څرنګه خيال کټوازي وژغورلم

د خپريدو وخت: 16:02 گرینویچ - سه شنبه 12 فبروري 2013 - 24 سلواغه 1391

ارواح ښاد کټوازی زموږ د خاورې ریښتینی بچی و، او څه چې يې ویل، عمل به یې پرې کاوه.

ما په ۱۳۶۵ لمریز کال کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګه پای ته ورسوله، او لکه د تل په څېر مې په ملي راډیو ټلوېزیون کې، چې ( ټلوېزیون خپرونې نوې پېل شوې وې) د کار کولو هیله په زړه کې روزله.

د معمول مطابق او له اصولو سره سم مې د یو شمېر نورو ښځینه ټولګیوالو سره د اطلاعاتو او کولتور وزارت ته د کار کولو عریضه ورکړه، او د هغه وخت د اطلاعانو او کولتور وزیر ډاکټر نوین، چې هند ته په یوه رسمي سفر تللی و، نو موږ باید د خپل تقرر لپاره د هغه راستنېدو ته په تمه وای.

څو اوونۍ وروسته مې له خپلو خورلڼو سره وزارت ته د تګ او پوښتنې هوډ وکړ. په همدې ورځ چې د غوایي میاشتې له اوومې نېټې سره برابره وه، د اطلاعاتو او کولتور وزارت د مامورینو څانګې ته ورغلم.

هغوی دا زېری راکړ، چې زموږ د تقرر مکتوبونه ملي راډیو ټلوېزیون ته استول شوي دي. زه له دنیا بې خبره خو په ډېرې خوشحالۍ د هغو ملي بسونو پر لور روانه شوم، چې راډیو ټلوېزیون پر لار تېرېدل.

پښتونستان واټ ته په رانژدې کېدو مې د خلکو اله ګوله شور او زوږ ولید او ډزې مې تر غوږ شوې.

له دې سره مې په زغروالو ګاډو کې ناست سرتېري ولیدل، چې هره خوا هوايي ډزې کوي، چا یو خوا او چا بل خوا ځغستل، خو همدا شېبه د مخابراتو د ودانې مخې ته، چې د کابل د امنیه قومندان موټر را ورسېد، له زرغروالو ګاډو څخه سرتېرو پرې د ماشینګڼو جاغورې تشې کړې.

دا بیا بېل داستان دی، چې هغه ورځ څرنګه تېره شوه؟ څه مهال او څه ډول مو کار پېل کړ او پر افغانانو څه حالت راغی، پر دې ټول خبریاست، او بحث کول پرې دلته اړین نه ګڼم.

خو مهمه موضوع دا ده، چې زه ولې د یوه داسې کس پر مړېنې ډېره غمجنه یم.

هو، ښه مې په یاد دي، ما په ټلوېزیون کې تر تقرر وروسته د ویندویۍ دنده ترسره کوله، چې مرحوم کټوازي یوه ورځ د ټلوېزیون د روزنې اداري مشر ښاغلي عزیز عالمیار ته، چې زما مشر و، زما په اړوند د هغه ارواح ښاد له اندېښنو خبره کړ او ورته یې ویلي و، چې زه باید له ډېر احتیاطه کار واخلم، د ګوند په اړه له منفي تبصرو ډډه وکړم.

او که دې کار ته دوام ورکړم، نه، چې، د پلچرخي زندان مېلمنه به شم او دا به هغه وخت وي، چې وزیر سره به مې د ژغورولو هېڅ چانس نه وي. دا یې هم ورته ویلي و، چې زه یې باید له نژدې ووینم.

هغه مهال، چې ښاغلي عالمیار د خدای بښلي کټوازي دا پېغام راته را ورساوه، نه پوهېدم څه وکړم.

کټوازی صاحب زما لوی مشر و، او په دې شرایطو کې، چې د کور مشرتابه ماته را سپارل شوې ده، د کورنۍ مسوولیت را د غاړې و او د تېښتې لار مې هم نه لرله، نو عالمیار صاحب ته مې وویل، چې د وزیر د لیدو لپاره یو شرط لرم.

"ارواح ښاد کټوازی زموږ د خاورې ریښتینی بچی و، او څه چې يې ویل، عمل به یې پرې کاوه."

هغه دا چې دی، یانې (عالمیار صاحب او زما بل همکار شینواری صاحب) را سره د وزیر صاحب دفتر ته ولاړ شي. خدای شته دواړو راسره ومنله، او زه یې بدرګه کړم.

کټوازی صاحب ډېر کمین، زړه سواندی او مهربان شخصیت و. د خپل دفتر د دروازې په مخ کې زموږ په تمه ولاړ و.

له روغبړ وروسته یې موږ کېښناستو ته وبللو، او سملاسي یې راته وویل عالمیار صاحب به زما پېغام در رسولی وي، د همدې لپاره مې دلته را وغوښتې، چې درته ووایم، ستا لخوا ماته ډېر شکایتونه را رسي، او ویل کېږي، چې ته د ګوند په اړه منفي تبصرې کوې.

ماته ویل شوي، چې زه باید ستا د نیول کېدو امر وکړم، خو زه هېڅکله دا کار نه کوم، او یوازینۍ غوښتنه مې دا ده، چې هېڅ پر ګوند خبرې او تبصرې مه کوه، او له روسیي مشاورینو سره هم ټکر مه کوه، ځکه که هغوی بیا ستا په اړه نورو مقاماتو ته شکایت وکړي، نو هغه مهال بیا زما زور پرې نه رسي.

ما ورته ویل، کټوازی صاحب زه څرنګه کولای شم، دا ومنم، یو ټلوېزیوني پروګرام چې ما برابر کړی وي، د روسانو په مشوره هغه بدل کړم، او په هغې کې حتمي باید د ګوند په اړه تبلیغات وکړم؟

ځینې، هم سازمان ته زما د ورتلو غوښتنه کوي، خو زه هېڅکله هم دا کار نه شم کولی. خدای بښلي کټوازي، چې هغه مهال یې ګڼ ویښتان لرل، سر وخوراوه، ویل یې زه پوهېدای شم، خو دا ژمنه به راسره کوې، چې د پلچرخي له زندان او مرګ څخه د ژغورنۍ لپاره یوازینۍ لار د اوس لپاره ستا چوپه خوله پاتې کېدل دي.

د دفتر پیاده، چې د وزیر صاحب په امر چای راوړی و، یو یو پیاله چای مو وڅکه او د چایو د څښلو پر مهال عالمیار صاحب، خدای بښلي کټوازي ته مخ واړاوه، او و یې ویل، وزیر صاحب څه نظر لرې، که دا پېغله بهر ته واستوو.

کټوازی صاحب مسکی شو، او ویل یې، کوم سحر او جادو خو نه لرې، چې زما افکار دې لوستې وي، زه هم په همدې نظر یم، او هر هغه لومړنی بورس، چې د کوم هېواد لخوا زموږ وزارت ته راکړل شي، هغې ته به یې کاندید کړو، خو په یو شرط چې دا خپلې ژمنې ته وفاداره وي او له زغمه کار واخلي.

زه هغه شېبه حېرانه وم، یو وزیر، چې په خپل ګوند کې دومره لوی مقام ته رسېدلی دی، ولې له ګوندي کسانو پرته غواړي د یو بل همکار ژوند وژغوري؟

په همدې شېبه کې مې هغه همکاران را په زړه شول، چې د راډیو ټلوېزیون له سټډیوګانو او دفترونو څخه زندان ته وړول شوي و، خو د خدای بښلي خیال کټوازي په منځګړتوب او هلو ځلو بېرته خوشې شوي ول.

له وزیر سره مو خدای پاماني وکړه، او له دفتره یې ووتم. په همدې وخت کې ماته مور، کوچنۍ درې خوېندې، یو ورور او د کټ بندیوانه ناروغه نیا راپه زړه شول، چې پرته له خدای او ما بل څوک نه لري.

نو فکر مې وکړ، چې راځه د وزیر صاحب ومنه او چوپه خوله کښېنه، خو په دې باوري نه وم، چې وزیر صاحب به شوې ژمنه پوره کړي، که نه؟

فکر مې وکړ، خیال کټوازي د دې لپاره د بهرته استولو ژمنه راسره وکړه، چې په ریښتیا هم زه چوپه خوله کښېنم، او بله لار مې هم نه لرله.

خو څرنګه چې ما فکر کاوه، هسې نه و. ارواح ښاد کټوازی زموږ د خاورې ریښتینی بچی و، او څه چې يې ویل، عمل به یې پرې کاوه.

له هغې ورځې، چې موږ سره خبرې وکړې، بیا مو هېڅ کومه ناسته نه درلوده، خو کله نا کله به، چې د ټلوېزیون سټډیو ته راغی، روغبړ به مو وکړ خپل کار ته مې دوام ورکاوه، بهر ته د تلو شوې ژمنه مې هم ورورو هېروله.

یوه ورځ، چې د اوړي تودې شپې ورځې او ټکنده غرمه وه، زه د غرمنۍ د خوړو لپاره له دفتره بهر تللې وم، یو بل همکار مې، په جرمني کې یوه سیمینار ته زما د کاندیدو زېرې راکړ.

زما باور نه کېده، خو دفتر ته په راننوتو سره همکارانو راته مبارکي راکوله چې وزیر صاحب د ختیځ جرمني، (برلین ښار) ته په یوه سیمینار کې د ګډون لپاره کاندید کړې یم.

سر بېره پر دې هم، باوري نه وم، چې زه دې په ریښتیا وتوانېږم، په دومره آسانۍ سره له هېواده ووځم.

خو خدای بښلی کټوازی خپلې کړې ژمنې ته ژمن و، او د ځینو خنډونو سره سره، چې په دې لار کې ورسره مخامخ شوم، بهر ته یې زما په تګ کې پراخې هڅې وکړې، او زه جرمني ته راغلم.

ښه مې یادېږي، په هغه ورځ چې د خدای پامانۍ لپاره د مرحوم کټوازي دفتر ته ورغلم، بیا یې هم د تل په څېر په ډېره مهربانۍ د خندا ډکه خوله او ورین تندي زما هرکلی وکړ، او ویې ویل: "هیله من یم، چې ټول اسناد دې له ځانه سره یوسې، او بېرته د راستنېدو تکل مه کوه، ځکه څوک پوهېږي، چې په راتلونکې کې به څه راپېښ شي."

د خدای پامانۍ پرمهال یې لاس راته ټینګ ونیو، او ویې ویل: (هېڅوک درباندې پوه نشي، چې ما تاته د نه راستنېدو سپارښتنه کړې ده."

لکه څرنګه، چې ارواح ښاد خیال کټوازی له ماسره خپلې کړې ژمنې ته، ژمن پاتې شو، زه هم دا دی تر درېو لسیزو زیات، هغې ژمنې ته ژمنه وم، چې له مهربان، ښوصفاتو خاوند او زړه سواندي خیال کټوازي سره مې کړې وه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .