دا کابل دى: ښځې ولې مخ لوڅې شوې؟

د خپريدو وخت: 12:12 گرینویچ - جمعه 15 فبروري 2013 - 27 سلواغه 1391

"چې په بورکو کې بمونه میندل کېږي او د حجاب تر شا نیم ګز ږیرې پټېږي نو بیا څوک ولې په لوی لاس خلک پر ځان شکمن کړي؟"

د افغانستان په علمي مرکزونو کې څوک څېړنه نه کوي او که څوک په دې نامه څه کوي هم، د زړو خبرو تکرار وي. نوي حالات د پوهانو د وخت او کار په لګولو نه ارزي.

زموږ سیاست وال، او بې شمېره کارپوهان ارقام او اعداد داسې کاروي لکه د خوړ شګې: بې توله او بې فکره.

د والنټاین (مینانو) ورځ د نړېوالو فیمینیستانو له خوا د "یو ملیاردو پاڅون" تر سرلیک لاندې په ټوله دنیا کې له ښځو سره د تاوتریخوالي پر وړاندې د مقاومت څرګندونې ته ځانګړې شوې وه.

افغانان په مهو مسایلو کې تر هېچا وروسته نه دي، په کابل کې هم ۲۰۰ ښځو او نارینه وو د دارالامان له نړېدلې ماڼۍ د خلکو تر شړېدلي کور (د پارلمان مقر) پورې لاریون وکړ او د ښځو د حقونو غږ یې پورته کړ.

د مظاهرې له ګډون والو یو چا وویل "په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ۳۰۰۰ زیاتې پېښې ثبتې شوې دي" او دا یې هم وویل چې په "دې هېواد کې له ښځو سره تاوتریخوالی په سلو کې ۲۰ زیات شوی دی" خو دا یې و نه ویل چې دغه رقم د کومې احصاییې پر بنسټ موندل شوی دی.

پخوا د ښځو حق څومره تروړل شوی و او اوس په کومه کچه کې دی خو د ډېرېدو سلنه یې ورته مالومه وه.

دې ټکي ته چا اشاره و نه کړه چې د ۳۰۰۰ قضیو ثبتېدل د هغو وختونو په نسبت چې چا د شکایت کولو جرأت هم نه درلود يو ښکلی پرمختګ دی.

چې څېړونکي مو واقعیتونه په زړو کتابونو کې لټوي او کارپوهانو ته مو په خوب کې د ارقامو او فیصدیو الهام کېږي نو بیا که د روانو حالاتو په اړه فکر کول غواړو پرته له آفاقي مشاهدې بله وسیله نه لرو.

غواړم همدغسې یوه مشاهده له خپلو درنو لوستونکو سره شریکه کړم:

""چې په بورکو کې بمونه میندل کېږي او د حجاب تر شا نیم ګز ږیرې پټېږي نو بیا څوک ولې په لوی لاس خلک پر ځان شکمن کړي؟"

سږ کال چې د پغمان د غرونو څوکې سپینې شوې د کابل پر واټونو او د پلیو پر لارو مې یو د نه منلو بدلون ته پام شو. لومړی مې خپلې مشاهدې ته د شک په سترګه وکتل.

بیا مې په یوازې سر، د یوې غېر علمي احصاییې د اخیستلو هوډ وکړ. هر کله به چې سودا پسې وتلم، یا به په ښار کې ګرځېدلم نو د خپلې فرضیې د تحقق یا نه تحقق غم به راسره و.

د سپینې څلې له پیل سره د خپلې مشاهدې په کره والي باوري شوم. ورو ورو، مې په وېره وېره، خبره له خپلو دوستانو، ملګرو، همکارانو او یو شمېر د ټولنیزو چارو شننونکو سره شریکه کړه.

ډېرو راپورې وخندل، لږو را سره ومنله او تر هغوی کمو راسره د دې مشاهدې په شنلو کې مرسته وکړه.

سږکال په کابل ښار کې د نجونو او مېرمنو غوڅ اکثریت لوڅ مخ ګرځي. بورکه والې د ګوتو په شمار دي، هغه چې پخوا به یې پر مخ نیم ګز څپوڼی راغوړولی و، پوزه او خوله به یې په کې پټې کړې وې، تقریباً نورې نه تر سترګو کېږي.

چې د خپلې مشاهدې له کره والي ډاډمن شوم، په دې لټه کې شوم چې ځان د دغه بې ساري بدلون په علت پوه کړم. له ډېرو مې پوښتنې وکړې خو یوازې دوه درې تنو را ته د ځواب په بڼه یو څه وویل.

لومړۍ خبره مې را ته خپلې مېرمن وکړه:

"چې په بورکو کې بمونه میندل کېږي او د حجاب تر شا نیم ګز ږیرې پټېږي نو بیا څوک ولې په لوی لاس خلک پر ځان شکمن کړي؟ پخوا به ښځو خپل مخ پټاوه چې څوک یې و نه ویني، اوس خپل مخ ښکاره کوي چې هر څوک پوه شي چې هغه څوک چې مخې ته راځي یوه پتمنه افغانه مېرمن ده، تر ښځینه حجاب لاندې ږیرور ترهګر نه دی."

یو بل شنونکي وویل چې "دغه 'خودجوشه' خوځښت چې نه د چا په قومانده رامنځ ته شوی او نه د یو شعوري حرکت څرګندونه کوي په طبیعي ډول د هغو اندېښنو د رفع کولو یوه هڅه ده چې په هېواد کې د بنسټپالنې د بیا خپرېدو اوازو راپارولې دي."

دریم راته وویل "له هغه وخته چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبرې کېږي په افغانستان کې دننه او له هېواده بهر هغه کړۍ چې خپله سوکالي د بهرنیو په حضور کې ویني هڅه کوي چې د ښځو د حقونو په اړه په ټولنه کې اندېښنې پیدا کړي."

د کابل د ښځو دغه غبرګون دا ثابتوي چې افغانې مېرمنې به دا ځل چاته اجازه ور نه کړي چې د دوی پر حقونو تجارت وکړي.

رښتیا چې هر څه وي، خدای ته مالومه ده، خو په یوه خبره کې زه هېڅ شک نه لرم چې کابل د ازادۍ، د پراخ نظرۍ او بل منلو ټاټوبی دی او که هر څومره توپانونه پرې راشي دا خلک ډېر وخت تر خاورو او دوړو لاندې پټ نه شي ساتل کېدلای.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .