۲۰۱۲ د ساینس لپاره څه درلودل؟

د خپريدو وخت: 13:13 گرینویچ - دوشنبه 31 ډسمبر 2012 - 11 مرغومی 1391

د ۲۰۱۲ کال د ساینس مهمې څېرې او پېښې

ساینسپوهانو د خپلو سیاستوالو او اقتصاد پوهو سیالانو سره په توپیر کې یو ډېر بریالی ۲۰۱۲ کال د تاریخ حافظې ته سپارلی دی.

موږ چې د کوم زېږديز کال وروستۍ شپې ورځې تېروو، نژدې هره میاشت یې د ساینس له نژدې هرې څانګې نه په زړه پورې خبرونه درلودل.

له فزیک او ستورپوهنې نیولې تر ژوو، چاپېریال ساتنې پورې، درملګرۍ، روغتیاپالنې او مالوماتي ټکنالوژۍ پورې ساینسي پانګه تر بل هر وخت ډېره بډایه شوې ده.

خو ډېری کتونکي د ۲۰۱۲ کال د ساینسي ویاړونو پګړۍ د فزیکپوهانو په سر تړي.

د همدې کال په جولای کې په یوې لویې او بې سارې فزیکي آزموینې باندې بوختو فزیکپوهانو ولمانځله چې "هېګز- بوسون" ته ورته یو بڅری یې موندلی دی.

سیانس پوهان له تېرې نژدې نیمې پېړۍ راهیسې د یو داسې خیالي بڅري په لټه کې ول چې که څه هم د اتوم تر نورو جوړونکو بڅرو کوچنی دی، خو هر څه ته یې کتله وربخښلې او د نړۍ پنځولو کې یې بنسټیزه ونډه درلودلې ده.

تمه ده چې د دې بڅري موندنه به د کهکشان د پنځون او څرنګوالي په اړه د انسانانو د نورو موندنو پیلامه وي.

د دې بڅري موندنه د تېرې پېړۍ په شپېتمو کلونو کې سپوږمۍ ته د انسان د ختلو هومره ارزښتمنه بلل شوې ده.

خو د ۲۰۱۲ کال په فبروري کې یو شمېر ایټالیا مېشتي فزیکپوهان هغه وخت شرمېنده شول چې د ۲۰۱۱ کال یوه ستره موندنه یې نیمګړې وخته.

د ۲۰۱۱ کال وروستیو کې د فزیکپوهانو دې ډلې هغه وخت ټوله ساینسي نړۍ حیرانه کړه چې د نور یا رڼا نه چټک بڅري د لیدلو دعوه یې وکړه.

دوی موندلې وه چې نیوترینو نومی بڅری د رڼا له بڅرو نه هم چټک ځِغلي.

خو ۲۰۱۲ کال جوته کړه چې د دوی لابراتوار او څېړنه ډېره نیمګړې وه، او موندنه یې هم ناسمه ده.

مریخ ته د ګاډي لېږل

د ۲۰۱۲ کال اګست کې د فزیکپوهانو او ستورپوهانو په ګډو هڅو د تاریخ تر ټولو پرمختللی ګرځنده لابراتوار د یو ۳ متره اوږد او ۹۰۰ کیلوګرامه دروند ګاډي په بڼه د مریخ د ستوا کرښې ته څېرمه کښېنول شو.

کیوریاسټي ګاډي

دا ګاډي چې تر رسېدو ۸ میاشتې د مخه د یو ستورمزلي توغندي په وزرو د فلورېډا له تشیایي ډګر نه توغول شوی و اوس د مریخ له ډاګونو نه د خپلو ساینسي موندنو په رالېږلو بوخت دی.

خو په همدې کال ستورپوهانو مینه والو لپاره نور په زړه پورې خبرونه هم درلودل.

په مارچ کې د ناسا یوې ستورمزلې سپوږمکۍ چې په عطارد را څرخېدله هغه وخت ټول هک پک کړل چې د عطارد قطبونو کې یې کنګلې اوبه ولیدلې.

دا په داسې کال کې ده چې لمر ته د نژدې والي له امله د عطار د غېر قطبي سیمو د تودوخي کچه ۴۰۰ سانتیګرادو ته رسېږي.

د ۲۰۱۲ کال په مې کې د ستورمزلۍ د تاریخ لومړنی شخصي ستورمزلی توغندی تشیا ته وشړل شو.

دې توغندي یوه باروړونکې لارۍ ځان پسې تړلې وه چې د یو قرارداد له مخې یې ناسا ته ۵۰۰ کیلوګرامه توکي، ۴۰۰ کیلومتره بره په تشیا کې د ناسا تمځی ته ولېږدول.

په آګست کې بیا د نړۍ ستورپوهانو او ستورمزلو د خپل یو نامتو سرلاري د مړینې ویر هم وکاوه.

نیل ارمسټرانګ، د تاریخ لومړنی ستورمزلی چې سپوږمۍ ته تللی و په ۲۰۱۲ کال د زړه د جراحۍ له ورپېښې خړپړتیا نه ومړ.

تر ټولو لوړ ټوپ ریکارډ

د ۲۰۱۲ کال اکتوبر کې اتریشي وګړي فلیکس بامګاتنر د هسک له ۳۹ کیلومتره لوړې نقطې نه ځمکې ته ټوپ کړل.

ده نه یوازې د تر ټولو لوړ ټوپ ریکارډ جوړ کړ، د تاریخ د لومړني او یوازیني وګړي په توګه هم وپېژندل شو چې له کومې عرادې نه د باندې یې د غږ له سرعت نه چټک مزل کړی وي.

بیولوژي

په ۲۰۱۲ کال کې د بیولوژي له ډګر نه هم په زړه پورې خبرونه راروان ول.

کال د یو امریکایی لابراتوار له دې خبر سره پیل شو چې د لومړي ځل لپاره یې داسې یوه لابراتواري بیزو زېږولې ده چې د ژوو د دوه بېلا بېلو ډولونو د نطفو له حجراتو نه جوړه ده.

په څېړنه بوختو څېړونکو وویل چې د دوی موندنې به په ریښه یي تکنالوژي او انساني درملنه کې هم ګټورې تمامې شي.

فلیکس بامګاتنر د هسک له ۳۹ کیلومتره لوړې نقطې نه ځمکې ته ټوپ کړل.

په یوه بله ورته څېړنه کې سویسي ساینسپوهانو وشول کولی ګوزڼ وهلي موږکان بیا په پښو وګرځوي.

دوی یو ډول نوي درمل د دې موږکانو د ملا تېر کې پېچکاري کړل او ښې پایلې یې ترې واخیستې.

تمه ښودل شوې ده چې دا درملنه به یوه ورځ په ګوزڼ وهلو انسانانو کې هم د کارولو وړ وي.

بوټي او چارپېريال

د بوټو له نړۍ نه بیا په ۲۰۱۲ کې برتانوي څېړونکو بزګرانو ته زېری درلوده چې په غنمو کې یې داسې ارثي بدلونونه راوستلي دي چې د غنمو کروندې به د ځینې ویجاړونکو حشراتو او چینجیو له یرغل نه خوندي وساتي.

نورو ساینسپوهانو بیا په رومیانو یا ټماټرو کې د داسې ارثي بدلونو د راوستلو خبر ورکړ چې رومیان به تر بل هر وخت ډېر خوندور کړي.

خو په ۲۰۱۲ کال کې د پورته یادو شوو او لسګونو نورو ساینسې پرمختګونو سره سره ډېر کتونکي په دې زړه ماتې دي چې د بېلا بېلو ستونزو له کبله د ساینس په دېرو ډګرونو کې نړیواله ټولنه پاتې راغلې ده.

د چاپېریال ککړتیا، د ځمکې مخ په لوړ تودوخه، او د قطبي واورینو غرونو ویلې کېدل انساني ژوند ته د راروانو ناورینونو ګواښ کوي.

په بې وزلې نړۍ کې د لوږې او لېږدېدونکو ناروغیو له کبله د ملیونونو انسانانو مړینه، او اقتصادي ناانډولي د نړیوالو اخلاق تر هر بل وخت دېر ننګولي دي.

دا داسې څه دي چې د ساینس په مټ یې په آسانه مخنیوی کېدی شي، خو د سیاسي او سوداګریزې ارادې نشتوالی دا هرڅه لا ګرانوي.

را روان ۲۰۱۳ کال که له یوې خوا د ساینس لپاره د نوو موندنو زېري درلودلی شي له بلې خوا تمه دا ده چې د ساینسي سرچینو او وړتیاوو د پرځای نه کارولو ننګونه په خ‍پل ځای پاتې شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .