۲۰۱۲ کال د افغانستان لپاره په څه معنا و ؟

د خپريدو وخت: 07:57 گرینویچ - دوشنبه 31 ډسمبر 2012 - 11 مرغومی 1391

د طالبانو او پاکستان تر منځ، چې د دوی مهم ملاتړی دی، هم اړیکو کې د پام وړ ترینګلتیا رامنځ ته شوه.

نن د ۲۰۱۲ کال وروستۍ ورځ ده. تېر يو کال په افغانستان کې جګړه او د زور زیاتي پېښې د تېر په څېر روانې وې، او هم د جګړې په دغه ناسور کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ د ټکر حالت پر ځای و.

خو د ۲۰۱۲ کال په پای کې ډيپلوماټيک فعاليت تود شو، او لکه څنګه چې ليکوال او خبريال احمد رشيد بي بي سي ویب پاڼې ته په خپله ليکنه کې ويلي د سولې هيلې ورسره لوړې شوې.

ښاغلی رشيد ليکي نوې شوې هيله د پاکستان د پوځ او استخباراتی ادارې (ای اېس ای) دريځ کې پر ډراماټيک بدلون راڅرخېده، چې د لومړی ځل لپاره يې د داسې ګامونو په پورته کولو پيل وکړ چې کېدی شي طالبان له کابل سره خبرو ته اړ کړي.

(ای اېس ای) د کال په اوږدو کې ۱۰۰ کسه هغه طالب مشران او جنګيالي بنديان کړی وو، چې له کابل ادارې، امريکايانو يا ملګريو ملتونو سره يې د خبرو زړورتيا کړې وه.

خو په دسمبر کې (ای اېس ای) ۱۹ یې پرېښودل او ژمنه يې وکړه چې د طالبانو د دویم مقام لرونکی کس ملا عبد الغني برادر په ګډون به نور پاتې هم خوشي کوي.

(ای اېس ای) اوس ژمنه کړې هر طالب چې دوی يې خوشی کوي، له کابل سره به یې د خبرو مېز ته کېناستو ته وهڅوي.

د دغه ډول خبرو له لارې کېدی شي د راتلونکي ۲۰۱۳ کال اوږدو کې پر اوروبند سلا او جوجاړی وشي، چې له مخې به يې امريکا او ناټو ته په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان نه د سوله ييزې وتنې لار هواره شي او داسې هيله به ورسره وی چې د بهرنيانو له وتنې سره به کورنۍ جګړه نه پيلېږي.

د ۲۰۱۲ کال په دویمه نيمه کې د افغانستان، پاکستان او امريکا ليدنې کتنې چې د مرکزي رول هېوادونه بلل کېږي او په افغانستان کې د جوړجاړی په لټه کې دي، د ترکيې، برتانيا او مرکزي اسيا پلازمېنو په کوربه توب وشوې.

"د ۲۰۱۲ کال په دویمه نيمه کې د افغانستان، پاکستان او امريکا ليدنې کتنې چې د مرکزي رول هېوادونه بلل کېږي او په افغانستان کې د جوړجاړی په لټه کې دي، د ترکيې، برتانيا او مرکزي اسيا پلازمېنو په کوربه توب وشوې."

طالبانو د شمالي ټلوالې له استازيو سره، چې مخالفان يې دي، لومړی د جاپان په کيوټو کې په تېر جون کې او بيا په دسمبر کې په پاريس کې وکتل. خو د کال پيل ډېر بريالی نه و. په پټو خبرو کې د پرمختګ هيله ترسره نه شوه، چې د امريکا، جرمني او طالبانو ترمنځ په ۲۰۱۱ کال او د ۲۰۱۲ کال په لومړيو کې په قطر کې وشوې.

د باور جوړونې لومړی تدبير چې په پام کې نيول شوی و، په ګوانتانامو کې د امريکا له لوري د ۵ تنه طالب مشرانو خوشي کول وو چې په بدل کې به يې طالبانو امريکايی سرتېری بو برګډال پرېښود، خو دا چاره سر ته ونه رسېده.

په مارچ کې طالبانو له امريکا سره ټول تماسونه وځنډول، او ويل يې ګنې واشنګټن د بنديانو خوشي کولو په اړه له خپلې خبرې په شا شوی دی. په همدې مهال ولسمشر حامد کرزي هم په قطر کې د طالبانو د تماس دفتر پرانيستې سره مخالفت وښود، په داسې حال کې چې د پاکستان غوسه پر دې پارېدلې وه، چې د قطر بهير کې ورګډ کړی شوی نه و.

د هر لوبغاړي په اداره کې دننه هم سخت درزونه وو. د امريکا پوځ له طالبانو سره د خبرو مخالفت وکړ او هغه ګامونه يې زيانمن کړل، چې د دغه هېواد بهرنيو چارو وزارت له لوري اخيستل شوي وو.

خپل منځي وېش

افغان حکومت هم په ورته ډول له طالبانو سره پر خبرو وېشلی و، او وزيرانو په پرله پسې ډول د حساسو غونډو او سندونو په اړه رسنيو ته معلومات ورکول، چې د سولې بهير پرمختګ زيانمن کړي.

د امریکا د یوې استخباراتي ادارې په اټکل او همدا راز او په دسمبر کې د پینټاګان په یوه رپوټ کې وویل شول، چې طالبان اوس هم هیله مند دي، چې د زور په وسیله کولای شي، پر افغانستان کنټرول تر لاسه کړي او دا چې اداري فساد، ناتوانه حکومت والي او په په پاکستان کې په پرله پسې توګه د طالبانو د خوندي مرکزونو شتون په افغانستان کې د سولې او ثبات د راتلو په وړاندې پراته خنډونه دي.

په همدې حال کې د طالبانو او پاکستان تر منځ، چې د دوی مهم ملاتړی دی، هم اړیکو کې د پام وړ ترینګلتیا رامنځ ته شوه. طالبان په فبرورۍ کې هغه مهال هک حیران شول، چې ورته معلومه شوه، د دوی یو لوړ پوړی مشر او د دفاع پخوانی وزیر ملا عبیدالله اخوند د ۲۰۱۰ کال په مارچ میاشت کې د زړه د سکتې له امله د پاکستان په یوه زندان کې مړ شوی او ای ایس ای دا خبره له دوی پټه کړې وه.

ای ایس ای تر نامعلوم ډول ملا برادر په زندان کې وساته او هر هغه کس یې زندان ته واچاوه، چې له افغان حکومت سره یې خبرې اترې کولې. طالبانو په څرګنده د ای ایس ای او پاکستان د هغه رول غندنه وکړه چې د سولې د بهیر په لړ کې لوبوي.

بل لور ته طالبان هم په دې لړ کې له خپل منځي وېشه خوندې نه وو. د مارچ په میاشت کې طالبانو له غزني او زابل څخه خپل دوه کسه قومندانان د بې نظمۍ په تور ونیول. په دې پسې بله میاشت کې د طالبانو د پوځي کمېسیون درې کسه غړي د فساد په تور ونیول شول.

سخت دریځو طالبانو د وژنو یوه لړۍ پیل کړه، چې د مۍ په ۱۳ نېټه د ملا ارسلان رحماني وژنه د دې لړۍ یوه مهمه پېښه وه.

ملا ارسلان رحماني پخوانی طالب مشر و، چې اوس د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی و، چې له طالبانو سره د روغې جوړې کولو پروسه پر مخ بیايي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د اقتصاد وزیر ملا اغا جان معتصم، چې د طالبانو یو بل مشر و، د سولې د خبرو اترو د پلوي کولو له امله د پاکستان په کراچۍ ښار کې په ډزو ووېشتل شو، چې له دغه بریده ژوندی ووت او له کورنۍ سره یې په ترکیې کې پناه واخیسته.

په ورته مهال د پاکستان، افغانستان او امریکا تر منځ اړیکي هم خړپړ شول. د خپل منځي لانجو ګونجو له امله تر نژدې اوو میاشتو پورې د کراچۍ بندر او افغان پولې تر منځ ستراتېژیکه لار د ناټو اکمالاتي کاروانونو پر مخ تړلې وه.

په مۍ کې د افغانستان په اړه شیکاګو کې رابلل شوې غونډې ته د پاکستان له بللو ډډه وشوه.

د پاکستان پوځ له دې امله په غوسه و، چې د دوی په وینا افغان استخبارات په کونړ کې د سوات د سخت دریځي پښتون مشر ملا فضل الله د شته پټنځای په اړه سترګې پټوي.

فضل الله له خپلو نژدې ۱۵۰۰ ملګرو سره پولې ته څېرمه د پاکستاني پوځ پر مرکزونو خونړي بریدونه وکړل، چې په ځواب کې یې پاکستاني پوځیانو په کونړ او نورستان کې په افغان کلیو د توپخانې بریدونه وکړل.

د خپل منځي اړیکو د ښه والي پر لور لومړۍ اشاره د جولای په میاشت کې هغه مهال ولیدل شوه، چې ای ایس ای د پاکستان لپاره د افغان سفیر عمر داودزي ته په یوه خوندي ځای کې له ملا برادر سره د لږ وخت لپاره د لیدو کتو زمینه برابره کړه.

لفظي شخړه

له دې وروسته نور لیده کاته ونه شول او د افغانستان او پاکستان تر منځ یوه لفظي شخړه ونښته.

د نومبر په میاشت کې نهه کسه طالب بندیان له پاکستاني زندانونو خوشي شول او ورپسې نهه کسه نور هم خوشي شول. د کال په لومړیو کې د ای ایس ای د لارښوونو برعکس خوشي شويو طالبانو ته لوړه ورکړل شوه، چې دوی به خپل ملګري طالبان له کابل سره جوړ جاړي ته تشویق کړي.

له هغه وروسته هغه مهال یو ځل بیا په دې لړ کې وقفه رامنځ ته شوه، چې د افغان استخباراتو مشر اسدالله خالد د یوه ځانمرګي برید په پایله کې سخت ټپي شو.

ولسمشر حامد کرزي د پړې ګوته یو ځل بیا پاکستان ته ونیوله او د دې لپاره په استانبول کې یوه بله غونډه وشوه، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د خپل منځي اړیکو د ښه والي پروسه لا هم سمه پر مخ روانه ده.

اوس د محصول وخت رارسېدلی هر ډول خبرې اترې میاشتو وخت ته اړتیا لري، یا شاید کلونو ته، خو ټول ښکېل لوري او ان طالبان هم اوس غواړي، چې له ۲۰۱۴ مخکې یو اوربند وشي.

که چېرې دا کار وشي، ممکن د کابل او طالبانو تر منځ د واک وېشلو پر سر لا ګټورې خبرې اترې وشي، چې د یوه سیاسي جوړ جاړي لپاره لار هواره کړي.

ولسمشر کرزی د ۲۰۱۴ د ټاکنو لپاره کاندید نه دی، چې دا پخپله د یوه نوي افغان مشرتابه د رامنځ ته کېدو لپاره فرصت دی. د یوه داسې چا د رامخته کېدو لپاره چې طالبان يې د جوړ جاړي لپاره د یوه ملګري په توګه ومني.

د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر جان کیري له سیمې سره ښه بلد دی، نوموړي د تېرو څلورو کلونو په موده کې د کابل او اسلام اباد تر منځ د تاو تریخوالي په کمولو کې مهمه ونډه درلوده او دغه راز سیمه ییز مشران هم پرې باور کوي.

دا په ده پورې ده، چې د افغانستان د سولې بهیر ته هغه اهمیت ورکړي، چې دوی یې د بریا تضمین کړی.

یوه ښه جوړ جاړی د پاکستان په معقولیت او سخاوت پورې تړلی او په سیمه کې د امنیت او ټیکاو لپاره د پاکستاني چارواکو د جذبې اړوند دی.

دا کار به ډېر ژر یو داسې حالت رامنځ ته کړي، چې طالبانو ته کورته له ستنېدو او له کابل سره له جوړ جاړي کولو پرته بله لار پاتې نه شي.

نهايي پرېکړه به بیا هم افغانان کوي، چې د خپل راتلونکي په اړه فکر وکړي او د یوه سوله ییز حل لپاره کار وکړي. راتلونکی ټول کال مهم دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .