لونګ، د هميم جلالزي په قلم: فېسبوک

د خپريدو وخت: 12:32 گرینویچ - جمعه 04 جنوري 2013 - 15 مرغومی 1391

هغه کسان چې انټرنېټ ته لاسرسی لري ارو مرو به د فېسبوک اکاونټ هم لري.

دا مهال که شمېرنه وشي نو په افغانانو کې هغه کسان چې انټرنېټ ته لاسرسی لري ارو مرو به د فېسبوک اکاونټ هم لري، بلکې داسې خلک هم شته چې د يوه پر ځای څو اکاونټونه لري.

افغانان خو له لويه سره د نظر په قحط اخته دي، دوی د نړۍ خبر جوړوونکي هېواد خلک دي او سيمه يې هم د نړۍ خبر جوړوونکي سيمه ده خو خپله د ويلو لپاره ډېر څه نه لري.

که په نړۍ کې کوم خبر، راپور او سټوري جايزه اخلي هم، يا به د افغانستان په اړه وي او يا به يې له افغانستان سره يو اړخ تړلی وي او که کوم عکس ته جايزه ورکوله کېږي هم ارو مرو به يې له افغانستان سره يو څه تړاو وي. زموږ د مړو په عکسونه باندې خلکو جايزې واخيستې.

که د نظر او نظر ورکولو په اړه خبرې کوو، نو دوه ډوله افغانان به ومومو. يو هغه دي چې د کهترۍ Inferiority په احساس اخته دي او دويمه ډله بيا نظر نه لري.

له همدې کبله دواړه ډلې د نورو په نظرياتو پسې ګرځي او دغه کار د دوی د ذهن او نظريې د بلوغ او ودې مخه نيولې ده.

په موږ کې داسې خلک هم شته چې خپل نظر او ان خپل ځان ته په درنه سترګه نه ګوري او داسې فکر کوي چې که نظر ورکړي نو سم به نه وي، حال دا چې په بشر کې ټول نظریات سم نه دي، ځينې يې سم وي ځينې بيا داسې وي چې ناسم ثابت شي.

نړۍ چې فېسبوک پيدا کړ خصوصا د ځوان نسل فکر يې ورسره پراخ شو، خو افغانان چې فېسبوک ته راغلل بيا يې هم د ښي او کيڼ له انتخابه پرته درېيمه لاره و نه شوه موندلای او اوس هم په همدغه ګرداب کې راچورلي.

نړۍ له هرې نوې اختراع څخه د بشر، هېواد او ځان لپاره ګټه اخلي خو موږ بيا بل ډول خلک يو، نه يوازې دا چې ګټه ترې نه شو اخيستلای، بلکې تاوان په کې کوو.

کله کله چې څوک دلته د فېسبوک يا په ټوله کې د خواله رسنيو ګټې بيانوي نو وايي په عربي نړۍ کې خو انقلاب دوی راوست. خو زه دې ته حيران يم چې که دا د فېسبوک برکت وای نو تر ټولو زيات يې افغانان کاروي، دلته ولې انقلاب نه راځي.

زما نتيجه دا ده چې وسايل د انقلاب لپاره کافي نه دي، د وسايلو تر شا بايد قوي مغز او قوي فکر موجود وي. د نړۍ هېڅ انقلاب هم یوازې د وسايلو له برکته نه و، دا خبره د افغانستان په اړه ډېره ښه روښانه ده.

کله کله چې څوک دلته د فېسبوک يا په ټوله کې د خواله رسنيو ګټې بيانوي نو وايي په عربي نړۍ کې خو انقلاب دوی راوست.

دلته له ۲۰۰۸ کاله راهيسې فېسبوک هم شته، فساد هم شته، درغلۍ هم شته، نا امني هم شته، د افغانانو تر منځ بې اتفاقي هم شته او خواله رسنۍ هم پراخېدونکې دي.

د دغو شيانو په ورکولو کې خو فېسبوک هېڅ مرسته و نه شوه کولای، بلکې لا يې ورته لمنه ووهله. زموږ د فېسبوک پاڼې د مړو په هديرو بدلې شوې دي.

کله په کې فلسطين ته منسوب د مړو عکسونه ګورو، کله په کې برما ته منسوب جعلي عکسونه ګورو او تر ټولو ترخه دا وي، چې د افغانستان عکسونه يو ځل په واقعي ژوند کې ګورو، بيا فېسبوک ته راپورته کېږي چې تل مو په ذهن کې پاتې شي.

په فېسبوک کې هر څه ازاد دي. هره داسې خبره کولای شې چې په عادي ژوند کې يې نه شې کولای. لږ تر لږه که يې په خپل اصلي نوم و نه کړې نو په جعلي يا "فېک" نوم باندې يې ډېره اسانه کولای شې.

خو دلته د ادبي، سیاسي، فرهنګي او مذهبي متعصبينو کمی هم نشته. دلته د سړي د تکفير خبره هم خلکو ته د ګس لاس کار ښکاري. په يوه شېبه کې به سلو کسانو درپسې پوسټونه کړي وي او تابه تکفير کوي.

زغم

په افغانانو کې چې يو شی کم دی هغه زغم دی. زموږ ټولې ناخوالې له دې کبله دي چې يو د بل پر وړاندې زغم نه لرو. خلک داسې دي چې څومره يې له يو بل سره اړيکي زياتېږي، هومره يې زغم پياوړی کېږي، خو افغانان بيا دا ډول خلک نه دي او په دې برخه کې هم له نورې نړۍ څخه مستثنی دي.

دوی له ډېرو تجربو وروسته هم زغم نه لري. په فېسبوک کې ډېر ښه ښکاري، اکثره خلک د هېچا نظر ته هم درناوی نه لري. دوی ته يوازې ځان او خپل نظر محترم وي.

له همدې کبله په افغانستان کې د فېسبوک کيسه هم داسې ده، لکه زموږ عادي ژوند چې نه مو نيوکه ځای نيسي، نه غوښتنه او نه مو هم نظر د دې وړ شو چې يو څوک پر عمل وکړي.

د ټولنو په جوړېدو او Coexistence يا همزيستۍ کې د زغم فرهنګ لويه ونډه لري، خو موږ ځکه له يو بله نفرت کوو، چې په موږ کې زغم نشته او زموږ تر منځ فاصلې هم له همدې کبله دي.

هر څوک که زما د نظر مخالف وي، بايد نظر يې رد کړم. دلته نو بيا ډلې دي. يو وخت زما دوه ملګري سره خپه شوي و. نو په فېسبوک کې يو بل ته څه لیکلي و. ما يوه ته وليکل چې ته ملامت يې بښنه ترې وغواړه.

هغه راته په ځواب کې ليکلي و چې : "که د کابل ادبي مليشې په کې لاس و نه وهي موږ سره جوړېږو." هغه د ادبي ملېشو ټکی کارولی و، خو په فېسبوک کې، له ادبي مېلشو ونيسه تر سياسي او مذهبي ملېشو پورې ټولې فعالې دي.

افغانانو ته بايد د دې ايوراډ ورکړل شي، چې څنګه کولای شي ژر ژر وړې وړې ډلې تشکيل کړي.

ويل کېږي همدا اوس په عدليې وزارت کې تر سل زيات سياسي ګوندونه راجسټر شوي دي.

د ګوندونو تعدد ته په حقوقي ژبه پلوراليزم وايي، خو په افغانستان کې بيا حالت تر پلوراليزم اوښتی دی، د حقوقي ټرمينالوژۍ استادان کېدای شي دې ته بل تعبیر ولري.

زه چې کله دومره ګوندونو ته ګورم نو انګيرم چې ګني هېڅ داسې افغان به نه وي، چې په يوه سياسي ګوند کې نه وي، خو واقعيت داسې نه دی، دا ګوندونه هر يو د ګوتو په شمار کسان لري، فقط د ولس په منځ کې يې د بېلتون کرښې ژوندۍ ساتلې دي.

د مصر انقلاب

زموږ د سايبر (Cyber ) نړۍ هم همداسې ده. په فېسبوک کې ډلې دي، نو چې ډله دې څومره پياوړې وه، ته به هم سرې سترګې ګرځې.

تر ټولو تندلارې ډلې مذهبي او ادبي متعصيبن دي، چې دواړه په نه خبره سړی تکفيروي او له دوی سره به دې نو دم او قدم دواړه په حساب وي. خو نمک حرامي هم ښه نه ده ما په فېسبوک ډېر خواږه ملګري هم پيدا کړل.

يوبله خبره دا چې موږ په فېسبوک کې پردو ته لاسونه پړکوو يا د مصر اخوانيانو ته دوعاوې کوو يا د پاکستان کرېکټ ټيم ته، حال دا چې موږ په کور دننه څومره ډېرې ستونزې لرو.

دې ته خوښ يو چې په مصر کې اخوانيان د ټاکنو او سوله ييزې مبارزې له لارې واک ته ورسېدل، خو په افغانستان کې ټاکنې "کفري پروسه" بولو او سوله ييزه مبارزه مو نه زده ده او نه مو خوښېږي.

هغه خلک چې د اسلامي برادرۍ په نوم يې مصري اخوانيانو ته لاسونه پړکول هغوی چې راغلل لومړۍ خبره يې دا وه چې: "سنحافظ على المعاهدات والمواثیق الدولیة، لقد جئنا برسالة سلام الى العالم... موږ به ټولو نړيوالو تړونونو ته ژمن پاتې شو او موږ ټولې نړۍ ته د سولې پيغام راوړی دی."

په دې کې له اسرايیلو سره د مصر تړون هم شامل و، خو زموږ فېسبوکي اسلامستانو چې فېسبوک یې د مرسي په عکسونو ډک کړی و هېڅ ونه ويل خو په افغانستان کې بيا دوی له نړيوالو سره اړيکي له هره دود، دستور، اصولو او بل هر څه څخه مخالف بولي.

د مرسي د لومړۍ وينا وروستی ټکی دا و چې:"اننی عازم معکم وبکم على بناء مصر الجدیدة الدولة الوطنیة الدیموقراطیة الحدیثة وفق هویتنا ومرجعیتنا... زه ، له تاسې سره او ستاسې په مرسته د نوي ملتپال ولسواک دولت د جوړولو هوډ لرم چې زموږ د هويت څرګندوی وي."

خو بيا هم همدغو کسانو چې مرسي يې د مهدي تر بریده رسولی و، په دې هېڅ اعتراض و نه کړ او په افغانستان کې بيا دېموکراسي کفر ګڼي، ملتپالنه ورته تر دې هم يو ګام ها خوا ته يو بد عمل برېښي.

اصلي خبره دا ده چې د فېسبوک همدغه ډلې پردۍ پالي دي او د پردي پالو به خپلو ستونزو ته څه ورپام شي يا د خپلې ګټې او تاوان څه فکر وکړي.

تر ټولو بدمرغي دا ده چې په فېسبوک کې هم زموږ خلک په هغو کسانو پسې روان دي چې جغرافيايي پولې يې نه غوښتې، خو د زړونو تر منځ يې لوی لوی دېوالونه ودرول.

دوی اوس هم لا دې پايلې ته نه دي رسېدلي چې اول بايد د زړونو تر منځ پولې ورانې او ديوالونه ړنګ شي، بيا له هغه وروسته له جغرافيایي پولو سره ګورو.

دوی لا هم لګيا دي او په خواله رسنيو کې د جغرافيايي پولو د ړنګولو لپاره کمپاین کوي، خو د زړونو تر منځ ديوالونه دروي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .