د "ارماني" ليکوال انجنير زرملوال مرګ

د خپريدو وخت: 13:03 گرینویچ - شنبه‬ 26 جنوري 2013 - 07 سلواغه 1391

ارواښاد غلام محمد زرملوال په غلام محمد فرهاد پسې دويم پښتون انجنير وو چې يوه لسيزه را وروسته له ورته ولسپالې ليد توګې، يا په سمه سهي مانا،"افغاني- نېشنلېستي" اندتوګې، سره له اروپا نه هېواد ته راستون شوی وو.

سخ پرهغه چا چې خپل ټول اندوژوند يوه سپېڅلی انساني ارمان ته ځانګړی کړي او په همدې ارمان کې سا ورکړي.

دا جلا خبره ده چې دغه ارمان يې ترکوم بريده رسولی او څومره بري او برياوې يې په برخه شوي دي.

ارواښاد غلام محمد زرملوال په غلام محمد فرهاد پسې دويم پښتون انجنير وو چې يوه لسيزه را وروسته له ورته ولسپالې ليد توګې، يا په سمه سهي مانا،"افغاني- نېشنلېستي" اندتوګې، سره له اروپا نه هېواد ته راستون شوی وو.

هرګوره، که ولسپالنه (نېشنلېزم) په پانګواکي نړۍ کې له نژادي کرکې "فاشېزم" سره هممانيز دی، په وروسته پاتې کړ شوې "درېيمه نړۍ" او بيا زموږ د افغان ولس په تړاو له يوموټي "ملت رغاونې nation buil - ding" پرته بل جاج و مانا درلودای نه شي.

نو په دې ډول، د دواړو پښتنو ولسپالو انجنيرانو موخه او ارمان همداوو چې د سړک يا نورو ودانيزو دندو او کارونو ترڅنګ د ملت رغاونې انجنيرۍ ته هم پښې رالوڅې کاندې.

کله به چې موږ زرملوال ته له نازه د خپل همنومي انجنير ستاينوم " پاپا" وا خېست، له کمينۍ، يا ناباندۍ به يې راغبرګه کړه: "پام مو اوسه چې زه هېڅکله ( پاپا) کېدای نه شم."

له دې غبرګونه يې موږ زيات دا جاج اخېست چې که هغه د (ميوندواټ) يا شېرشاه مېنې په رغاونه کابل ښار ته نومهالې جوله ور وبښله او بيايې د (افغان ملت) بنسټ کښېښووه، دی به يې تر هر څه له مخه د (کولنګ) پرځای په (قلم) لاره ور هواروي!

په هماغو لومړيو کې يې د فلسطينۍ (ليلا خالد) او بيا د (پاچاخان زما مبارزه) نومی کتاب له انګرېزۍ نه پښتو ته را واړاوه.

د داود خان د هېواد مشرۍ پر مهال يې د (بګرامي نساجۍ) له سروالۍ سره سره خپلې ليکنې او ژباړنې پرمخ بېولې.

له دوستانو سره يې خپله ناسته ولاړه او له مهالنيو سره قلمي همکاري هغسې ټينګه او ترينګه ساتله.

را وروسته چې په هېواد کې "ملي فاشېزم" او بيا (سووېتېزم) پسې زور واخيست، چار ناچار د قلمي جهاد مورچل ته ور ولېږد.

دا چې هلته يې د خپل ټاکلي ارمان د خړوبونې لپاره څومره منډې ترنډې وهلي او څومره ټکرې خوړلي، ګڼې ليکنې او کتابونه يې څرګندويي کوي.

په تېره له هغه راهيسې يې چې د سرو لښکرو پرځای تورې جهادي لښکرې پر تاريخي ټاټوبي رادا نګلي او پېنځزر کلنې پېژند نښې يې د خپل لوټ و ولجو يوه برخه ګرځولې دي!

انګلستان ته يې تر زده کړو کلونه کلونه روسته بيا راتګ يو په زړه پورې تشيال ور برابر کړ، يو خوا يې د بي بي سي پښتو خپرونې له لارې رسنيزو کارندوييو ته پرلغښتې بڼه ور وبښله او ور پسې يې په ټوله مانا، د يوه ډېرکاري ازاد ليکوال ( freelance writer) په توګه تر روستۍ سلګۍ پورې هغه ګردې ناخوالې او بخولې تر څېړنې او ځيرنې لاندې ونيولې چې بشپړ ډېری چوپه خوله ولس يې لا هغسې ګالي.

که نه، د هېواد دننه يې خپلو اوپردو بلوسګرو دا دومره رښتيا رښتيا شننې او ځيرنې لا کلونه کلونه پخوا له مرګه پاتې کولې!

د ارواښاد "ارماني" انجنير زرملوال ياد دې يې تل ژوندی اوسي!

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .