ستاسې غږ: د امریکايي سرتېرو ماموریت بدلېدل د جګړې له کمېدو سره مرسته کوي؟

د خپريدو وخت: 12:12 گرینویچ - چارشنبه 16 جنوري 2013 - 27 مرغومی 1391

له راتلوونکي پسرلي نه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو رول بدلېږي.

له را روان پسرلې نه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو رول بدلېږي.

له يادې مودې وروسته به تر ډېره حده امريکايي ځواکونه د افغان سرتېرو د روزني او د هغو د تجهيزولو دنده په غاړه ولري.

د تجهیزولو دغه چاره به د ۲۰۱۷ کال نه تر ۲۰۲۴ پورې دوام کوي.

بله مهمه مسئله له ٢٠١٤ کاله وروسته په افغانستان کې د يو شمېر امريکايي سرتېرو د پاتې کېدو ده چې ولسمشر اوباما هغه د افغان حکومت غوښتنې او په افغانستان کې د سرتېرو عدليي څار نه مصونيت او خونديتوب پورې غوټه کړې ده.

دا اوونۍ ستاسو غږ پروگرام کې غواړو له تاسو درنو اوريدونکو واورو چې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د ماموريت بدلېدل د جگړي له کمېدو سره څومره مرسته کولاى شي؟

که په دې اړه نظر يا پوښتنه لرۍ، د بريښنا ليک يا فيسبوک له لارې يې راسره شريکه کړئ.

د برېښنا ليک لپاره مو پته ده :Pashto@bbc.co.uk

تاسو کولای شئ خپرونې ته په دې شمېره مخامخ تېلفون وکړئ:

۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

او د اېس اېم اېس لنډ تېلفوني پيغام لپاره دا شمېره وکاروئ

۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .