ډاکټر که قصاب: طبي اخلاق او اخلاقي ربړې

د خپريدو وخت: 19:40 گرینویچ - پنجشنبه 20 ډسمبر 2012 - 30 لیندۍ 1391

د طبي اخلاقو تر ټولو زوړ لاسوند د لرغوني یوناني درملګر، هېپوکرېټ، نه راپاتې پاڼه ده.

لرغونی یوناني تاریخپوه هېرودت لیکي چې د پاړس نامتو باچا داریوش یوه ورځ یونانیان خپلې ماڼۍ ته راوبلل، او ورته یې وویل چې که دوي د خپلو پلرونو مړي وخوري نو دی به ورته ډېرې شتمنۍ ورکړي.

یونانیانو دا یوه نادوده وبلله او په هېڅ بیه داسې کولو ته تیار نه شول.

خو کله چې داریوش همدا بلنه د هندیانو یوې داسې قبیلې ته ورکړه چې د پلرونو د مړو خوړل یې یو سپېڅلی دود و، نو چا پرې چورت خراب نه کړ.

داریوش چې بیا همدې قبیلې ته د خپلو پلرونو د مړو د سوځولو وویل، نو ټول له داریوش نه سخت خواشیني شول او له داسې کولو نه یې په کلکه ډډه وکړه.

له دې کیسې نه هېرودت له نن څخه ۲۵ پېړۍ اګاهو دا پایله اخیستې وه چې د ولسونو دودونه له یو بله پراخ توپیرونه درلودلی شي، او هر ولس پخپلو دودونو ښه پوهېږي.

دا دی ۲۵ پېړۍ وروسته هم د تاریخ د پلار، هېرودت، په دې اند ټکي کې ډېر بدلون نه دی راغلی.

اخلاقي ارزښتونه د جغرافیې، مهال، فرهنګ، دود، او مذهب سره بدلېږي.

ډېر داسې دودونه چې په یوه ټولنه کې سپېڅلي دي په بله کې به د منلو وړ نه وي. ډېر داسې کړه وړه چې په یوه تاریخي مقطع کې دروند ټولنیز دود بلل شوی دی په بله کې د جرم تر پولې پورې ناسم بلل شوی دی.

که څه هم روغتیایي ډګر کې رامنځ ته کېدونکو پرمختګونو، او کله نا کله ټولنیزو نا انډولیو، وخت ناوخته د درملګرو مسلکي سپېڅلتیا ننګولې ده، خو په ټوله کې طبي اخلاق د نورو اخلاقي ارزښتونو په پرتله ډېر لږ د تاریخي، فرهنګي، ټولنیزو او نورو توپیرونو ښکار شوي دي.

د طبي اخلاق بنسټیز اړونه

  1. ځانواکي
  2. برابري
  3. ښه کول
  4. زیان نه رسول

د طبي اخلاقو تر ټولو زوړ لاسوند د لرغوني یوناني درملګر، هېپوکرېټ، نه راپاتې پاڼه ده.

دا پاڼه چې نن د هېپوکرېت لوړه نومېږي د یو شمېر اخلاقي ژمنو مجموعه ده چې درملګر یې په لوستلو سره د یوناني خدای، اپولو، په نوم لوړه یادوي چې یوازې د ناروغ د ګټې لياره به کار کوي، د ناروغ راز به خوندي ساتي، د درملګرۍ د مسلک پالنه به کوي او نورې ورته ښېګڼې.

نږدې دوه نیم زره کاله وروسته نن هم د هېپوکریت لوړه کې یادې شوې ښېګڼې په خپل ځای ارزښت لري.

خو د تېرې پېړۍ په اوږدو کې د روغتیایي ډګر بېساري پرمختګ هرڅه بدل کړي دي. که له یوې خوا د روغتیاپالنې او درملګرۍ حیرانونکې ودې رنځور انسانان له بل هر وخت نه ډېر روغې څټې ته هیله من کړي دي، له بلې خوا د ننګونکو رنځونو وختي تشخیص درملګر د نوو ډغرو سره مخ کړي دي.

ډاکټران او روغتیاپالان اوس د تاریخ له هر تیر پړاو نه لا ډیر د جدي او کلکو ننګونو سره مخ دي. د ټولنې او وګړو توقعات او غوښتنې له طبی نړۍ نه لا ډېرې شوي دي، او د ناروغیو په درملنه کې د ډاکټرانو پاتې راتلل له هر بل وخت نه ډیر زړونه ماتوي.

خو د طبي او مسلکي ننګونو سره ډغرې د دې ډګر یواځنۍ ستونځه نه ده. هغه څه چې نن سبا تر بل هر وخت نه ډیر اړین بلل کیږي هغه د طبی اخلاقو او پت پالنه ده.

د طب او طبي تکنالوژۍ ودې د ځان سره د اخلاقی ستونځو او ننګونو یوه نړۍ راوړې ده. نننی ډاکټر، په ځانګړې توګه پرمختللو هیوادونو کې، د درملنې د هر ګام پورته کولو سره دې ته اړ دی چې د خپلې درملنې اخلاقي اړخونه وشني.

له بلې خوا په ټولنه کې پراخو روغتیایي ناانډولیو د ټولې انساني ټولنې اخلاقي ارزښتونه ننګولي دي.

په کوما او نه رغېدونکو رنځونو پراته مرګني ناروغانو ته د ژوندي ساتونکو درملو ورکول او درول په ټولنه کې ځورونکي بحثونه پیل کړي دي.

نوو قانوني او ټولنیزو بدلونونو د ډاکټر او ناروغ تر منځ د پېړیو زړه اړیکه په بنسټيزه توګه بدله کړې ده.

"اخلاقي ارزښتونه د جغرافیې، مهال، فرهنګ، دود، او مذهب سره بدلېږي."

اوس دا اړیکه د لارښود او لاروي نه ده، د خدماتو د عرضه کوونکي، او مشتري ده. اوس ډاکټر په ناروغ باندې د خپلې خوښې درملنه نشي تپلی، بلکې مشوره ورکوي.

د داسې لسګونو اخلاقي ستونزو رامخې ته کېدلو له یوې مخې د اخلاقو مانا بدله کړې ده. درملګر او فلسفه پوهان له همدې امله له بېسارو مسلکي ریړو سره مخ دي. خو له دې ربړو سره سره یو شمېر فلسفه پوهانو هڅه کړې ده چې ځینې بنسټیزې لارښونې راوپېژني چې د درملګر مسلکي کړه وړه له اخلاقي پلوه وتلي.

هغه څه چې په ټوله نړۍ کې د ډیرو طبي بنسټونو لخوا نه د پراخ بریده اخلاقي ارونو په توګه منل شوي دي هغه د بیوشمپ او چایلدریس ‌ Beauchamp&Childress له اړخه راپیژندل شوي د طبي اخلاقو څلور لاندې بنسټیز اړونه دي:

۱-ځانواکي Autonomy

۲- برابري Justice

۳- ښه کول Beneficence

۴- زیان نه رسول Non-maleficence

دا څلور ارونه ، که څه هم د ځنې څیړونکو لخوا نه ډیر ساده او تور او سپین بلل شوي دي خو په ټوله کې ډیر پراخ بریده ،او د بیلابیلو کلتوري او دیني چاپیرپالونو سره سمی خوري. دلته هر یو ار په لنډو باندې سپړو.

۱- ځانواکي Autonomy

ځانواکي په دې مانا ده چې ناروغ ته باید د خپلې ناروغۍ په درملنه او سمبالولو کې پوره واک ورکړل شي. د ناروغ هیلو او غوښتنو ته درناوی وشي، او دې ته وهڅول شي چې د خپلې ناروغۍ په درملنه کې منځنۍ ونډه ولري. په خپله ناروغ ته باید د ناروغۍ په اړه او د ناروغۍ د تشخیص او درملنې د پایلو په باب پوره مالومات ورکړل شي، ټولې مثبتې او منفي پایلې ورپه ډاګه شي، او وروستۍ فیصله ناروغ ته پریښودل شي.

په ختیځو هیوادونو کې د طبي کړیو تر منځ یو وران دود دا دی چې ناروغ ډېری وخت وروستی سړی وي چې د خپلې ناروغۍ نه خبریږي. د وژونکو ناروغیو لرونکي ته هیڅ کله د تشخیص، درملنې او د ناروغۍ د پایلې په اړه نه ویل کیږي. دا هغه څه دي چې د طبي اخلاقو د لومړني آر ، یانې ځانواکۍ سره په توپیر کې ده.

۲- برابري Justice

په طب کې برابري په دې مانا ده چې درملګر ته په کار ده په درملنه او د روغتیایې اسانتیاو په ویش کې له مناسب چلند او انصاف نه کار واخلي. که چېرې یو ډاکټر د توکم، رنګ، ژبې، هېواد،شخصی سلیقې ،جنس او جنسي اخلاقو په بنسټ له نورو ښه یا بده درملنه وکړي نو د برابرۍ آر به یې تر پښو لاندې کړی وي. د دې ار پام کې نیول څومره چې ډاکټرانو ته اړینه ده همداسې د یو هیواد د روغتیایي څانګو چارواکو ته هم هرو مرو ده. هرو مرو دا ده چې چارواکي د هیواد بیلابیلې سیمې د روغتیایي اسانتیاوو د ویش له پلوه په مور او میره ونه ویشي.

۳- ښه کول Beneficence

ډاکټر له اخلاقې پلوه په دې ګمارلی دی چې د خپل ناروغ د روغتیا او ښېګڼې لپاره کار وکوي او ناروغ ته ګټه ورسوي. کیدای شي دا کار کله کله د ناروغ او د خپلوانو د غوښتنو او انګیرنو سره په ټکر کې وي. دلته نو بیا ډاکټر ته په کار ده چې له خپل ټولنیز مهارت نه کار واخلي او هغه څه وکوي چې ناروغ ته په ګټه وي.

۴- زیان نه رسول Non-malefincence

د طبي اخلاقو دا وروستي ارونه ، ښه کول او زیان نه رسول، په اصل کې د یو ډېر نري انډول ساتلو ته وایي . ډاکټر باندي نه یوازي دا لازمه ده چې خپل ناروغ ته ښه ورسوي بلکې د زیان رسولو نه تر وروستي بریده مخنیوی وکوي. ډیرې داسې ناروغۍ شته چې درملنه یې د انسان د روغتیا یو بل اړخ ته نه رغیدونکی زیان رسولی شي. په داسې ځایونو کې باید ډاکټر د دې دواړو آرونو پام کې نیولو ته ژوره پاملرنه وکړي .

ډېرې داسې روغتیایي اخلاقي ربړې شته چې د پورته څلورو آرونو تفصیلي سپړل یې اوارولی شي. خو تمه ده چې د طب پرمختګ د ځانه سره نورې ایښنده ربړې هم راوړي، چې فلسفه پوهان به وزګارۍ ته پرېنږدي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .