کله به افغانستان د کډوالو ستنيدا ته چمتو وي؟

د خپريدو وخت: 11:18 گرینویچ - دوشنبه 17 ډسمبر 2012 - 27 لیندۍ 1391

د افغانستان د کډوالو د چارو د وزير ډاکتر جماهر انوري له خولې ويل شوي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسيدو په اړه د پاکستان پريکړه يو اړخيزه او غير عادلانه بللې ده.

د افغانستان د کډوالو د چارو د وزير ډاکتر جماهر انوري له خولې ويل شوي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسيدو په اړه د پاکستان پريکړه يو اړخيزه او غير عادلانه بللې ده.

د ښاغلي انوري له خولې افغان رسنيو وويلي د ډسمبر د مياشتې په ٧ او ٨ نېټه په لاهور کې د افغانستان، پاکستان او يو اين ايچ سي ار ترمنځ غونډه کې افغان حکومت داغوښتنه وکړه چې افغان کدوالو ته دې د نورو درو کلونو لپاره پاکستان کې د اوسيدو اجازه ورکړي او د پاکستان لومړي وزير ژمنه وکړه چې دا قضېه به په پارلمان کې راپورته کړي.

خو اوس د افغان وزير په وينا پاکستاني چارواکي له خپلې ژمنې په شا شوي او پريکړه ېې کړې ده چې افغان کډوال به ايله ٦ مياشتي په پاکستان کې د اوسيدو اجازه ورلري.

په پاکستان کې نژدې دوه ميليونه کډوال ژوند کوي چې د ناثبت شويو د ايستلو وروستۍ نېټه يې د تير اگست په مياشت کې پوره شوه.

په تېرو١٠ کلونو کې څو ځله اسلام آباد افغانانو ته د وتلو وروستۍ نېټې ټاکلې او بيا غځولې دي.

دا اونۍ ستاسې نظر کې له تاسې اورو چې ولې افغان کدوال زړه نه ښه کوي چې خپلو مېنو ته ستانه شي؟ څه انديښنې لري؟

له افغان حکومته د کډوالو تمې او غوښتنې څه دي؟

که په دې اړه پروگرام کې برخه اخيستل غواړئ د سه شنبې د ماښامنۍ خپرونې پرمهال په ٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩ زنگ راووهئ

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .