هند: د ګاندي اړوند سندونه نندارې ته وړاندې کېږي

د خپريدو وخت: 12:47 گرینویچ - شنبه‬ 12 جنوري 2013 - 23 مرغومی 1391

د هند حکومت پروسږ کال د هرمن باخ له کورنۍ سره د یوې شخصي راکړي ورکړي په پایله کې دغه زېرمه د یو میلیون او ۱۰۰ زره ډالرو په بدل کې تر لاسه کړه.

د هند پلازمېنه ډیلي کې د مهاتما ګاندي اړوند زرګونه لیکونه، سندونه او انځورونه نندارې ته وړاندې کېږي.

د هندي چارواکو په وینا دغه زېرمه د ګاندي د یوه دوست هرمن کېلن باخ ملکیت وه او د جنورۍ له ۳۰ وروسته به نندارې ته وړاندې شي.

د هند د ملي ارشیف مشر پروفیسر مشیرالحسن له بي بي سي سره په مرکه کې وویل، چې د مهاتما ګاندي د ژوند د لومړنیو کلونو اړوند دا ډېره ستره زېرمه ده.

دا زېرمه د ګاندي په پرتله د هرمن کېلن باخ په باب ډېر څه وايي او د دې لیکونو تر لاسه کول ډېر ضروري وو.

د هند حکومت پروسږ کال د هرمن باخ له کورنۍ سره د یوې شخصي راکړي ورکړي په پایله کې دغه زېرمه د یو میلیون او ۱۰۰ زره ډالرو په بدل کې تر لاسه کړه.

د کیلن باخ کورنۍ غوښتل دغه زیرمه د برتانیا د یوه لیلامي مرکز سودیبي له لارې لیلام کړي.

د مورخینو له قوله ویل کېږي، چې باډي جوړوونکي او د پهلواني شوقین کیلن باخ ګاندي ته له مینې محبته ډک لیکونه هم لیکلي وو، چې وروسته ضایع کړل شول.

د لیکونو په دې ټولګه کې خپله د ګاندي لیکونه ډېر لږ دي او په دې کې ډېر لیکونه داسې دي، چې د هغه د دوستانو، کورنۍ غړو او نورو کسانو لیکلي دي.

یو شمېر لیکونه داسې هم دي، چې له مخې د ګاندي او د هغه د دوست کیلن باخ د اړیکو په باره کې کافي معلومات تر لاسه کېږي.

ګاندي او کیلن باخ جنوبي افریقا کې د ۱۹۰۴ کال په اوږدو کې یو بل ولیدل.

په هغه کتاب کې، چې په ۲۰۱۱ کال کې چاپ شو د ګاندي او کیلن باخ تر منځ د (خپلوۍ) په اړه یادونه وشوه، چې ډېرې ناندرۍ یې راوپارولې.

پلټزر جایزه ګټونکي امریکايي لیکوال او ژورنالست جوزف لیلي ولډ په خپل کتاب Great Soul: Mahatma Gandhi and His Struggle With India‘ کې د ګاندي او کېلن باخ تر منځ د خورا نژدې اړیکو یادونه کړې.

خو نوموړي هغه تورونه رد کړي، چې ګواکې ده ګاندي توکم پال او یا هم داسې کس یاد کړی، چې له ښځو او نارینه وو سره د جنسي اړیکو ساتلو یوه ډول تمایل لري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .