که ځمکه له کوم ستوري سره وجنګېده!

د خپريدو وخت: 22:34 گرینویچ - جمعه 18 جنوري 2013 - 29 مرغومی 1391

دا اسماني ګټ اپوفېس Apophis نومېږي، او ۳۰۰ ګزه پراخ دی.

د ۲۰۳۶ کال د اپرېل په ۱۳ مه نېټه یو اسماني ګټ یا Asteroid په بې سارې کچه زموږ د ځمکې پولو ته را نژدې کېږي.

په همدې ورځ د دې خبرې یوه وړه شونتیا هم شته چې دا اسماني ګټ به زموږ ځمکې سره وجنګېږي.

دا اسماني ګټ چې اپوفېس Apophis نومېږي، او ۳۰۰ ګزه پراخ دی د ۲۰۲۹ کال د اپرېل په ۱۳مه نېټه د ځمکې ۳۰۰۰۰ کیلو مترۍ ته را رسېږي.

ځمکې سره داسې یو جوخت واټن د دې لامل کېږي چې د ځمکې جاذبه قوه د اپوفېس مدار کوږ کړي، او د دې شونتیا وزېږوي چې په ۲۰۳۶ کال اپوفېس له ځمکې سره ټکر شي.

که داسې وشي دا به د ځمکه والو لپاره له یو ناورین کمه نه وي. له نېکه مرغه د داسې یوې پېښې شونتیا ډېره ټیټه بلل شوې ده.

خو په دې پوهېږو چې زموږ لمریز نظام د ډېرو داسې لویو او وړو ګټونو کوربه دی چې په تشیا کې سرګردانه ګرځي، او کله کله د ځمکې په ګډون د لمریز نظام ګاټي یا Planets سخت ګواښي.

که څه هم ځمکه د خپلو ځانګړو الکترو مقناطیسي وړتیاوو له برکته له داسې ګواښونو نه په پرتلیزه توګه ډېره خوندي ده، خو د داسې یو ناورین پېښه بیخي ناشوونې هم نه ده.

د ځمکې په سر داسې لاسوندونه شته چې د دې ښکارندویي کوي چې د تاریخ په اوږدو کې ورته پېښو د ځمکې په سر ویجاړونکي ناورینونه زېږولي دي.

ساینسپوهان په دې باور دي چې له نن څخه ۶۵ میلیونه کاله د مخه یو شاوخوا ۱۰ کیلو متره پراخ ګټ د ځمکې سره وجنګېده چې له تپه یې د ځمکې له سره د دېوانو یا Dinosaurs ټغر د تل لپاره ټول شو.

د دې ټکر په پایله کې د رامنځ ته شوې چاودنې له کبله دومره دوړې او ورېځې پورته شوې چې د ځمکې مخه یې د نژدې ۱۰ کلونو لپاره د لمر له وړانګو نه پناه کړه، او د ځمکې تودوخه د کنګل تر کچې راولوېده.

څېړنو ښودلې ده چې له نن نه شاوخوا ۵۰۰۰۰ کاله د مخه نژدې ۴۵ متره پراخ اسماني ګټ چې له نکل او وسپنې نه جوړ و، او په یوه ثانیه کې یې ۲۰ کیلو متره چټکوالی درلوده د ارېزونا په دې ډاګ کې له ځمکې سره وجنګېد.

باور دا دی چې د دې لسیزې په اوږدو کې د ځمکې په سر د ودان ژوند ۷۰ سلنه پو پنا شوه.

د متحده ایالاتو د ارېزونا ایالت په یوه دښته کې ۱،۶ کیلو متره پراخه او ۱۷۰ متره ژوره د "بارېنجر" کنده The Barringer Meteorite Crater هم د یوې ورته پېښې حال تېروي.

څېړنو ښودلې ده چې له نن نه شاوخوا ۵۰۰۰۰ کاله د مخه نژدې ۴۵ متره پراخ اسماني ګټ چې له نکل او وسپنې نه جوړ و، او په یوه ثانیه کې یې ۲۰ کیلو متره چټکوالی درلوده د ارېزونا په دې ډاګ کې له ځمکې سره وجنګېد.

د مځکپوهانو د اټکل له مخې د دې ټکر په پایله کې رامنځ ته شوې چاودنه د هغې اتومي چاودنې نه ۱۵۰ ځلې ډېره زوروره وه چې په دویمه نړیواله جګړه کې یې د هېروشیما ښار ویجاړ کړ.

د ۱۹۰۸ کال په جون کې یو ۵۰ متره پراخ او ۱۰۰۰۰۰ ټنه دروند اسماني ګټ چې د ځمکې په لور را خلاص و د اتموسفیر سره د تعامل په پایله کې د ځمکې د سطحې نه په اټکلي توګه ۱۰ کیلومتره لوړ په هوا کې وچاوده، او په ځمکه باندې یې د سکروټو او ډبرو یو ویجاړونکی اورښت جوړ کړ.

د دې پېښې په پایله کې ویل کېږي چې د سایبریا یو لوی ځنګل سره مېشت ځناورل وسوځېد او په څېرمه سیمه کې یې د رېکټر په کچه ۵ درجې زلزله راوستله.

د پورته یادو شویو پېښو سر بېره په ځمکه باندې د اسماني ډبرو د اورښت د لسګونو نورو بېلګو لاسوندونه هم شته.

اوس پوښتنه دا ده چې انسان کومې داسې اسانتیاوې او سرچینې په واک کې لري چې داسې ګواښونه مخکې له پېښېدلو څخه وپېژني، په ګوته یې کړي، او د مخنیوي غم یې وخوري.

د متحده ایالاتو د تشیایي څېړنو اداره، ناسا، ګڼې داسې پروژې پیل کړي دي چې د همدې موخې لپاره به کار بوختې دي.

داسې سپوږمکۍ او تلسکوپونه په تشیا کې ځای پر ځای شوي دي چې شپه او ورځ د داسې تشیایي ګټونو او پېښو لټه کوي چې کولی شي ځمکې او ځمکه والو ته ګواښ پېښ کړي.

د دې پروژو په مټ ستورپوهان په دې لاسبري شوي دي چې زموږ په لمریز نظام کې د شته اسماني ډبرو د یوې ډېرې برخې درک ولګوي.

هغه اسماني ډبرې چې تر یو کیلو متره پراخې دي، او ځمکې سره د ټکر په صورت کې ټوله ځمکه ړنګولی شي.

ساینسپوهانو یې د ۹۰ سلنې ځای او لوری مالوم کړی دی، او دا یې کره کړې ده چې تر راتلونکو ډېرو لسیزو پورې زموږ ځمکه نه ګواښي.

خو په سلو کې ۱۰ د دې کچې خونړي اسماني ګټونه اوس هم له ستورپوهانو ورک دي.

د دې سربېره هغه اسماني ډبرې چې تر ۱۰۰ مترو ډېرې پراخې دي، او د ټکر په صورت کې د پراخې ویجاړۍ وړتیا لري، ستورپوهانو ته یې یوازې ۲۵ سلنه مالومې دي.

داسې وړاندیزونه هم شوي دي چې که چېرې داسې ګټونو ته نژدې درندې سپوږمکۍ بوتلل شي، نو د همدې سپوږمکیو چاذبه قوه به اسماني ګاټي له لارې واړوي.

پاتې نورې د لمریز نظام په تیارو کې ورکې دي، او کولی شي ځمکې ته یو ناببره ګواښ پېښ کړي.

بله پوښتنه دا ده چې که چېرې انسان ځمکې ته د داسې یو ګواښ وړاندوینه وکړي، کومې داسې سرچینې او شونتیاوې شته چې په مټ یې له یو پېښېدونکي ناورین نه مخنیوی وشي.

د روسیې، اروپا او متحده ایالاتو څېړنیز مرکزونه په همداسې لاروچارو باندې کار کوي.

تر اوسه پورې د دوو داسې چارو وړاندیز شوی دی چې ځمکې سره د یوې ویجاړونکي اسماني ګټ د ټکر مخنیوی کولی شي.

لومړۍ چاره خو دا ده چې د ځمکې په لور را روان اسماني ګټ ته جوخت، یا د ګټ د پاسه یوه داسې اتومي چاودنه وشي چې په پایله کې یې یا ټول ګټ ویجاړ کړي، او یا یې ځمکې نه لوری واړوي.

په دواړو حالاتو کې له ګټ نه بېلې شوې ټوټې ځمکې ته رسېدلی شي او یو څه ورانی هم پېښولی شي.

دویمه چاره دا ده چې د نوې تکنالوژۍ په مټ اسماني ګټ سره داسې څه وشي چې مدار یې تر داسې یوې کچې کوږ کړي چې ګټ ځمکې سره و نه لګېږي.

د ډېرو داسې لارو چارو وړاندیز شوی دی چې پر مټ یې د اسماني ګټونو مدار له ځمکې بچ کولی شي.

د بېلګې به توګه، یو وړاندیز دا دی چې که چېرې د ځمکې په لور د را روان اسماني ګټ د یوې څنډې تودوخه لوړه شي نو کېدای شي چې د ټول ګټ لوری بدل شي.

په تیوري کې دا کېدای شي چې انسانان داسې هندارې د تشیا ټاکلو ځایونو کې ودروي چې د لمر وړانګې د ګټ په لور منعکسې کړي، او د ګټ همغه څنډه توده کړي.

داسې وړاندیزونه هم شوي دي چې که چېرې داسې ګټونو ته نژدې درندې سپوږمکۍ بوتلل شي، نو د همدې سپوږمکیو چاذبه قوه به اسماني ګاټي له لارې واړوي.

داسې نورې په لسګونو نظریې وړاندې شوي دي چې داسې ژغورنده چاره ترسره کولی شي، خودا ټولې لارې چارې په عملي توګه نه دي ازمایل شوي، او ازمایل یې هم له اقتصادي پلوه ارزانه نه ده.

انسانان د کلونو، او ان لسیزو د مخه خبرداري ته اړتیا لري چې د داسې یوې پېښې د مخنیوي لپاره څه وکوي.

که دا ګواښ په ناببرۍ سره پېښ شي، او ګواښونکی اسماني ګټ تر ۱۰۰۰ مترو پراخ وي، نو انسانان یې په وړاندې ډېر څه نه شي کولی، او د درست انساني نسل د پوپنا کېدو وېره هم ورسره مله ده.

خو لږتر لږه په ۲۱ پېړۍ کې د داسې یو لوی اسماني ګټ د رالوېدلو شونتیا تر ۰،۰۰۰۲ سلنې کمه ده، او انسانانو ته په کار نه ده چې په دې اړه له اندېښنو ځان بې خوبه کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .