یو نظر: د تعلیم په اړه د ایمایل دورخیم نظریه

د خپريدو وخت: 12:42 گرینویچ - جمعه 15 فبروري 2013 - 27 سلواغه 1391

دولت باید نور کار وکړي تر څو هېوادوالو ته اساسي او بنیادي خدمتونه وړاندې کړي.

کله چې موږ د تعلیم په اړه غږېږو نو څه چې ذهن ته راځي هغه د مکتب یا پوهنتون فکر وي. ځینې خلک خو لا په دې نظر دي چې په ټولګي کې ناسته او د استاد لکچر او درس ته غوږ نیول تعلیم دی، او ځیني بیا وايي چې تعلیم د ځوانانو روزل دي تر څو با مسولیته خلک شي.

ښايي د تعلیم موضوع به بېلا بېلو خلکو ته د بحث موضوع وي ځکه چې نړۍ د مختلفو برخو په اړه بحثونو کې شریکه ده او وي به. په نړۍ کې بدلونونو زیات شمېر فرصتونه او ورسره ګواښونه وزېږول.

د دې نړۍ د یوه ملت په توګه افغانان باید دغه ننګونو ته ځانونه تیار او د نورو هېوادونو د ملتونو په څېر چې ښې او د اړتیا وړ ټولنې یې جوړې کړي، زړه کړي.

پوهنه یو ستر ټولنیز اهمیت لري، د ټولو دورو پوهانو او فېلسوفانو له لومړنیو او پخواینو پړاوونو شروع کړې او بیا لوړو پوړونو ته رسېدلي دي.

د بېلګې په ډول ایمایل دورخیم تعلیم ته د یوې "ادارې په توګه ګوري چې د زده کوونکو تر منځ مساویتوب منځ ته راوړي، دوی د شریکې نظریې په وسیله سره یو کوي او لا ښه انسان دوسته ټولنه منځ ته رواړي."

افغانستان داسې یو هېواد دی چې ډېری ماشومان په بې وزلۍ، تشدد او یوه داسې ټولنه کې چې ناوړه استفاده ور څخه کېږي او حتی د ژوند اساسي اسانتیاوو او زده کړې ته لاس رسی نه لري ژوند کوي.

دولت باید نور کار وکړي تر څو هېوادوالو ته اساسي او بنیادي خدمتونه وړاندې کړي. له بل پلوه باید یوازې پر دولت هم باید بسنه و نه شي.

د یوې وروسته پاتې او جګړې ځپلې ټولنې په توګه زه په دې باور یم چې هر یو زموږ په دې برخه باید رول ولوبوو، په ځانګړي ډول لوستي خلک، لکه څرنګه چې لوی مفکر افلاطون وايي: "ټولنه بیاد د لوستو او پوهو کسانو په وسیله رهبري شي ځکه په نفوس کې هغه څوک چې ډېر لوستي وي د دې وړتیا لري تر څو مهمې پرېکړې ونیسي."

موږ څرنګه کولای شو د ښې ټولنې په جوړولو کې خپل رول ولوبوو، او زده کړه – تعلیم خپل سفر وګرځو؟ راځئ د دورخیم نظریه را واخلو او په افغانستان کې یې پلې کړو او وګورو چې څرنګه لوستی قشر د درهم نظريې سره سم خپل رول لوبولی شي.

۱: زده کوونکو تر منځ د یو شان فضا او برابرۍ منځ ته راوړل

"ایمایل دورخیم تعلیم ته د یوې "ادارې په توګه ګوري چې د زده کوونکو تر منځ مساویتوب منځ ته راوړي، دوی د شریکې نظریې په وسیله سره یو کوي او لا ښه انسان دوسته ټولنه منځ ته رواړي."

که چېرې موږ د هغه دا خبره په افغانستان کې چې ګڼ توکمه هېواد دی او بېلا بېل توکمونه په کې په ډلو ویشل شوي عملي کړو نو د دې وړتیا لري چې د ملت تر منځ د یوالي په وده کې رول ولوبوي.

د نوموړي دا خبره کېدای شي ګټوره وي چې که چېرې زموږ ښوونیزې ادارې او بنسټونه له سیاست څخه لرې شي او زده کوونکي پرېښودل شي چې د سیاست او توکمیزو خبرو پر ځای خپل تعلیم ته توجه وکړي.

۲: د نظریاتو شریکول

کله چې یو کس د تعلیم د تر لاسه کولو په لټه کې وي، نو د بېلا بېلو موضوعاتو د بحث په پایله کې د ډېرو شیانو د زده کولو جوګه کېږي.

دا موږ هر یو باید خپله نده او مسولیت وبولو چې هر هغه څه چې موږ زده کړي باید له یو بل سره شریک کړو تر څو مو د خپلو خلکو او ټولنې په منځ کې پوهاوی را منځ ته کړی وي.

په ځانګړي توګه هغه زده کوونکي چې له هېواده د باندې د لوړو زده کړو لپاره ځي، هلته نړیوال نورمونه، ستنډرډونه او اصول زده کوي، کولای شي تر راستنېدو وروسته زده کړي شیان په خپل هېواد کې د اړتیا په وخت کې وکاروي.

۳: د یوې خوشاله او مستحکمې ټولنې جوړل

د حکومت دنده ده چې بې وزلو کورنیو ته مرستې برابرې کړي چې خپل ماشومان ښوونځیو ته واستوي.

افغانستان په حقیقت کې له شور او زوږ نه ډکه هېواد دی.

که چېرې موږ غواړو چې روغ ملت ولرو نو لومړی باید یوه سمه ټولنه جوړه کړو چې د دولت ولۍ په اصولو (دېموکراتیک سیستم) چې د خلکو حکومت د خلکو لپاره دی تر سره کېدای شي.

ډېری خلک د دېموکراسۍ د نظريې په اصولو، د ګڼ توکمه ټولنو کې د دېموکراسۍ په بریاوو نه پوهېږي.

له شک پرته زده کړه او تعلیم د ژوندانه مهمه او نه بېلېدونکې برخه ده ــ له کومې پرته چې به ژوند په عملي توګه هېڅ مانا و نه لري.

له بل پلوه ښکاره خبره ده چې زده کړه او تعلیم د ټولو بریاوو کلی دی نو له دې امله باید:

حکومت: امنیت وساتي، په تعلیم زیات مصرف وکړي او بې وزلو کورنیو ته مرستې برابرې کړي چې خپل ماشومان ښوونځیو ته واستوي.

مور او پلار: خپل ماشومان ښوونځیو ته ولېږي، پرته له دې چې فکر وکړي اولاد يې نجلۍ ده که هلک.

نارینه: د خپل ځان او کورنۍ د ښځینه غړو لپاره تعلیم ته لومړيتوب ورکړي، د هرې ښځې د خپلې خور په څېر احترام وکړي، او و يې نه ځوروي.

ښځې: مخ پر وړاندې قدم واخلي، زده کړه او تعلیم يې بنسټیز حق دی، ټولنه پرېږدئ چې تصمیم ونیسی. یوه ورځ به داسې راشي چې دوی به ستړې وي او تاسې به مشري په غاړه اخلئ.

زه باور لروم چې له زده کړې او تعلیم پرته به موږ د ملت په توګه نا بود شو.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .