د ولسمشر ځانګړې لیکنه: څه ډول بهیر واقعي سوله راوستی شي؟

د خپريدو وخت: 13:38 گرینویچ - شنبه‬ 02 فبروري 2013 - 14 سلواغه 1391
حامد کرزی

کرزی وايي، افغانانو دا یوولس کاله لویې قربانۍ ورکړې او یو نظام یې منځته راوړ.

لندن ته له پاکستان او برتانیا سره د سولې په خبرو کې تر ګډون مخکې، افغان ولسمشر حامد کرزي د بي بي سي پښټو وېبپاڼې ته د سولې په شرایطو ځانګړې لیکنه کړې ده.

د افغانستان د کړاوونو او رنځونو بنسټ د شوروي اتحاد پرضد زموږ د جهاد په دوران کې کېښودل شو.

د شوروي اتحاد د یرغل پرضد زموږ جهاد یوه برحقه مبارزه وه چې د خپل دین او هېواد د ساتلو لپاره مو پیل کړه.

په داسې حال کې چې موږ په ډېر اخلاص دا مبارزه پرمخ بېوله، زموږ ملاتړو هر یوه په کې خپل خپل اهداف تعقیبول.

د مجاهدینو له بریالي کېدو سره داسې زمینه برابره کړای شوه، چې د دوی واکمنۍ د خلکو د رنځ او کړاو باعث شي، په نتیجه کې دوی بدنام او ناکام شي او زمینه د یوې نوې ډلې ایجاد او واکمنۍ ته برابره شي.

دغه نوې ډله طالبان وو چې له ''شر او فساد'' سره د مبارزې په نامه راپورته شول او خلکو ته یې
د امن او مصوونیت د راوستلو ټټر وواهه.

په همدې دلیل په پیل کې اکثریت افغانانو منجمله زه د طالبانو د تحریک ټینګ ملاتړي وو او د پام وړ مرسته مو هم ورسره وکړه.

خو طالبان هم ډېر ژر د انحراف په لور روان شول او کورنۍ جګړې ته یې مخه کړه.

دوی افراطیت ته ورټیل وهل شول تر هغه سرحده چې د ترهګرۍ ملاتړ یې وکړ او کاملاً منزوي شول.

بالاخره د سپتمبر د یوولسمې پېښې یو وار بیا بهرني پوځونه افغانستان ته راوستل.

د یادونې وړ ده، چې دغه لوبې خو ټولې بهرنیانو پر افغانانو وکړې، خو لوبغاړي یې پخپله افغانان وو او توپک تل د افغانانو پر اوږه و.

موږ د یوه ژوندي ملت په توګه باید دا اجازه نه وای ورکړې، چې بهرنیانو مو په برخلیک داسې لوبې کړې وای.

د سپتمبر تر یوولسمې وروسته افغانان چې کلونه کلونه کړېدلي وو، امریکایي او لوېديځو پوځونو ته یې په دې تمه پخپل هېواد کې ښه راغلاست ووایه، چې ګواکي له دوی سره به امن، ارامي، پرمختګ او رفاه افغانستان ته راشي.

خو یو ځل بیا بهرنیو ذینفعو هېوادونو له ترهګرۍ سره د جګړې تر چتر لاندې دلته خپل ستراتیژیک اهداف تعقیب کړل.

تحمیلي جګړه

که جنګ راباندې بهرنیو تحمیل کړی، د سولې ابتکار مو باید کاملاً پخپل لاس کې وي، که نه هغه نتیجه چې ملت ورته منتظر دی، هېڅکله به ترې ترلاسه نه شي.

دغو اهدافو ته د رسېدو لپاره بدبختانه بیا هم جګړه جوړه شوه.

یوولس کاله وروسته اوس د سولې غږ اوچت شوی، د سولې بهیر چې پخپل لومړني پړاو کې دی، د افغانستان لپاره د یوې نوې مرحلې زېری ورکوي.

تېر ته په پام سره، ډېر پام باید وشي چې زموږ د سولې دغه بهیر د یو بل داسې پړاو پیلامه ونه ګرځي، چې نتیجه یې واقعي سوله نه بلکې د ذیدخلو بهرنیانو لپاره خپلو لویو اهدافو ته د رسېدو یو بل قدم شي، لکه چې په تېرو درې نیمو لسیزو کې مو پړاو پر پړاو دغه تریخ واقعیت تجربه کړی دی.

څنګه چې د وروستي کمونیستي حکومت سقوط او کابل ته د مجاهدینو راتګ زموږ د خلکو د ارامۍ او واقعي ازادۍ باعث نه شول، په همدې ترتیب که زموږ د سولې نننی بهیر هم په ښه توګه مدیریت نه شي، کېدای شي زموږ د لا ضعف او موږ ته د نویو ستونزو د راټوکېدو سبب شي.

که جنګ راباندې بهرنیو تحمیل کړی، د سولې ابتکار مو باید کاملاً پخپل لاس کې وي، که نه هغه نتیجه چې ملت ورته منتظر دی، هېڅکله به ترې ترلاسه نه شي.

د ورور خطاب

ما په همدې دلیل په ډېرو سختو شېبو کې طالبانو ته د ورور خطاب کړی او دوی مې سولې ته رابللي دي، په همدې دلیل مې د سولې لپاره مشورتی جرګه راوبلله.

نوموړې جرګې د سولې عالي شوری جوړه کړه چې د افغانستان د هر قشر او هر فکر استازي په کې غړیتوب لري.

"په داسې حساس پړاو کې د افغانانو د روښانه راتلونکې ضمانت یوازې د دوی اتفاق او اتحاد کولي شي."

حامد کرزی

که پردیو د خپلو اهدافو لپاره کلونه کلونه سره وجنګولو، باید اجازه ورنه کړو چې یو ځل بیا د سولې په نامه د څو نورو کلونو لپاره سره تیت پرک شو.

افغانانو دا یوولس کاله لویې قربانۍ ورکړې او یو نظام یې منځته راوړ.

د دغو قربانیو نتیجه د نن ورځې منتخب دولتي موسسات دي.

دا زموږ لویه لاسته راوړنه ده.

د سولې غیر مسوولانه او متفرق ابتکارات دغه لاس ته راوړنې له خطر سره مواجه کوي.

که ټول افغانان متفقانه عمل ونه کړي، په حقیقت کې به مو یوولس کاله شا ته تګ کړی وي او خدای خبر چې بهرنیان به بیا په نوې مبهمې ایجاد شوې فضا کې کوم اهداف تعقیبوي او موږ به بیا د څومره کلونو لپاره د هغو قربانی کېږو؟

په داسې حساس پړاو کې د افغانانو د روښانه راتلونکې ضمانت یوازې د دوی اتفاق او اتحاد کولي شي.

نو د یوې روښانه راتلونکې لپاره او د دې لپاره چې زموږ د سولې هڅې هم واقعي سوله راولي او هم مو د هېواد د پیاوړتیا باعث شي، څو ټکي ډېر مهم ګڼم چې په لاندې توګه اشاره ورته کوم:

مهم ټکي

۱ - په خبرو کې شامل طالبان باید د خپل مشرتابه له خوا په معتبرو اسنادو سره تایید شوي او تصدیق شوي کسان وي.

۲- د سولې په خبرو کې د سولې عالي شورا د ملت استازیتوب وکړي.

۳- له متفرقو ډلو او اشخاصو سره د سولې په نامه د غونډو د جوړولو او خبرو پر مخ بېولو مخه ونیول شي.

۴- په دې دلیل چې د سولې مذکرات د کورني بُعد تر څنګ بهرني ابعاد هم لري، چې څه یې منتطقوي او څه یې نړیوال دي، نو ټول افغانان یعنې دولت، د دولت د ننه اپوزیسیون او طالبان یې باید کورنۍ برخه پخپل منځ کې سره حل کړي او بهرنۍ برخه یې په یوه خوله او اتفاق سره له بهرنیانو سره حل کړي او داسې زمینه برابره کړي چې د بهرنیانو د سترو منفعتونو په منځ منځ کې خپلې ملي ګټې خوندي او تضمین کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .