني جنگ ته "فعال تدابیر" ویل کیږي.

لوېدیځ استخبارات یې "رواني عملیات" او ځینې وختونه "ستراتیژیک پیغام ورکول" بولي.

په ټوله نړۍ کې یا له روسي سیستم څخه کار اخیستل کیږي، یا له لوېدیځ څخه.

"اوس مهال په افغانستان کې له څو خواوو رواني جگړه روانه ده."

په دا مینځ کې بیا ځینې هېوادونه شته چې څه نا څه خپل ځانگړی سیستم هم لري.

د بېلگې په توگه، اسراییل یو له هغو هېوادو څخه دی چې په دې برخه کې نه یوازې ستره تجربه لري چې په غیر مستقیمه رواني جگړه کې د نړۍ په کچه خورا بریالی هم دی.

د برسېره شویو معلوماتو له مخې، اسراییل د خپل تاریخ په اوږدو کې توانیدلى چې مستقیم یا غیر مستقیم، د سترو رسنیو په وسیله خپل اهداف پراخ خپاره کړي.

دوی د رواني عملیاتو پر مټ توانیدلي چې د لوېدیځ ټولنې او رسنۍ تر خپل غیر مستقیم اغېز لاندې راولي چې دا ټول فعالیتونه د رواني عملیاتو یوه ارزښتناکه برخه ګڼل کیږي.

د نړۍ هر استخباراتي سازمان په دې ‌ډګر کې لږ تر لږه، د یوه ریاست په کچه یوه برخه لري.

د رواني جگړې یا عملیاتونو هدف په عامه توگه دا دی چې د غلیم پر سیاست، د ټولنې پر ذهنیت، له جگړې او مستقیمې شخړې پرته، داسې اغېز پرېباسي چې د ټولنې او سیاسي کړیو ذهنیت د یوې خاصې مسالې یا مسایلو پر وړاندې شکل ومومي او د ‌ډېپلوماسۍ چاره اسانه کړي.

رواني جگړې کله کله تر تودو شخړو ډېر ارزښت لري او د وسله والو ځواکونو لپاره، یا د فعال سیاست او ډېپلوماسۍ لپاره یوه ستره وسیله ده.

نفوذي جاسوسان یا هغه کسان چې د خپل اغېز په کارولو سره، د یوه استخباراتي سازمان یا بل هېواد په گټه د اوږدمهالي سیاست لپاره کار کوي، رسنۍ لکه ټلویزیون، راډیو او ورځپاڼې، ویبپاڼې او ځینې خبریالان چې د خپل مخورتوب په کارولو، د یوه ټاکلي هېواد یا سیاسي دریځ لپاره په نامخامخ ډول هڅې کوي، د رواني جگړې له وسایلو څخه شمېرل کیږي.

"رواني جگړې کله کله تر تودو شخړو ډېر ارزښت لري او د وسله والو ځواکونو لپاره، یا د فعال سیاست او ډېپلوماسۍ لپاره یوه ستره وسیله ده."

اوس مهال په افغانستان کې له څو خواوو رواني جگړه روانه ده.

تر ټولو مخکې، امریکا او ناټو غواړي د ځینو وسایلو په کارولو خلک او ټولنه د خپل سیاسي دریځ، عملیاتو او پلانو ترشا ودروي.

امریکا په وروستیو کلونو کې د مستقیمې رواني جگړې په برخه کې ډېره بریالۍ نه ده.

هغه هم په دې خاطر چې ځینې پروگرامونه یې د افغانستان له ټولنیزو حساسیتو سره سر نه خوري او له افغاني کلتور سره په ټکر کې راځي.

د بېلگې په توگه، دوه کاله کېږي چې امریکا غواړي په افغانستان کې د سیمه ییزو پولیسو پرو‌ژه نه یوازې پر افغان دولت، بلکه پر ولس هم د خپلې یوې مهمې کړنې په توگه وقبلوي.

د سیمه ییزو پولیسو اعلانونه د افغانستان په رسنیو کې د " اې اېل پي" په بڼه راځي چې آن لوستي وګړي هم داسې بولي چې دا کومه اېنجو [نادولتي ټولنه] ده یا امنیتی شرکت دی چې امریکايیان یې چلوي.

له دغو اعلانو څخه برېښي چې حتی د کورنیو چارو وزارت هم په دې برخه کې نه یوازې ونډه نه لري چې ښایي سم خبر هم نه وي.

په همدې توگه دوی مخکې د «پل» په نامه یو پروگرام له طلوع ټلویزیون څخه خپراوه چې هدف یې له افغان ولس سره د امریکایي کار پوهانو د تجربو شریکول و.

هغه دومره کړکیچن او پېچلی شو چې آن افغان کار پوهانو ته هم په زړه پوری را و نه خوت.

د ولایاتو په کچه هم دوی ځینې وختونه دومره لویې تیروتنې کوي چې افغان دولت بیا اړ وځي د لا خرابۍ او بدوعواقبو د مخنیوي لپاره شدیدو اقداماتو ته لاس واچوي.

د امریکا په مالي مرسته په هلمند ولایت کې د یوې سندرغاړې په ګډون پروسږنی کنسرت د دغه ډول تېروتنو یوه بېلګه وه.

د امریکا د رواني عملیاتو هدف دا و چې خلکو ته وښیي هلمند دومره ارام شوی چې اوس په کې خلک په کنسرتونو کې هم ګډون کولی شي او ‌ژوند عادي حالت غوره کړی دی.

د هلمند علماوو، مخه ورو او قومي مشرانو غبرگون وښود.

هلمند ولایت ډېر پام ته اړتیا لري، خو ښځینه کنسرت بیا په لومړیتوبونو کې نه راځي. ولسمشر حامد کرزي په یوه بیړني حکم، د والي مرستیال او څو نور چارواکي چې د کنسرت په جوړولو کې یې لاس درلود، له کاره ګوښه کړل.

په همدې توگه په لویه کچه د امریکایي رسنیو له لارې پر افغان حکومت نیوکې په هغو ستراتیژیکو تېروتنو کې راځي چې منفي اغېز یې د اوږده مهال لپاره پاتېږي.

زه د افغان حکومت د ناسمو کړنو ننګه نه کوم، خو له منطقی پلوه هغه یوازینۍ لاره چې په افغانستان کې امن او ثبات راوستلی شی، هغه یو پیاوړی نظام دی.

په نړیواله او ملي کچه د رسنیو له لارې د افغان دولت سپکولو، تر اوسه نه یوازې سمه نتیجه نه ده درلودلې، چې د هېواد د واکمنې کړۍ او واشنګټن تر منځ یې واټن هم ډېر کړی دی.

امریکایي چارواکي ادعا کوي چې رسنۍ یې آزادې دي او دوی پرې ولکه نه لري، خو هرکله چې مستقیمې ډېپلوماسۍ نتیجه نه ده ورکړې، بیا لیدل شوي چې هغوی د رسنیو له لارې زور راوړی دی چې دا اوس یو بربنډ شوی تکتیک دی او ځکه یې خپل اغېزمنتوب هم نور بایللی دی.

د ٢٠٠٩ کال د ټولټاکنو پر مهال، امریکا مهمو رسنیوته مالي مرسته ورکوله چې د هغوی په سلو کې ۷۵ سیاسي بحثونه په ټاکنو کې پر درغلیو راڅرخېدل.

په پای کې بیا خپله امریکایی چارواکو اعلان وکړ چې د انتخاباتو د دویم پړاو ترسره کول ګران دي او په دې ډول یو ټپي حکومت رامنځ ته شو چې اوس په خپله اړ دي له همدغه ټپي حکومت سره کار وکړي.

"د ٢٠٠٩ کال د ټولټاکنو پر مهال، امریکا مهمو رسنیوته مالي مرسته ورکوله چې د هغوی په سلو کې ۷۵ سیاسي بحثونه په ټاکنو کې پر درغلیو راڅرخېدل."

د همدغه ناسم پروګرام له لاسه، اوس هغه عام باور ټیټ شوی چې افغانانو د امریکا پر تګلارو درلود.

خلک داسې انګېري چې امریکا څو اړخیزه لوبه کوي او افغانان په دې لوبه کې اساسي ونډه نه لري.

د پاکستان پر وړاندې د امریکا سیاست یو له هغو بنسټیزو مسایلو څخه دی چې د خلکو د باور په ټیټولو کې یې ډېره مخامخ ونډه درلودلې ده.

پاکستان له څو کلونو راهيسته په خورا لوړه کچه د ناټو پر ضد رواني جگړه نښلولې، خو امریکا یې په اړه کوم خاص غبرگون نه دی ښودلی یا یې له افغانستان سره په دې برخه کی بنسټیزه مرسته نه ده کړې.

گاونډي هېوادونه او په خاصه توگه ایران او پاکستان هم په خپل وار د رواني جگړې او نرم نفوذ په کارولوغواړي چې د افغانستان پر ټولنه او سیاست اغیز ولري.

دوی نه یوازې چې د افغانستان په سیاسي کړیو کې خپلو نفوذي کسانو ته مالي او سیاسي مرستې ورکوي، بلکه د رسنیو له لارې هم خپل سیاسي اهداف پر مخ بیایي.

د پاکستان د رواني جگړې اغیزمنتیا د جهاد د وخت په پرتله ‌ډیره کمه شوې ده.

افغانان پرته له دې چې په کوم قوم یا ولایت پورې تړاو لري، پوهېږي چې پاکستان د یوه قوي او ټینګ افغانستان غوښتونکی نه دی او د ترهگرو او طالبانو ملاتړ کوي.

پاکستان چې هر څومره هڅه وکړي د رواني جگړې له لارې خپل دریځ د افغانانو ترمنځ لا پیاوړی او ټینگ کړي، تر هغو یې چې د دولتي ضد ډلو او ډلګیو له ملاتړ څخه لاس نه وي اخیستی، ډېر اغېز به ونه لري.

خو د ایران رواني عملیات په افغانستان کی پېچلي او غیر مستقیم دي.

ځینو مدرسو ته مالي مرسته، د څو ورځپاڼو تخنیکي او مالي ننګه، د ځینو ټلویزیوني شبکو مالي ملاتړ او په لوړه کچه د امریکا له سیاست سره مخالفت، د دوی د رواني جگړې اړخونه جوړوي.

"د پاکستان د رواني جگړې اغیزمنتیا د جهاد د وخت په پرتله ‌ډیره کمه شوې ده."

یو شمېر ټلویزیوني شبکې شته چې پرته له کومې څرگندې او جوتې عایداتي سرچینې، د رواني عملیاتو له کړیو څخه د تر لاسه کړو مالي مرستو پر مټ، ۲۴ ساعته خپرونې لري.

په دې تړاو د افغان دولت سیاسي دریځ د لوی لاس غفلت (یا سترګې پټول) دي.

سره له دې چې په دې اړه کافي اطلاعات هم شته، واکمنې سیاسي کړۍ دا هوډ نه لري چې په افغانستان کې د گاونډیو هېوادو د رواني عملیاتو مخه ونیسي.

د افغانستان گاونډیان حق لري چې له نرم او مشروع نفوذ څخه کار واخلي، خو د نرم نفوذ او رواني عملیاتو تر منځ لوی توپیر دی.

ځینې نور هیوادونه هم شته چې غواړي د افغانستان پر تګلارو د نرم نفوذ وسایل وکاروي، خو د دوی اهداف هرو مرو بی ثباتي رامنځته کول نه دي.

کیدای شي چې د همغږۍ د نشتوالي په خاطر د دوی پروگرامونه کله ناکله د افغانستان له ملی گټوسره په ټکر کې راشي، خو په لویه کې یې تګلارې د افغان دولت د څپڅپاندۍ لپاره نه دي.

ځینې وختونه د افغانستان پر مدني ټولنې هم له دې امله نیوکې کېږی چې دریځونه یې ډېر ځله د هغو هېوادو پر لیکه سم وي چې دوی ته مرستې ورکوي او خپلواک دریځ نه لري.

"د افغانستان گاونډیان حق لري چې له نرم او مشروع نفوذ څخه کار واخلي، خو د نرم نفوذ او رواني عملیاتو تر منځ لوی توپیر دی."

شک پر دې شته چې هغوی هم ښايي د رواني جگړې له وسایلو او عواملو څخه وي. که چېرې د افغانستان مدني ټولنې غواړي چې دغه شکونه له ځانه لېرې کړي، باید خپلې مالي سرچینې خلکوته وښيي او هم په ځینو مسالو کې خپل دریځ لا خپلواک کړي.

د ملي احصاییې دفتر د یوه وروستي څېړنیز رپوټ له مخې، هره ورځ په ټول افغانستان کې ۱۹۰۰ ساعته راډیویي او ۱۵۰۰ ساعته ټلویزیوني پروگرامونه خپرېږي. له دې ډلې څخه یوازې تر ۳۰ سلنې لاندې یې د افغانستان د دولت په کنټرول کې دي او نورې ټولې یې خصوصي دي.

د افغانستان د ملی عوایدو او اقتصاد په پام کې نیولو سره سړی په ډېرې آسانۍ کولی شي دې نتیجې ته ورسېږي چې دومره پراخې خصوصی رسنۍ نه شي کولى چې یوازې د اعلاناتو په ګټه ځان وچلوي او خپل لګښتونه پوره کړي.

امریکاییان او افغان دولتي چارواکي په دې سره یوه خوله دي چې د شتو امکاناتو کارول هغه اغېزمنتیا چې په کار ده، نه لري.

یو خو دا چې د افغان دولت تبلیغاتي تګلاره اوس په ځینو برخوکې له امریکا سره په ټکر کې ده.

"د دې لپاره چې نامنظمې جګړې و ګټل شي، د تبلیغاتي او رواني جګړې منظمولو او همغږي کولو ته اړتیا ده."

دا یو دلیل دی چې دغه ستر امکانات په نا منظمه بڼه مصرفېږي او په نتیجه کی نه یوازې یوه واحده لاره خلکوته نه ښیي، بلکې اختلافاتو ته هم لمن وهي.

کله چې امریکاییانو ونه غوښتل د بګرام ځینې بندیان افغان دولت ته وسپاري، حامد کرزي دغه کسان غولېدلي افغانان وبلل چې ناسم زندان ته اچول شوي دي.

امریکا بیا وایي چې دوی خطرناک او له استخباراتي پلوه ګټور کسان دي چې افغان دولت یې د ساتنی وس نه لري او په دی ډول هڅه کوي چې د افغانانو ذهنیت ځان ته ورواړوي.

خو هغه څه چې په دې منځ کې قربانی کېږي، هغه افغان ‌ذهنیت دی.

عامو وگړو ته ګرانه ده چې د دغو دوو سره ویشل شویو دریځونو په منځ کې ځانته لار ومومي.

د دې لپاره چې نامنظمې جګړې و ګټل شي، د تبلیغاتي او رواني جګړې منظمولو او همغږي کولو ته اړتیا ده.

نظامي کار پوهان د تاریخ د نامنظمو جگړو د تجربو له مخې وایي چې د دغسې جنگونو په گټلو کې په سلوکې ۸۰ سیاسي او تبلیغاتي کار اړین دی او پاتې یې توپک. داسې برېښي چې دا فورمول په افغانستان کې سرچپه کارېږي

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .