بشير بلور شهادت ــ سياسي ګټه که تاوان؟

د خپريدو وخت: 13:51 گرینویچ - سه شنبه 15 جنوري 2013 - 26 مرغومی 1391

د بشير بلور وينه د ای اېن پي لپاره تاوان نه دى، سياسي ګټه ده.

د دې کال د دسمبر ۲۲مې په تلو تلو کې د بشير بلور او ورسره د نورو شهيدانو وينه وشيندل شوه او د بېنظير بهټو د مرګ په پنځم کال يې هغه واقعه يو ځل بيا تازه کړه چې پنځه کاله پخوا د دسمبر په ۲۵ مه د پينډۍ په لياقت باغ کې شوې وه او بېنظير بهټو يې په کې ووژله.

اوس د دې کال په اخري ورځو کې د ای اېن پي رهنما او د پښتونخوا مشر وزير په يو ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

دا معمول خبرې دي. په پښتونخوا کې د پښتنو شهادت اسانه شوى دى. ځانمرګی هم ځانته شهيد وايي او د جنت لنډه لار يې ګڼي.

هر چا ځان ته د لفظونو خپلې ماناوې جوړې کړي دي.

پښتنو سره خصوصاً د ای اېن پي سره د شهيدانو يو اوږد فهرست دى او دا سلسله دوام لري ځکه چې ځانمرګي د پښتنو د استازي ګوند مشران او کشران هر څوک چې وي له منځه وړي.

طالبان په دغه حواله دا وايي چې دا ګوند د دې صوبې اکثريتي ډله ده او د سيکولرېزم دعوه لري ځکه نو زموږ حملې به د دوی پرضد وي، خو خبره داسې نه ده، ګنې مولانا فضل الرحمان خو يې په استادانو کې راځي.

قاضي حسين احمد يې په زړې مهربانۍ کې راځي او ټول مذهبي ګوندونه يې د امريکا پرضد په ډېرو حوالو ملګري او همراز دي خو هغوی هم معاف نه شول.

د قام پرستو پرضد طالبان ځکه حملې کوي چې ای اېن پي ورڅخه د سوات معاهده کړې ده او بيا په دغه معاهده ورانه شوه.

مذهبي ګوندونو ورڅخه د ولسي ټولټاکنو په وخت نورې وعدې کړې وې خو د پاکستان مذهبي ګوندونه حجره او جومات دواړه د سياست ضرورت ګڼي، نو طالبان اوس خپل استادان هم نه خوښوي.

د استادۍ او شاګردۍ دا پټه لوبه پټې فرښتې کوي نو لکه څنګه چې شيطان د فرښتو په استادۍ کې منکر شو اوس خپلې شاګردانې فرښتې نه مني او فرښتې په خپل زوړ استاد لعنت وايي.

"د بشير بلور شهادت دا ځواب هم راپيدا کړ چې په دغه جنګ کې ليډران هم مري"

دغه شان دلته هم د استادۍ او شاګردۍ دا تړون او تعلق شکي شکي دى.

دسمبر ۲۲مه د بشير بلور د شهادت واقعه طالبانو قبوله کړې ده او هغه پوښتنه نوره هم سواليه نخښه شوه چې د بلور ورورولۍ هغه غټ غټ بورډونه په پېښور کې خپله مانا بدله کړه چې مشر حاجي صېب غلام احمد بلور د توهين رسالت په حواله د فلم جوړونکي په سر انعام اعلان کړى و نو د پېښور اسلام مينو بلوريان وروڼه د اسلام هيروګان ياد کړل او طالبانو په سيکولر ګوند کې مشر بلور په دغه اعلان معاف کړ.

خو د دسمبر ۲۲مې ځانمرګی بريد دا دعوه بل شان څرګنده کړه يعنې دا چې نيم ډنډ پاک نيم پليت.

د مشر بلور په اعلان کې کشر بلور هم په دغه خبره خوشبين و چې د مشر ورور په اسلام دوستۍ کې به زما معافي هم وشي خو لکه دا چې هر څوک به په خپل قبر کې څملي، نو د مشر بلور په اعلان کې د کشر ورور برخه د وينو ورسېده.

د بشير بلور شهادت په سياسي ميدان کې يوه بله سياسي پوښتنه راپيدا کړه چې ايا دا شهادت به سياسي ګټه وي او که تاوان؟

په سياست کې شهادتونه او شهيدان چېرې هم تاوان نه کوي. غټ مثال يې د پاکستان صدر زرداري دى چې د بېنظير بهټو شهادت ورته د ټولې نړۍ همدردي هم ورکړه او د پاکستان ولسي او پوځي ادارې د نړيوالو د همدردیو په دباو کې د پاکستان صدارت هم په ځان يو قرض ومانه.

"د بېنظير بهټو د وينو قرض زرداري ته ادا شو او اوس به د بشير بلور د وينو اجر د بلور خاندان او په مجموعي توګه به ای اېن پي ته ادا کولى شي."

د بېنظير بهټو د وينو قرض زرداري ته ادا شو او اوس به د بشير بلور د وينو اجر د بلور خاندان او په مجموعي توګه به ای اېن پي ته ادا کولى شي.

که ای اېن پي ته د دې شهيد يا د نورو سوونو شهيدانو او ورسره د سرکاري شهيدانو دوينو اجر ور نه کړى شي نو د دې وجه به دا وي چې د اقتدار د څوکۍ نمبربه د بل چا وي خو په ځانګړې توګه به پېښوريان بلور خاندان ته د سپين سري بشير بلور د وينو قرض ضرور ادا کوي ځکه چې د هغه په مرګ هر چا د افسوس څرګندونه کړې وکړه.

د سياسي شهادت تاوان په سياست کې نه وي، تاوان د هغه چا وي چې کفن واغوندي او په ابدي خوب ویده شي خو سياست سره د وينو عنوان راپيدا شي او پښتانه د وينو په عنوان تر اوسه پورې د فرنګي او خدايي خدمتګارانو او د ازادۍ د نورو تحريکونو ذکر کوي.

د بشير بلور وينه د ای اېن پي لپاره تاوان نه دى، سياسي ګټه ده، نه په سوونو شهيدان او نه د بشير بلور وينه يو برابر ده.

بلکې دا وينه د ای اېن پي د ټولې پښتونخوا لپاره يو داسې د وينو عنوان دى چې راروانو ټولټاکنو کې به دا عنوان د هغه ټولو پوښتنو ځواب وي چې خلک وايي په دغه جنګ کې غريبانان مري او ليډران تماشې او تبصرې کوي بيا به داسې وايي چې:

مري به ليډران او غريبان به تبصرې کوي.

په هر صورت، په هره حواله، په هر اړخ د بشير بلور شهادت دا ځواب هم راپيدا کړ چې په دغه جنګ کې ليډران هم مري خو دا نوې پوښتنه يې هم راپيدا کړه چې ځانمرګي بمبار يا د طالبانو لخوا فقط پښتانه قام پرستان ولې د حملو پرضد دي.

نورې ډلې د دې نه ويره نه کوي، لکه چې د پښتون قام پرست سياست د ټغر غونډولو هڅه کېږي او دا نور ټول قوتونه طالبانو ته هم قابل قبول دي او طالبان دوی ته محترم دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .