د امر الله صالح لیکنه:د افغانستان د ملي امنیت ننګونې او ایران

د خپريدو وخت: 04:58 گرینویچ - پنجشنبه 24 جنوري 2013 - 05 سلواغه 1391

تر هغو چې افغانستان له دفاعي پلوه پر پښو نه وی درېدلی، ایران د افغانستان لپاره یو امنیتی او پوځی ګواښ بلل کېږي.

د پخواني شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته ډېری افغانان د معقولو دلایلو پر بنسټ، خپل دوه نور ګاونډي- پاکستان او ایران خپل هېواد ته د ګواښ سرچینه بولي.

دا نظر له دې سره سره جوړ شوی چې میلیونونه افغانان په دغو دواړو هېوادو کې استوګن دي او یا کار کوي.

پاکستان ته ورته، د ایران ځینې ځانګړې ادارې د هغه هېواد د ګټو او اهدافو د پلي کولو لپاره، د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي.

په افغانستان کې د ایران تګلارې او کړنې یو پېچلی بحث دی، چې په دې لیکنه کې یې یوازې هغو اړخونو ته پام شوی چې د ایراني سیاست د پلي کېدو لپاره زموږ په چارو کې د مخامخ لاسوهنې بڼه لري.

وروستی ځل چې د ایران او افغانستان وسله وال ځواکونه یو له بل سره په جګړه کښېوتل، د ۱۹ پېړۍ لومړۍ نیمایي وه.

هغه مهال قاجاري ایران د دوراني امپراتورۍ له پاشل کېدو او تشتت نه په ګټې پورته کولو غوښتل د افغانستان او یا پخواني خراسان لوېدیځه برخه چې هرات و، د پوځي یرغل له لارې له ځان سره وتړي.

افغانان په پیل کې د خپلو امکاناتو پر مټ او وروسته د انګرېزانو په مرسته وتوانېدل چې هرات وساتي او ایراني ځواکونه پر څټ ووهي.

د افغانستان او ایران ترمنځ دویمه لانجه د هلمند د اوبو د وېش پر سر رامنځ ته شوه چې د محمد ظاهرشاه د سلطنت پر مهال د یوه سند تر لاسلیک وروسته په سوله ییز ډول غوڅه شوه.

د افغانستان او ایران ترمنځ دویمه لانجه د هلمند د اوبو د وېش پر سرا رامنځته شوه چې د محمد ظاهرشاه د سلطنت پر مهال د یوه سند تر لاسلیک وروسته په سوله ییز ډول غوڅه شوه. خو افغانستان لا اوس هم دا توان نه دی موندلی چې په دغو اوبو کې خپله ونډه تر لاسه کړي او ګټه ترې واخلي.

خو افغانستان لا اوس هم دا توان نه دی موندلی چې په دغو اوبو کې خپله ونډه تر لاسه کړي او ګټه ترې واخلي.

د ایران تر اسلامي انقلاب او په افغانستان کې تر ثور انقلاب راهیسې د دواړو هېوادو اړیکي هېڅکله هم له کړکېچه خالي شوي نه دي.

په دغو څلورو لسیزو کې د افغانستان او ایران دولتونو اړيکي تل له شک او تردید نه ډکې پاتې دي.

ایراني دولت د شوروي پر وړاندې د افغان ولس د جهاد ملاتړ وکړ. د افغانستان اتو شیعه ډلو په ایران کې اډې درلودې.

د ایران په مرسته او منځګړیتوب و چې دغو ګوندونو خپلمنځي اتحاد جوړ کړ چې نتیجه یې د عبدالعلي مزاري تر مشرۍ لاندې د وحدت ګوند رامنځ ته کېدل و.

خو د آیت الله محسني په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي ډله چې هغه هم شیعه وه، په دغه ایتلاف کې ورګډه نه شوه او وروسته د جهاد په وروستیو کې اړ شوه چې خپل دفترونه پاکستان ته ولېږدوي.

د ډاکټر نجیب الله د حکومت تر ړنګېدو وروسته، ایران د افغانستان پر وړاندې یوه ډېره پېچلې تګلاره غوره کړه.

هغه مهال، ایران د خپلې اټومي پروژې د بشپړولو لپاره، د پاکستان تخنیکي مرستې ته اړتیا درلوده او ځکه یې تر ۱۹۹۶ کاله د افغانستان په اړوند له پاکستان سره ډېرې نژدې اړیکي او همغږي درلوده.

د طالبانو په لاس د وحدت ګوند د مشر عبدالعلي مزاري تر وژل کېدو وروسته، د ایران په تګلاره کې یو بدلون رامنځ ته شو.

له ۱۹۹۶ نه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر تر ۱۱ مې ایران د طالب ضد متحدې جبهې پوځي او مالي ملاتړ ته ور ودانګل.

د افغانستان په تړاو د «سپاه» دوې څانګې په خاص ډول کلک فعالیت کوي.

د طالبانو نسکورېدو او هاخوا په عراق کې د صدام حسین پرځېدو، ایران له کلکې سیمه ییزې بوختې (بن بست) څخه وژغوره.

له نوي افغان حکومت سره ایران په لومړي سر کې په ښکاره ښه اړیکي ټینګ کړل، خو په پټه یې ورته د شک په سترګه کتل.

د ولسمشر محمد خاتمي پر مهال د ایران ډېپلوماسي د افغانستان پر وړاندې فعاله او روښانه وه.

خو اوس د سیمه ییزو لاملونو او مسایلو پر بنسټ ایران په افغانستان کې د خپلو اهدافو د پلي کولو لپاره، پټه لاسوهنه کوي. دغه مداخله د لاندې ادارو پر مټ ترسره کېږي:

لومړی- د قم حوزه:

د قم د روحانیت حوزه په حقیقت کې ستره سیاسي او مذهبي حوزه ده چې د ایران د نرم او سیاسي نفوذ د پراخولو په خاطر، له شیعه لږکیو سره نه یوازې په افغانستان، بلکې په ټوله سیمه کې مرسته کوي.

د شیعه جوماتو مالي پالنه، شیعه ملایانو ته د لوړو زده کړو چمتو کول، د عاشورا د مراسمو پراخ لمانځل، د شیعه مخورو تر منځ د همغږۍ رامنځ ته کول او د مذهبي یووالي برابرول، دا ټول د دغې حوزې کار دی.

ویل کېږي چې دوی د افغانستان د شیعه روحانیونو یو فهرست لري او له هر یوه سره په یو ډول له ډولونو په تماس کې دي.

هغه مذهبي کړۍ چې له قم سره په ټکر کې وي یا له همغږۍ څخه ډډه کوي، نو د ایران له مرستو څخه بې برخې پاتې کېږي.

د قم حوزې مشرتوب د دې صلاحیت لري چې شیعه علماوو ته مذهبي منصب او القاب یا عناوین ورکړي.

د اسلام په نورو مذاهبو کې دغسې یوه مرکزي او واک لرونکې اداره نه شته.

د اطلاعاتو (استخباراتو) وزارت:

د ایران د اسلامي جمهوریت د اطلاعاتو وزارت یوه څانګه، د بهرنیو اطلاعاتو (استخباراتو) په نامه په نورو هېوادو کې پټ او ښکاره فعالیت لري.

ښکاره په دې مانا چې د ایراني سفارتونو په چوکاټ کې یو مامور د کوربه هېواد له اړوندو چارواکو سره د اړیکو د ټینګولو په برخه کې ښکاره فعالیت کوي.

"ایران یو شتمن هېواد دی او د تېلو پراخو عوایدو امکان ورکړی چې د خپلو ملي او ایدیولوژیکو اهدافو په پلي کولو کې د کورنیو امکاناتو پر اتکا کار وکړي."

د بهرنیو اطلاعاتو څانګې یوه اساسي دنده دا ده چې د افغانستان په اړه معلومات راټول کړي.

دوی د افغانستان په بېلا بېلو ادارو کې له هغو مامورینو سره پټ اړيکي ټینګوي چې ځانګړو معلوماتو ته لاسرسی لري.

دغه څانګې ته، د افغانستان د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، دفاع، اوبو او انرژۍ او مالیې وزارتونه او زموږ لوېدیځ ولایتونه ځانګړی ارزښت لري.

د اطلاعاتو وزارت په سبوتاژ (ورانکارۍ) او سبوتاژ ضد فعالیتونو کې ونډه نه لري. دوی یوازې معلومات راټولوي. دغه وزارت د شاهي دولت پر مهال، "ساواک" نومېده او بنسټ یې د امریکا او اسراییلو په مرسته جوړ شوی و.

په همدې خاطر، د اسلامي انقلاب تر بري وروسته، د دغه وزارت تر څنګ یوه موازي اداره جوړه شوه چې په اړه یې لږ وروسته معلومات وړاندې کېږي.

ایران یو شتمن هېواد دی او د تېلو پراخو عوایدو امکان ورکړی چې د خپلو ملي او ایدیولوژیکو اهدافو په پلي کولو کې د کورنیو امکاناتو پر اتکا کار وکړي.

د اطلاعاتو اوسنی وزیر حیدر مصلحي نومېږي چې په ولایتِ فقیه (لوی مذهبي مشرتابه) پورې تړاو لري.

د مقرراتو له مخې د دغه وزارت جګپوړي چارواکي باید د انقلاب له فکري کړۍ سره تړلي وي او وزیر باید د فقیه مشر له خوا تایید شي.

د دغه وزارت کارکوونکي چې هر چېرې وګمارل شي، دندې یې ځانګړې او ټاکلې وي.

د ایران د ملي ګټو له مخې او د استخباراتي اهدافو پر بنسټ، د دغه وزارت دندې په هر بهرني هېواد کې توپیر کوي.

په افغانستان کې د دوی هدف، د مهمو ادارو په اړه د معلوماتو راټولول دي.

د اسلامي انقلاب ساتونکی ځواک (سپاه پاسداران انقلاب):

د ایران تر ټولو ستره، پېچلې، بډایه او د پراخ واک درلودونکې اداره همدا د اسلامي انقلاب ساتونکی ځواک دی چې ایرانیان ورته په لنډو "سپاه" وایي.

د اسلامي انقلاب تر بري وروسته د اردو تر څنګ، یو نوی، پیاوړی او د لوړو امکاناتو درلودونکی نظامي او استخباراتي ځواک جوړ شو چې همدغه "سپاه" دی.

تر هغو چې افغانستان له دفاعي پلوه پر پښو نه وی درېدلی، ایران د افغانستان لپاره یو امنیتی او پوځی ګواښ بلل کېږي.

د ایران او عراق د جنګ په بهیر کې، سپاه اصلي او مرکزي ونډه درلوده. په لبنان کې د امریکایي برمته شویو اتباعو د خوشې کېدو په خاطر، د امریکا مرکزي استخباراتي ادارې- سي آی اې د اسراییلي استخباراتو- موساد له لارې په ۱۹۸۰ مو کلونو کې "سپاه" ته تجهیزات او وسایل چمتو کول چې دغه معامله د "ایران کونترا" په نامه مشهوره شوې ده.

ویل کېږي چې د اسراییلو موساد په پیل کې له "سپاه" سره پټې اړيکې درلودې، ځکه چې اسراییل هغه مهال له عراق څخه خورا په وېره کې وو او د دې هيله یې درلوده چې د ایران او عراق جګړه وغځېږي.

د ایران دولت له اسراییلي استخباراتو سره د تړاو تور ردوي. خو رښتیا چې هر څه وي، "ایران کونترا" په منځني ختیځ کې دغو دریو هېوادو- ایران، اسراییلو او امریکا ته له رسواییو ډک عملیات ګڼل کېږي.

"سپاه" یو ایدیولوژیک ځواک دی چې قوماندان یا مشر یې د ولایتِ فقیه (لوی مذهبي مشرتابه) له خوا ټاکل کېږي.

"سپاه" په خپل تشکیل کې ځمکني، سمندري، هوایي او توغندیز ځواکونه لري. د ایران د کورني امنیت پټ ځواکونه چې "بسیج" نومېږي، هم له "سپاه" سره تړلي او د "سپاه" قوماندان ته ځواب ویونکي دي.

"سپاه" د ایران دننه او بهر پېچلی او پراخ استخباراتي فعالیت لري. په سبوتاژ (ورانکارۍ) او سبوتاژ ضد عملیاتو کې مرکزي ونډه همدا "سپاه" لري.

د "سپاه" افسران د سفارتونو په چوکاټ کې تر سوداګریز سرپوښ لاندې، د مرستندویه کارکوونکو په نامه، د خبریال یا بل ملکي کس په بڼه نه یوازې د استخباراتي معلوماتو په راټولولو بوخت دي، چې ایران ته د بهرنیو ګواښونو پر خلاف مبارزه او په سیمه کې د ایران د بهرني سیاست د پلي کولو په برخه کې په ځانګړې توګه خورا فعال دي.

د افغانستان په تړاو د "سپاه" دوې څانګې په خاص ډول کلک فعالیت کوي: د "قرارګاه انصار" ادارې یوه څانګه چې په مشهد ښار کې دېره ده او د "مرکز۲۳" اداره چې له بیرجند ښار نه فعالیت کوي او دواړه په "قدس لوا" پورې اړه لري. دوی دواړه د افغانستان په چارو کې ژور ښکېل دي.

د "قدس" ځواک د استخباراتي او سبوتاژي عملیاتو لمن له افغانستان پرته تر پاکستاني بلوچستانه، عراق، لبنان او یمنه پورې غځېدلې ده.

"د یوه ډېپلوماتیک تړون له مخې د افغانستان او ایران ډېپلوماتان یو د بل هېوادو ته د تګ لپاره ویزې ته اړتیا نه لري. له دغې آسانتیا نه د ایران استخباراتي مامورین خورا پراخه ناوړه ګټه پورته کوي."

اټکل دی چې د دغه ځواک د مسلکي پرسونل شمېر به تر ۱۵ زرو پورې رسېږي.

"سپاه" هم د پاکستاني پوځ په دود، په پراخ ډول په تولیدي، وارداتي او سوداګریزو فعالیتونو کې بوخته ده.

د "سپاه" بودجه ملکي حکومت ته نه معلومېږي او یوازې "فقیه ولي" یا مذهبي مشر ته د لګښتونو ځواب وایي.

د ایران ستراتیژیک ځواکونه چې په سیمه کې د غبرګون ښودلو وړتیا لري، د "سپاه" تر قوماندې لاندې دي.

د یوه ډېپلوماتیک تړون له مخې د افغانستان او ایران ډېپلوماتان یو د بل هېوادو ته د تګ لپاره ویزې ته اړتیا نه لري.

له دغې آسانتیا نه د ایران استخباراتي مامورین خورا پراخه ناوړه ګټه پورته کوي. دوی چې هرکله غوښتي او له هرې لارې چې ورته آسانه وي، افغانستان ته د ډېپلومات په نامه ننوځي چې د افغانستان د استخباراتو لپاره پر هغوی څار نژدې ناشونی دی.

خو ایران بیا د پرديو ډېپلوماتانو د تعقیب او څارنې لپاره پراخ الکترونیکي او فزیکي امکانات لري.

پر همدې بنسټ نو دغه ډېپلوماتیک تړون د استخباراتو له نظره په اوس مهال کې افغانستان ته د ګټې پر ځای زیان اړوي.

په افغانستان کې د ایران اوسنی سیاست ګڼ اړخونه لري: له مرکزي حکومت سره ټینګې اړیکې ساتل، د سیاسي اپوزېسیون پالل او ورسره همکاري کول، شیعه مذهبي ډلو ته د امکاناتو چمتو کول، د امریکا له پوځي او سیاسي شتوالي سره پټ او ښکاره مخالفت او په بېړنیو حالاتو کې پر امریکايي نظامي تاسیساتو د توغندیز ګوزار وړتیا موندل.

د دغه څو اړخیز سیاست هم مهاله چلول امکانات غواړي او د دغو امکاناتو چمتو کول "سپاه" ته سپارل شوی دی.

د پاکستان پخوانی لوی درستیز مرزا اسلم بېګ "سپاه" ته ډېر نژدې و او اړيکي یې ورسره پالل.

پاکستان د هغه د پوځي مشرتابه پر مهال لېواله شو چې د اټومي پروژې په برخه کې له ایران سره تخنیکي مرسته وکړي. خو دغه مرسته د امریکا د فشار په نتیجه کې وځنډېده.

دا اټکل نه شته چې ایران دې پر افغانستان مخامخ پوځي یرغل ته لاس واچوي. خو که وغواړي او یا بېړنی حالت رامنځ ته شي په خپل توغندیز ځواک کولی شي د افغانستان هره څنډه په نښه کړي او یې ولي.

دغې ځنډېدنې او د شیعه ګانو پر وړاندې د طالبانو سختې تګلارې د دې سبب شوې چې ایران په خپل سیاست کې ژور بدلون راولي.

په افغانستان کې د یوه ډېموکراتیک نظام شتوالی د ایران په ګټه دی، خو ایراني چارواکي اوسنۍ ډیموکراسۍ ته د شک په سترګه ګوري او فکر کوي چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي شتوالي دوام تر څه ځایه د ایران د چاپېرولو لپاره دی.

خو امریکا دغه تور په کلکه رد کړی دی. ایران د دې تر څنګ بیا دا هم وایي چې په سیمه کې د امریکایي اډو پراخېدو هغه هېواد ته پر امریکايي نښو د ګوزار امکانات هم ډېر کړي او آسان کړي دي. قرباني تر دا منځ زموږ هېواد- افغانستان دی.

نتیجه:

ایران د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوي، خو د هېواد دولتي واکمنۍ ته یې په تېرو څلورو لسیزو کې هېڅکله درناوی نه دی کړی.

د افغان دولت کمزورتیا ایران ته د مخامخ او نا مخامخ لاسوهنو لار هواره کړې ده.

دا اټکل نه شته چې ایران دې پر افغانستان مخامخ پوځي یرغل ته لاس واچوي. خو که وغواړي او یا بېړنی حالت رامنځ ته شي په خپل توغندیز ځواک کولی شي د افغانستان هره څنډه په نښه کړي او و یې ولي.

د افغانستان قومي جوړښت، مذهبی بېلوالی، بېوزلي او لوږه، د سمندري لارې نشتوالی او د هغې د درلودو اړتیا، ژبني توپیرونه او تربګنۍ او نور ټول هغه لاملونه دي چې زموږ هر ګاونډي، په تېره بیا ایران او پاکستان ته د لاسوهنې ور پرانیزي.

تر هغو چې افغانستان له دفاعي پلوه پر پښو نه وي درېدلی، ایران د افغانستان لپاره یو امنیتي او پوځي ګواښ بلل کېږي.

تر هغو چې د ایران او لوېدیځ اړيکي سمې شوي نه وي، افغانستان د ایران له سمندري بندر- چاه بهار څخه هم سمه ګټه نه شي پورته کولی، ځکه چې ایران پر دغه چاره له امنیتي او ستراتېژیک پلوه پرله پسې بیا کتنه کوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .