ډرون ضد لېزر تکنالوژي وازمویل شوه

د خپريدو وخت: 09:23 گرینویچ - چارشنبه 09 جنوري 2013 - 20 مرغومی 1391

په دې سیسټم کې دوه وسلې کارول شوې، چې له یوه کیلومیتر واټن څخه فولادي ستنې څېرلای شي.

جرمني کې یوې کمپنۍ داسې دفاعي سیسټم جوړ کړی، چې له نژدې یو نیم کیلومتر واټن څخه دوې بې پیلوټه الوتکې په نښه کولای شي.

د جرمني راین مېټل دفاعي کمپنۍ دغه لېزر سیسټم ازمېښت کړی دی.

کمپنۍ د دغه سیسټم په جوړولو کې له ډېرو پیاوړو لېزر الاتو څخه ګټه پورته کړې چې پر مټ یې بې پېلوټه الوتکې، چې په ګړندیتوب سره حرکت کوي په نښه کېدای شي.

په دې سیسټم کې دوې وسلې کارول شوې، چې له یوه کیلومتر واټن څخه فولادي ستنې څېرلای شي. د کمپنۍ مسوولین وايي د دغه سیسټم په ګرځنده کولو کار کوي، چې په اسانۍ سره له یوه ځایه بل ته ولېږدول شي. دوی وايي هڅه کوي دغه سیسټم کې داسې توپونه ځای پر ځای کړي، چې خپله کارېږي.

د دوی په وینا دغه سیسټم ۵۰ کیلو واټه قوت لري او په کې د شته راډار او اپټیکل سیسټم په مرسته د بې پیلوټه الوتکو څارنه کېږي، چې په خورا ګړندیتوب سره حرکت کوي.

د کمپنۍ مسوولین وايي د دغه سیسټم پر مټ یې یوه بې پیلوټه الوتکه د هدف لپاره ټاکل شوي ځای ته له رسېدو سره سم په نښه کړه، چې په یوه ثانیه کې یې ۵۰ متره پرواز کاوه.

په دغه لېزر سیسټم کې د ۱۵ ملي متره پنډ فولادي تیر له منځه وړلو وړتیا شته.

"کمپنۍ د واورین او باراني موسمونو په شمول، په هر ډول موسم کې د دغه سیسټم ازمېنه کړې ده."

کمپنۍ د واورین او باراني موسمونو په شمول، په هر ډول موسم کې د دغه سیسټم ازمېښت کړی.

د کمپنۍ چارواکي وايي پلان لري، چې په ډول- ډول حرکت کوونکو ګاډو د دې سیسټم ازمېښت وکړي او پرې د پاسه ۳۵ ملي متره توپونه نصب کړي.

یو شمېر هېوادونوکې دفاعي تجهیزات جوړوونکې کمپنۍ د لېزر تکنالوژي درلودونکو وسلو په جوړولو کار کوي.

د ۲۰۱۰ کال په یوه نندارتون کې چې د هوايي دفاعي تجهیزاتو جوړونکو کمپنیو له خوا جوړ شوی و، یوې امریکایي کمپنۍ ځانګړی لېزر وړاندې کړ، چې الوتکې په نښه کولای شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .