ستاسې غږ: ايا افغانستان کې د امريکايي عسکرو د پاتې کېدو اړتيا شته؟

د خپريدو وخت: 14:08 گرینویچ - چارشنبه 09 جنوري 2013 - 20 مرغومی 1391

ستاسې غږ خپرونه هره اوونۍ د پنجشنبې په ورځ خپرېږي.

د جمعې په ورځ سپينې ماڼې کې د افغانستان او امريکا د ولسمشرانو ترمنځ د کتنې په درشل کې يوه امريکايي چارواکي داخبره هم نه ده رد کړې چې ښايي له ٢٠١٤ کال وروسته يو امريکايي عسکر هم افغانستان کې پاتې نه شي.

په همدې پلمه د دې اوونۍ د ستاسې غږ په پروگرام کې پردې خبرې کوو چې:

_ آيا دې ته اړتيا شته چې امريکايي عسکر دې افغانستان کې پاتې شي؟

_ نه شتون به يې افغانستان ته څه احتمالي پاېلې ولري؟

_ که پاتې کېږي، نو په څومره شمېر کې اوله کومو د ندواو شرايطو سره.

که په دې اړه پوښتنه، وړانديز او نظر لري نو د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شمېره راته زنگ ووهئ

٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

د لنډ تېلې فوني پیغام یا ایس ایم ایس له لارې هم خپلې نظرېې او پيغامونه استولي شئ، شمېره يې ده

٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨

په پښتو فيسبوک کې هم خپل پيغانونه پريږدئ او ايميل هم را استولى شئ

Pashto@bbc.co.uk

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .