د دوه مخيتوب وبا چې په موږ ګډه ده

د خپريدو وخت: 12:04 گرینویچ - جمعه 18 جنوري 2013 - 29 مرغومی 1391

موږ هر يو دوه مخه لرو. کله مو چې يو مخ کار نه کوي نو بل ته لاس کړو، وا يې غوندو او فرض کړو چې ټوله دنيا ړنده او بې عقله ده چې عملونه مو نه ګوري او په شعارونو مو باور کوي.

په خبرونو کې به مو اورېدلې وي چې نن دلته يو سړي خپله لور ووژله او سبا هلته!

دې ته ناموسي يا د غيرت په نامه قتلونه ويل شوي دي خو عجبه خبره دا ده چې په لوېدیځ کې زموږ له خوا ډېر داسې کسان شته چې د ځان لپاره يو څه او خپلو کوچنيانو يا هم نورو لپاره بل څه خوښوي.

سره له دې چې په لوېدیځ کې قوانين ډېر سخت دي خو بيا هم يو پلار يا پوره کورنۍ خپله لور له دې امله ووژني چې د خپلې خوښې له هلک سره ګرځي او غواړي واده ورسره وکړي.

دلته ډېر داسې د پېغلو لوڼو او زلمو بچو پلرونه شته چې خپله په شپه کلبونو کې ګرځي او له غېر مشروع لارو خپل جنسي لذتونه پوره کوي خو خپله لور په دې وهي ډبوي او آن کله يې وژني چې له يو هلک سره چې کېداي شي خبره يې په شرعي واده تمامه شي، اړيکي لري.

ډېر خلک داسې هم شته چې د اروپا په دې لويو ښارونو کې په حلالې غوښې پسې په ساعتونو مزلونه کوي.

په ګرانه بيه يې اخلي خو چې د حلالې غوښې له دکانه را ووځي نو بل دکان ته ننوځي او د شرابو بوتلونه اخلي.

داسې هم شته چې د دې وطنونو حکومتونه د کفارو ګڼي خو د هرې مياشتې په آخره کې هم د دې کافر حکومت ته په کتار کې ولاړ وي او د ټولنيز خير ښېګړې په برخه کې ويشونکې مياشتنۍ مرستې اخلي.

فکر دا کوي چې دا کافر به ټول دوزخ ته ځي او دا يې هېر وي چې الله پاک د ټولو مخلوقاتو باچا دی او يو هغه دا واک او وس لري چې خپل بندګان د د نيکۍ او بدۍ په تول کې وتلي او دوزخ يا جنت ورته وټاکي.

ځينې خو تر دې حده ځي چې د يوې ښځې احترام د هغې پر سر د پرتې يوې ټوټې په خاطر کوي نه د هغې د کردار، اخلاقو او يا ښځيتوب.

زموږ په کليو کې چې يوه نجلۍ د کورني تاوتريخوالي له امله زهر وخوري، خلک د دې پر ځای چې د کورنۍ غړي يې ټينګ او وپوښتي، د ځوانې مرګې جنازې ته په دې نه ورځي چې ځان يې د ځان وژنې په ګناه ککړ کړی دی.

"ډېر خلک د اروپا په دې لويو ښارونو کې په حلالې غوښې پسې په ساعتونو مزلونه کوي، په ګرانه بيه يې اخلي خو چې د حلالې غوښې له دکانه را ووځي نو بل دکان ته ننوځي او د شرابو بوتلونه اخلي."

هم دغه خلک بيا هغه ځان وژنې نه غندي چې د خدای او رسول د سپېڅلي دين نوم بدناموي.

زموږ هغه خلک چې په خپل کور کې دننه ښځې ته د انسان په سترګه نه ګوري په هېواد کې دننه د بهرنیو ښځو سره داسې چلند کوي لکه چې د يوې ښځې حق دی او يا تر هغه هم زيات.

قانون بايد د ټولو لپاره يو وي خو يوه بهرنۍ ښځه له موټره د تلاشۍ لپاره په دې نه راکښته کول کېږي چې زموږ خلک د ميلمه پالنې دعوه کوي حتی که د هېواد قانون هم تر پښو لاندې شي.

مګر که همدغسې يوه افغانه ښځه په يوه دعوه کې د محکمې مخې ته تر ماښامه ولاړه پاتې شي څوک غوږ نه ورته نيسي.

هغه خو "٫سيا سره" او "عاجزه" ده، د بهرنیو ښځو يا نارينوو په شان انسانه نه ده.

ځينې خلک په لوېدیځ کې ودونه نه کوي ځکه چې فکر کوي ښځې يې تابعداره او فرمانبرداره نه دي.‌ داسې مړونه فرمانبرداري دې ته وايي چې ښځې يې بايد په خپلو حقونو خبرې نه وي.

هر څه چې دوی پرې کوي هغه يې په سر سترګو مني او هم دغه خلک چې بيا غواړي بل ځای دویم واده وکړي نو لامل يې دا ښيي چې نا لوستې مېرمن يې د مزاج او فکر تر سطحې ټيټه سويه لري او په خبره يې سر نه خلاصېږي.

موږ هر يو دوه مخه لرو. کله مو چې يو مخ کار نه کوي نو بل ته لاس کړو، وا يې غوندو او فرض کړو چې ټوله دنيا ړنده او بې عقله ده چې عملونه مو نه ګوري او په شعارونو مو باور کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .