د اجمل خټک په درېیم تلين

د خپريدو وخت: 11:33 گرینویچ - جمعه 08 فبروري 2013 - 20 سلواغه 1391

ستا د کور قلمونه داسې غلي پراته دي لکه د خوشحال توره چې په تيکى کې پټه ده.

اجمل خټکه!

شکايت د بل په سر شدت کول دى، خو دا هغه شکايت نه دى چې شيدت ورته ویل کېږي، هغه خو خوله د بل غوږ ته رسول دي.

ستا په غوږ او زما په خوله کې اوس د يو جهان فاصله ده.

ستا جهان جلا دى، ستا د ليکوال دنيا بدله ده!

زه خپل شکايت ته شدت ځکه نه وايم چې په جار په ډاګه يې ليکم، په ليکلو او ويلو کې ډېر توپیر دى.

خلک د ويېلو نه منکر کېدى شي، له ليکلو نه نه!

ما يو شکايت باچا خان ته ستا په وړاندې هم کړى و، ډېره موده تا بد منلى و، اخر دې راته وويل:

نويد ګله!

ستا شکايت په ځاى و.

نن هغه شان يو شکايت تا ته هم کوم. خداى دې څوک راپېدا کړي چې تا ته زما په شکايت هغه شان بد ووايي، بيا به راته بل کال ته ووايې!

ستا شکايت سم و

زما شکايت دا دى!

ستا درېیم تلين راغی، ستا په نامه د لفظونو په مال کې ستا ښاغلو خېرات و نه کړ، ته وګوره څومره بخيل پښتانه دي، ستا په نامه د خپل قلم يو توری صدقه هم نه ورکوي!

دا هغه ښاغلي دي چې ستا د غېرت چغې ته يې خپله چغې ويله!

"ستا په غوږ او زما په خوله کې اوس د يو جهان فاصله ده."

ستا د وخت چغه يې خپل امام ګڼله!

ستا ګل پرهر يې د خپلو پرهرونو تصوير باله!

ستا حرف ته يې حرف به حرف خپل اواز وایه!

خو مرګ دې خوار شي، بلها باباګان يې داسې د خلکو هېر کړل چې نه يې په ويښه يادوي، نه ورته په خوب کې راځي.

زه دا شکايت ستا د کور په قلمونو هم کوم!

ستا د کور قلمونه داسې غلي پراته دي لکه د خوشحال توره چې په تيکى کې پټه ده.

ما هم ستا قلم په شيشه کې بند کړى دى، خو ستا د قلم ايمان په ډاګه ګرځوم، نه زغره لرم، نه په غاړه تعويز!!

نه ستا نامې ته محتاط لفظونه ګورم، ستا له کوره محتاط حرفونه هم نه را وځي، زه په کال کې ستا د کور دروازه ډبوم، خېر راکړئ ايماندارو!

جواب راشي: کور څوک نه شته!

جمال په مسافرۍ تللى دى، اېمل په مزدورۍ پسې اسلام اباد ته تلى او مېروېس ته ټوله دنيا لېونۍ ښکاري (جمال، اېمل او ميرویس د اجمل خټک زامن دي)

ملنګه بابا!

وګوره ستا د قلمونو په کورونو کې ستا په نامه يو قلم يو توری نه ليکي، ستا د کتابونو له کوره يوه پاڼه په بله نه اوړي، لکه چې څوک د نيمګړي تلاوت نه پاڅېدلى وي.

ته وګوره ستا د رښتينو یادښتونو څخه فقط څو محتاطې پاڼې زما لاس ته راغلې، خو زه نن هم هغه پاڼې غواړم چې تا به ويېل!!

نويد ګله!!

دا هر څه ستا امانت دي، خو دا وخت نه دى.

ستا هغه یاداښتونه، هغه حقيقتونه هم د انقلاب هغه ستړی سراب سراب مزل شو، دا وخت به کله راځي؟؟

ته يې ګور ته بوتلې، زه نيم زالى بوډاتوب کې داخل شوم، ما سره وېره ده چې پښتانه اتلان، باباګان، هيروګان په قبرونو کې محفوظ نه دي.

د موزيمونو نه د تاريخي اثارو غلاګانې کېږي. په تاريخونو پسې چې دومره غټې دروازې او قُلفونه ماتېږى نو ستا د دومره قيمتي تاريخي حقيقتونو تحفظ به څنګه کېږي!؟

موږ څه عجيبه حالاتو سره په عجيبه حالت کې مخامخ يو، په غېر محتاط حالاتو کې هم محتاط حرفونه ليکو.

زه شکايت ستا په نامه ستا د درېیم تلين په ترڅ ستا په ارواح در لېږم، فېصله په تا چې خپلو خلکو ته په خوب کې راشه، او هر څه چې ورته وايې، موږ په خوبونو زيات باور لرو.

په غېر محفوظ حالاتو کې هم لفظونو له محفوظې محفوظې مانا ګورو.

دا دومره احتياط د څه لپاره، دا دومره حفاظتي تدابير ولې، فقط د يو څو ساګانو ژوند لپاره!؟

صرف دا چې څوک به خپه شي!؟

خو که تاريخ سر وخوري نو خېر دى!؟

ولې چا د کوم درواغجن سبا د رڼا خوب ليدلی دى؟

که وخت او حالات ستا تاريخي ليکونو ته د درواغجن سبا په درواغجنه طمع بند او خوندي ساتي، نو موږ به ورته د تاريخ جبر نه وايو، دا به په تاريخ جبر وي.

ملنګ بابا!

زما شکايت به تريخ وي ځکه ما سره د شکايت لپاره محتاط لفظونه نه شته، محتاط لفظونه د هغه خلکو ايجاد دى چې اجر پرې غواړي.

زه څه غواړم نه خو ورکول غواړم، ځکه تا يادوم، ستا په شان نور مړي يادوم، چې دا يادګېرنه ستاسو د ټولو حق دى، دا ټول پښتون وطن دا ټول ولسونه ليکوال او زما قلم ستاسو ټولو مبارزو مشرانو اتلانو قرضدار دى.

که څوک قرضداري وايي موږ په سيمټو، سيخونو او ګمبد منارو او پوخ قبر قرض ادا کړ.

"پښتون افغان وطن په جسماني ډول بېمار دى."

تمت باالخير يا وايي و ما علينا الا البلاغ

د دعايې خېر لاسونه په مخ راکاږي نو دا سياسى دعاګانې او اۤمين ثمه اۤمين زما مزاج نه دى.

په سياست کې د دعا دا رسم د روحاني علاج تبليغانه ادا ده. پښتون افغان وطن په جسماني ډول بېمار دى.

ګران محترم ملنګ بابا!

زه شکايت ستا په نامه ستا د درېیم تلين په ترڅ ستا په ارواح در لېږم، فېصله په تا چې خپلو خلکو ته په خوب کې راشه، او هر څه چې ورته وايې، موږ په خوبونو زيات باور لرو.

زه په خپل شکايت کې يو ځل بيا ستا د محفوظ شویو ذاتي یاداښتونو د چاپ کېدو خبره هم دريادوم ځکه چې ما ته ستا د تقرير نه زيات په تحرير يقين دى.

تقرير د مصلحتونو ډک لفظونه وي، تحرير د انسان د اندروني کېفيت ياس او ارمان، درد او الم وي، هسې خو څوک نه وايي چې تاريخ بې رحمه وي.

د حقيقتونو ښکاره کېدو لپاره زه رحم نه غواړم، بې رحمي غواړم.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .