وینډوز ماسنجر به د مارچ په ۱۵ وتړل شي

د خپريدو وخت: 08:22 گرینویچ - شنبه‬ 12 جنوري 2013 - 23 مرغومی 1391

د یوه اټکل له مخې هره میاشت شاخواو درې سوه میلیونه کسان ایم ایس این ماسنجر کاروي.

مایکروسوفټ کمپنۍ د راتلونکې مارچ میاشتې له ۱۵ نېټې وروسته ایم ایس این ماسنجر یانې وینډوز لایو ماسنجر تړي.

مایکرو سوفټ خپلو مشتریانو ته په یوه لېږلي برېښنالیک کې لیکلي، چې کله تاسې د مارچ له ۱۵ وروسته وینډوز لایو ماسنجر ته ننوځئ ( لاګ ان) شئ، نو دا به غیر فعال وي او مشتریان به په لازمي توګه د سکایپ ماسجینګ لور ته سوق شي.

د ۲۰۱۱ کال په اکتوبر کې مایکرو سوفټ د اته نیم ملیاردو ډالرو په بدل کې سکایپ ماسنجر تر لاسه کړ او له همدې امله دغه کمپنۍ غواړي وینډوز لایو ماسنجر وتړي.

مایکرو سوفټ له ماسنجر څخه سکایپ ته د خپلو مشتریانو په لېږدولو کې مرسته کوي او په دې لړ کې یې په ماسنجر کې یوه تڼۍ زیاته کړې، چې له کېګاږلو سره سم یې د وینډوز لایو ماسنجر ځاي سکایپ نیسي.

د مایکرو سوفټ مسوولین وايي د مارچ له ۱۵ مخکې به ایم ایس ان ماسنجر د نور کله په څېر فعالیت کوي.

د سملاسي پیغام رسولو لپاره ایم ایس این ماسنجر په ۱۹۹۹ کال پیل شو.

د یوه اټکل له مخې هره میاشت شاخواو درې سوه میلیونه کسان ایم ایس این ماسنجر کاروي.

خو د مارچ میاشتې له ۱۵ نېټې وروسته به چین نړۍ کې یوازینی هېواد وي، چې له معول سره سم به په کې ایم ایس این ماسنجر فعالیت کوي، ځکه په چین کې د یوه جواز له مخې د ماسنجر خدمتونه وړاندې کېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .