ستاسي غږ: سولې بهير په اړه د ولسمشر کرزي اندېښنې

د خپريدو وخت: 14:31 گرینویچ - چارشنبه 30 جنوري 2013 - 11 سلواغه 1391

ُښاغلي کرزي د سولې په بهير کې د بهرنيانو پر "مداخلې" اندېښنه ښوولې.

افغان ولسمشر حامد کرزي خبردارى ورکړى چې د افغان حکومت او د سولې د عالي شورا له مشرۍ پرته له طالبانو سر ه د سولې د خبرو اترو پر مخ بېونه به په هېواد کې د پايېدونکې سولې په ګټه نه وي.

هغه د سولې په بهير کې د بهرنيانو پر "مداخلې" اندېښنه ښوولې او هغه يې په هېواد کې د يوه کمزوري دولت د را منځ ته کولو لپاره د هغوى دسيسه بللې ده.

په همدې پلمه د دې اوونۍ د ستاسې غږ په پروګرام کې پر دې غږېږو چې: د ښاغلي کرزي دغه اندېښې څومره موجه او جدي دي؟

آيا د بهرنيانو له ونډې پرته په افغانستان کې د سولې بهير کامیابېدلاى شي؟ او تاسو د سولې څه ډول يو بهير غوره بولئ؟

که نظر يا پوښتنه لرئ سر له اوسه يې د برېښناليک او يا د خوالۀ د رسنيو له لارې راسره شريک کړئ.

د بي بي سي پښتو څانګې ستاسې غږ خپرونه راډيويي، ويډيويي او انلاين ده. که په ويډيويي بڼه خپل نظر يا پوښتنه رالېږئ لطفآ لنډه يې ساتئ.

دبي بي سي پښتو فېسبوک، دبي بي سي پښتو ټوېټراو يا هم د بي بي سي پښتو برېښناليک له لارې مو نظر او پوښتنو ته سترګې په لار يوو.

ستاسې غږ د پنجشنبې په ماښامنۍ راډيويي خپرونه کې ژوندى خپرېږي. خپرونه د افغانستان پر وخت د ماښام پر اووه بجې او ٣٠ دقيقې چې د لندن د مازديګر درې بجې کېږي، په خبرونو پيلېږي او وروستۍ نژدې ٤٠ دقيقې ستاسو غږ ته بېلې شوي دي.

خپرونې ته په دې شمېره مخامخ زنګ ووهئ:۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د لنډ تيليفوني پيغام يا اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .