لونګ، د هميم جلالزي په قلم: دال او سياست

د خپريدو وخت: 12:51 گرینویچ - جمعه 11 جنوري 2013 - 22 مرغومی 1391

دلته هر څوک سياستوال دی خو ډېر لږ مو سياستپوهان دي.

زه د نورې نړۍ په اړه دقيق معلومات نه لرم، خو چې افغانستان ته ګورم نو داسې راته ښکاري چې د دغه وږي، جګړه ځپلي او نا امنه هېواد د وګړو په څېر به د نړۍ د يوه هېواد وګړي هم له سياست سره زياته لېوالتيا نه لري.

دا د هغه ولس وګړي دي چې د ناسمو سياستونو پايلې يې هم تجربه کړي او پر دې هم پوه دي، چې د افغانستان په څېر به نور ډېر لږ هېوادونه وي چې د سياستوالو د ځانغوښتنې، ناسمو سياستونو او له سياست سره د تړلو موضوعاتو له کبله دې داسې وران ويجاړ شوی وي.

دلته هر څوک سياستوال دی خو ډېر لږ مو سياستپوهان دي. دلته پر سياست تر پوهې مخکې بايد خلک سياستوال شي، خو په نوره نړۍ کې بايد اول پر سياست پوه شي او وروسته سياستوال شي.

خير افغانستان خو په نورو برخو کې هم له نورې نړۍ سره داسې توپیرونه لري چې استثاء ګانې ورته ويلای شو.

يوه لويه استثنی يې دا ده، چې د نړۍ په لسګونه هېوادونو کې خپل منځي شخړې او جګړې روانې دي، خو له افغانستان (او پښتونخوا) پرته په يوه هېواد کې هم ښوونځي نه سووځول کېږي.

دويمه استثنی دا ده چې په نړۍ کې خلک د قانون تابع وي او په افغانستان کې بيا قانون بايد د خلکو تابع وي. نورې هم ډېر استثنی ګانې شته.

په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې ملي ټلوېزيون له هر نوماند سره مرکې کولې نو له ځينو نوماندانو څخه به يې د پلان او ستراتيژي پوښتنه وکړه، ده به لنډه ورغبرګه کړه، چې دا هر څه زما په ذهن کې دي اوس يې ځکه نه وايم چې بيا يې نور کانديدان زده کوي.

د خندا خبره وه خو په افغانستان کې يې بازار درلود. له يو بل نوماند څخه خو د کورنيو چارو وزیر يو غير رسمي شکايت وکړ، چې وايي د نوماند د ساتنې لپاره د ګمارل شوي پوليسو شکايت تر ما را رسېدلی دی.

"د نړۍ په لسګونه هېوادونو کې خپل منځي شخړې او جګړې روانې دي، خو له افغانستان (او پښتونخوا) پرته په يوه هېواد کې هم ښوونځي نه سووځول کېږي."

دوی ويل موږ نوماند ته په يوه کوڅه کې ولاړ يو او دی پر خپل بايسکل سپور شوی وي، د کابل ښار بلې سيمې ته يې ځان رسولی وي، بيا موږ له شا ګاډی ورپسې ځغلوو چې نوماند پيدا کړو.

په ادبياتو کې يوه خبره مشهوره ده، وايي څوک چې شعر نه شي ليکلای، هغه کره کتونکی شي او په افغانستان کې د سياست په ډګر کې همداسې ده.

هغه خلک چې په ژوند کې بل کار نه شي کولای هغه سياست ته را ودانګي، ګوند جوړکړيۇ، د سياسي چارو شنونکي شي، د دولت منتقد شي او بالاخره بيا يوه څوکۍ هم پيدا کړي.

په افغانستان کې نن سبا سياست د ټلوېزيون او راډيو له ګردي مېزه راپيلېږي. دلته اوس د سياستپوهنې پر وچو کلکو تيوري ګانو باندې څوک سر نه خوږوي.

دا نو بس هغسې ځای دی چې سړی د هر ډول خبرو تمرین پرې کولای شي.

موږ په مدرسه کې و، بيا به هره شپه د ماخوستن تر لمانځه مخکې په نوبت يوه يوه طالب وعظ کاوه. زه په ۱۱ ټولګي کې وم، کشر وم خو مجبور وم، چې د سلګونو کسانو په مخ کې و درېږم او وعظ وکړم.

دا نو د ملايۍ او امامت لپاره د تمرين لومړني مراحل و. که مې نوبت نه وای تېر کړی، نو له مدرسې څخه د اخراج په ګډون، کېدای شوای غذايي بنديزونه هم راباندې لګېدلي وای، ډېرې نورې سزاوې هم وې چې شونې وه زه ورسره مخامخ شم.

يوه ورځ مې د وعظ نوبت شو. پېنځه حدیث مې د کاغذ پر مخ وليکل او جومات ته ولاړم. د تبليغ وخت را ورسېده ودرېدم تبليغ مې شروع کړ، خو تر پايه پورې له وارخطايۍ په دې نه شوم پوه، چې څوک راته ناست دي او کنه؟

"زموږ خلک په سياست روږدي شوي دي او سياست يې ان بيخي په روحياتو باندې تاثير کړی دی. "

نه پوهېږم څومره تېروتنې به مې کړې وي، څېره به مې څومره ګډه وډه، خو وارخطايۍ داسې کړی وم چې دا هر څه راڅخه هېر وو.

همدغه کارپوهان هم همداسې وي. د بحث تر اخره داسې خبرې کوي، سړی فکر کوي چې په دې نيت غږېږي، چې بحث به يې هېڅوک هم نه ګوري او نه به يې اوري، ځکه داسې شيان وايي چې وروسته به يې خپله هم د اورېدو او ليدو زغم نه لري.

په سياست کې ښکېلتيا

د نورې نړۍ له خلکو ډېر خبر نه يم، خو په افغانستان کې رښتيا هم سياست د خلکو له ژوند سره اوس تړل شوی دی. دومره معلومات لرم چې په نوره نړۍ کې د خلکو تر منځ يوازې د ټاکنو پر مهال د سياست موضوع يو څه ګرمه وي او له هغه وروسته يې هېرېږي، خو دلته د جومات له مخې، د ویالې پر غاړه، په کلي، په ښار او په بل هرځای کې خلک سياست کوي يا لږ تر لږ د سياست په اړه بحثونه کوي.

دوی د راډيو او ټلوېزيون له خبرونو وروسته هم، درنګ ساعت بايد تبصرې وکړي. تاسې يوه ورځ ورسره کښېنئ دوی به ستاسې په اړه هم تاسې ته داسې جالبې خبرې وکړي، چې فکر به يې نه کوئ.

زموږ خلک په سياست روږدي شوي دي او سياست يې ان بيخي په روحياتو باندې تاثير کړی دی. زموږ استوګنځي ته يو هوټل رانژدې دی، اکثره وخت چې ملګري وي هلته ډوډۍ ته ورځو.

د دې هوټل کارکوونکي پاکستانيان دي، هندي، پاکستاني او چينايي خوراکونه لري. زه چې هر وخت له ملګرو سره دې هوټل ته ځم نو چې مينو ګوري اوله خبره يې دا وي چې: "دال خو مه راغواړئ، پاکستانی خوراک دی."

څو ورځې مخکې په کابل کې ملګرو غوښتل چې ماښام چېرته سره کښېنو. يوه ملګري د يوه هوټل نوم واخيست، چې د ناستې ښه ځای لري ارام دی. بل ورته وويل هغه ته خو ځکه نه ورځو، چې کارکوونکي يې پاکستانيان دي او زه نه غواړ م چې خپلې پيسې پاکستان ته ولېږم.

په هر څه کې د پاکستان مداخلې او بيا په هر څه کې د پاکستان نوم اخيستلو موږ په اروايي ډول حساس کړي يو.

"په هر څه کې د پاکستان مداخلې او بيا په هر څه کې د پاکستان نوم اخيستلو موږ په اروايي ډول حساس کړي يو."

زه د سياست له زاويې د پاکستان په اړه ډېر څه نه وايم. پاکستان او نور ډېر ګاونډي افغانستان ته ښه نيتونه نه لري.

موږ ټول وينو چې پاکستان په افغانستان کې څه ډول رول لوبوي، له موږ سره يې دښمني او دوستي څنګه ده او د افغانستان په کورنيو چارو کې يې لاسوهنه څنګه ده؟

خو جالبه دا ده چې موږ د پاکستان مداخلو او په هر څه کې د پاکستان نوم اوس له خوراکونو او په تېره بيا له دال سره حساس کړي يو.

زما خپله هم د خوراک په توګه دال بد نه راځي، خو زړه مې نه غواړي چې ويې خورم، پاکستان مې ذهن ته راځي.

په افغانستان کې دال ته په داسې سترګه کتل کېږي، چې ګنې د پاکستان استازی دی او ځينو خلکو ته بيا د پاکستانيت سمبول ښکاري.

"په افغانستان کې دال ته په داسې سترګه کتل کېږي، چې ګنې د پاکستان استازی دی او ځينو خلکو ته بيا د پاکستانيت سمبول ښکاري."

دال خور او دالخورګي اوس زموږ د ښکنځلو يوه برخه جوړه شوې ده او په دې کې د سياست رول فوق العاده زيات دی.

د پېښور يوه ملګري کيسه کوله، چې په پاکستان کې مو يو ګاونډی پنجابی او بل افغان کډوال دی. وايي يوه ورځ له کوره راوتم چې د همدغه دوو ماشومان په خپلو کې سره په جنګ دي.

پنجابی ورته نورې ډول ډول ښکنځلې کوي، خو افغان ورته وايي، چې د دال خور زويه او د دالخور بچيه...

مينه او کرکه

کله چې د خلکو فردي ژوند او خوراکونو ته سياست ورسېږي نو بيا يې بايد ومنو، چې دلته سياست رښې غځولې دي، خو د افغانانو بدمرغي دا ده چې زموږ د سياستونو يوه لويه برخه يوازې د خلکو د اذهانو پر مشغوشتيا تېرېږي نه دا چې موږ د خلکو له همدغې لېوالتيا څخه مثبته ګټه واخلو.

موږ له همدغې لېوالتيا سره سره پر خلکو باندې د يوه ښه کار د کولو جوګه نه شو. له پاکستان سره همدومره کرکې بايد د افغانانو په زړونو کې د هېواد همدومره بلکې تر دې څو ځله زياته مينه پيدا کړې وای.

خو افغانان نورو ته بد وايي او له خپل هېواد سره هم مينه نه لري. زما سوال هغو کسانو ته چې له سياست سره نژدې دي دا دی چې پر خلکو کار وکړي او له سياست سره د لېوالتيا له فرصت سره استفاده وکړي، د خلکو په زړونو کې د هېواد مينه ور واچوي.

هېوادونه له نورو سره کرکه هومره اسانه نه شي جوړولای، لکه په خپله له هېواد سره مينه چې يې جوړوي.

"هېوادونه له نورو سره کرکه هومره اسانه نه شي جوړولای، لکه په خپله له هېواد سره مينه چې يې جوړوي."

اکثره هېوادونه په خپلو منځو کې له يو بل سره تر دې زياته دښمني او کرکه لري، لکه موږ چې يې له پاکستانه سره لرو، خو هغوی کرکه پر خپل ځای کوي نور ټول وخت له خپل هېواد سره مينې ته ورکوي.

هند او پاکستان له يو بل څخه نهايي کرکه لري، خو له خپلو هېوادونو سره هم همدومره مينه لري.

زما په نظر موږ افغانان که له نورو سره په سلو کې يو کرکه لرو، له خپل هېواد سره بايد په سلو کې ۹۹ مينه وکړو. ماته دا خبره د سوال په توګه تل په ذهن کې راګرځي چې، موږ د دې پر ځای چې د ځان په پرمختګ ډېر فکر وکړو د نورو په راپرځونو غور کوو.

په دې وروستيو کې مې د يوه سياستوال يو شعر ولوست چې ويلي يې و، که محشر هم شي پروا نه لري، ځکه موږ هسې هم جونګړې لرو، که چپه هم شي د نورو ماڼۍ به چپه کېږي.

موږ په عملي ډول هم له خلکو سره د ځان د سيال کولو لپاره همدغه لاره کاروو.

موږ نه غواړو چې دنګې ودانۍ ولرو، له نورو سره سيالان شو، بلکې د نورو ودانۍ بايد ړنګې او زموږ په څېر شي چې دواړه سره برابر شو.

په ۱۹۸۰ کلونو کې پښتو ټولنه د دغه منطق له مخې لرې شوه، چې نورې ژبې دغسې يو مرکز نه لري.

دوی د دې پر ځای چې نورو ژبو ته هم ورته مرکزونه جوړي کړي، د پښتو ژبې هغه يې هم وربند کړ. د مينې او کرکې پر منطق او ضرورت بايد غور وکړو.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .