لونګ: وهل کړي و يوې ښځې په تېره زمانه کې

د خپريدو وخت: 06:41 گرینویچ - پنجشنبه 21 فبروري 2013 - 03 کب 1391

ضرب، ضربا، ضربوا، ضربت، ضربتا، ضربتم، ضربت، ضربتما، ضربتن او داسې نور

هغه مهال چې يونيسکو په ۱۹۹۹ کال کې د مورنيو ژبو لپاره ورځ نوموله، نو زما دوه کاله پاتې وه چې په پردۍ ژبه عربي علوم او ديني زده کړې پای ته ورسوم.

کوچنی وم چې ديني مدرسې ته ولاړم له اومه ټولګي مې پيل کړه او له دوولسمه فارغ شوم.

صرف بهايي مې لومړی کتاب و. دا د عربي صرف يا مورفولوجۍ لومړنی کتاب دی، عربي- دري کتاب دی او هغه ماشومان چې په افغانستان کې او په غالب ګمان په پاکستان کې ديني زده کړې کوي نو پيل له صرف بهايي کوي.

دا کتاب بهاءالدين آملي ليکلی دی. بهاء الدين حيدر بن علي بن حيدر علوی حيسني ، شيعه عارف او امام دی، چې په اتمه سپوميزه پېړۍ کې اوسېدلی دی.

دی ۷۱۱ يا ۷۲۰ کې په امل کې زېږېدلی دی.د متداوله علومو عالم او صرف بهايي کتاب يې هم اوس هم زموږ په مدرسو کې لوستل کېږي.

صرف بهايي د عربي صرفو څو بابونه را اخلي او د کليماتو د وزن جوړونې لپاره پکې په ((فعل)) باندې هر څه برابرېږي. دا ډېر عجب تصادف دی، چې دغه کتاب هم له مقدمې ور ها خوا دستي په ضرب پيلېږي او ورسره د هغو ماشومانو بدې ورځې هم پيلېږي چې دغه کتاب وايي.

په طبعي ډول هغه کتابونه موږ په سخته زده کوو، چې زموږ په مورنۍ ژبه نه وي، بيا داسې يو کتاب چې سخت هم وي، په مانا باندې يې هم بايد وپوهېږې او کله کله خو يې له سړي څخه د تطبيق تمه هم کېږي.

زه د خپلو ټولو همصنفيانو پاچا وم. حافظه مې قوي وه او هر څه مې ميخانیک زده کولای شول. خو زه تر اخره پوه نه شوم چې صرف بهايي ولې لولم؟ مګر ټوله مې ياده کړې وه.

ضرب، ضربا، ضربوا، ضربت، ضربتا، ضربتم، ضربت، ضربتما، ضربتن او داسې نور...دا نو عجيبه کيسه وه. وهل کړي و يوه سړي په تېره زمانه کې، وهل کړي و دوو سړيو په تېره زمانه کې، وهل کړي و دريو يا ډېرو سړيو په تېره زمانه کې، وهل کړي و يوې ښځې په تېره زمانه کې، وهل کړي و دوو ښځو په تېره زمانه کې، وهل کړي و ډېرو ښځو په تېره زمانه کې.....

زموږ حال

زما په کورنۍ کې لوستی څوک نه و، فارسي مې اورېدلې نه وه، او يوازې د پنج کتاب څو بيتونه مې له ملا صاحب څخه ويلي و. وار له واره له صرف بهايي او ځينو نورو کتابونو سره مخامخ شوم. رښتيا خبره دا وه چې سخت و او زده کړې يې ډېر زور غوښت.

داسې نه و، چې هر څه به استاد يا ملا صاحب وويل نو ما به زده کول، کله کله به مې يو شی زده کړی نه و او داسې به هم کېده، چې غلط به مې زده کړی و، ځکه ما هر څه په يادو زده کول او ان د تورو سم تلفظ مې هم نه شو کولای.

استاد به کله کله غوسه شو او زما په ګډون به يې ټول همصنفيان او ملګري ښه ووهل. کله کله به مې داسې انګېرله چې د ونې تاندې لښتې زموږ د لاسونو او زموږ لاسونه د ونې د تاندو لښتو لپاره پيدا شوي دي.

ډېر ځله به زموږ په ماشومانه لاسونه باندې ان تر اونيو پورې د تاو شويو تاندو لښتو تور ځايونه داسې ښکارېدل لکه د چا په سپين بدن کې له وينې ډک تور رګونه چې ګورې.

د زده کونکو د وهلو ټکولو کيسه خو تر ډېره روانه وه او په ښوونځيو کې خو اوس هم روانه ده. په ليسه کې خو ان په يوولسم کې ټولګي کې مې يو ځل وهل ټکول وليدل. ټولګيوالو څه شوخي کړه وه.

"يو وخت يې د نورو زده کړو په اړه راڅخه وپوښتل. ورته مې وويل چې عربي علوم، فقه، حديث او نور مې لوستي دي. هغه راسره په عربي خبرې پيل کړې، خو زما عربي کتابي عربي وه، ښه ډېر يې راته وخندل."

زموږ د حاضري نګران د تاريخ او جغرافيې استاد و. چې راغی له پوښتنې پرته يې ټول ملګري ووهل. دا نو د هغو ماشومانو ټولګی نه و، چې شاوخوا لس کاله وړاندې و، بلکې د يوې ليسې يوولسم ټولګی و.

زما کشر ورور د خپلې ليسې کيسې راته کوي چې اوس هم ځينې ښوونکي چې عصبي ستړيا یا روحي ناروغي لري، نو د ټولو ستړياو او ذهني کشمکش غچ له ماشومانو اخلي، چې يا يې په څپليو، يا يې د بايسکل په پمپ او يا هم په لښتو وهي.

هغه مهال د مورنۍ ژبې په اړه نه ما ، نه زما ملګرو ، نه په غالب ګمان استاز او نه زموږ کورنيو فکر کاوه. ما خپله په ماشومتوب کې داسې انګېرله چې که څه زده کوم نو په همدغې ژبه به يې زده کوم، کله علم وي هم په همدغې ژبه کې دی او که انسان يوه ځای ته رسېږي هم د همدغې ژبې له برکته به رسېږي. ځکه مې عربي زده کوله او هېڅ شکايت مې نه کاوه. زموږ يوه زړه ترور وه اوس خدای پرې رحمېدلی دی زموږ په منځ کې نشته.

هغې به ويل چې واده شوې وه، نو له خاونده نيولې تر خسره پورې ټولو به وهله. ددې وينا ده چې وايي: (( ما به فکر کاوه چې هر څوک واده شي نو وهل ټکول کېږي او داسې بد چلند ورسره کېږي، ځکه به مې هېڅ خوا نه بدوله او دا مې رواج ګڼله.))

موږ چې هم درس وايو همداسې مو فکر کاوه، چې له عربي پرته په بله ژبه باندې علم نشته او داسې فکر مو کاوه چې د نړۍ ټول انسانان زده کړې په عربي کوي. وروسته وروسته بيا زموږ مجبوريت و، چې دوام ورکړو.

ما مدرسه په عربي ژبه وويله، خودومره تکليف مې تېر کړ لکه يو څوک چې هم يوه ژبه زده کوي او هم يو علم زده کوي. په حقيقت کې دا دوه بېل شيان و. موږ په لومړي سر کې ځينې کتابونه فارسي هم درلودل خو لږ وروسته هر څه په عربي شوو. عربي نو بيا راته داسې شوه چې کله کله به مو په خپل منځ کې تفاهم هم په عربي ژبه و.

خو دا هغه کتابي ژبه وه چې اوس خپله عرب هم پرې نه پوهېږي. په ۲۰۰۶ کال کې د افريقې له يوه وګړي سره په کابل کې بلد شوم. زه هغه وخت د پوهنتون په لومړي ټولګي کې وم او دغه سړي په يوناما کې کار کاوه. نوموړي په تاريخ کې پي ايچ ډي درلوده او عربي ادبيات يې لوستي ول.

يو وخت يې د نورو زده کړو په اړه راڅخه وپوښتل. ورته مې وويل چې عربي علوم، فقه، حديث او نور مې لوستي دي. هغه راسره په عربي خبرې پيل کړې، خو زما عربي کتابي عربي وه، ښه ډېر يې راته وخندل.

اصلي مسله دا وه چې موږ د يوې ژبې د زدکړې لپاره پوره هلې ځلې کړې وې، خو موږ يې يوازې چوکاټ زده کړی و، او ژبه مو بيا هم زده نه وه. هغه څه چې په کتاب کې و هغه په ټولنه کې د خلکو د تفهيم وړ نه و او هغه چې خلکو به ويل هغه په کتاب کې لږ موندل کېدل.

"ډېر ځله ما خپله په هغو مضامينو کې د پوښتنې جرئت نه دی کړی چې ژبه به يې پردۍ وه، لامل به يې دا و، چې زه به تر روحي فشار لاندې وم، زه به وېرېدم چې خپله خبره به سمه وکولای شم کنه؟"

بله دا چې له دې کبله چې زموږ د نصاب ژبه عربي وه، نو طبعا زموږ په زده کړه يې هم تاثير کړی و، ځکه زموږ د زده کړې صلاحيت نيمی شوی ، همهاله نيم د ژبې پر زده کړه او نيم نور د علومو په زده کړه مصرفېده.

مورنۍ ژبه

تر بل هر چا کېدای شي زه ډېر د مورنۍ ژبې په ارزښت ځان پوه وګڼم. ځکه زه چې اوس فکر کوم که ما لوستلي کتابونه په پښتو ژبه وای نو ما به د اوس په پرتله ډېر زيات څه پکې زده کړي ول.

زه ډاډه يم که چېرته دوه ماشومان چې ذهني قوت او د زده کړې صلاحيتونه يې يو ډول وي، يو کتاب ورته وويل شي خو يوه ته په مورنۍ ژبه او بل ته په پردۍ ژبه، نو د هغه ماشوم لاسته راوړنې به ډېرې وي چې کتاب او درس يې پخپله مورنۍ ژبه وي.

ممکن هغه بل ماشوم هم درس زده کړي، خو له دې کبله به د تحليل ځواک و نه لري، چې کتاب يې په مورنۍ ژبه نه و. زموږ په مدرسو کې خو له ډېره وخته همداسې دي، چې ديني او مذهبي کتابونه هغه که فقه ده که تفسير دی او که نور کتابونه دي ټول په عربي ژبه دي. له همدې کبله زموږ طالب العلمانو ته لومړی د هغوی زده کړه سخته وي او ورسته يې بيا تحليل او تجزيه هم ورته سخته وي.

تر دې ور ها په ښوونځيو کې هم همدا حال دی. ډېر استعدادونه له دې کبله وده نه شي کولای چې په ښوونځي کې هم د استاد ژبه او هم کتاب ژبه پردۍ وي او دده مورنۍ ژبه نه وي.

د استعدادونو غوړېدا بېلا بېل فکټورونه لري، خو يو يې هم دا دی چې ماشوم پخپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي. موږ مورنۍ ژبه يوازې په کور کې وايو. په ښوونځي کې هر څه راته پردی ښکارېږي.

ډېر ځله ما خپله په هغو مضامينو کې د پوښتنې جرئت نه دی کړی چې ژبه به يې پردۍ وه، لامل به يې دا و، چې زه به تر روحي فشار لاندې وم، زه به وېرېدم چې خپله خبره به سمه وکولای شم کنه؟ ګرامر ته به مې پام و، مفهوم ته به مې پام و او ټولو خواو ته به متوجه وم، چې تېروتنه و نه کړم.

د جومات امام عرب دی په مکتب کې ډيلي وال دی

يو استاز راله پيدا کړئ خو پښتون راله پيدا کړئ

که به مې دا ټول شيان برابر کړل، نو بيا به مې له ذهن څخه مفهوم ووت، يا به مې پوښتنه هېره شوه او هر څه به همداسې نيمګړي پاتې شول. خو که په مورنۍ ژبه زده کړې وي لږ تر لږه له ماشوم سره به دا وېره نه وي چې په پوښتنه کې به د ګرامر له اړخه تېروتنه وکړم.

که د ژبې کورس وي او يا د ژبې مضمون وي ممکن دا معقوله خبره وي چې پوښتنه هم په هماغه ژبه وشي، مګر که زموږ اصلي هدف د ژبې زده کړه نه بلکې، د کېميا د مضمون زده کړه وي، نو په دې کې بيا بايد پوښتنه هم پخپله مورنۍ ژبه وکړو.

زه د خپل نسل او خپلو هغو همځولو ستونزه درک کوم چې پردۍ ژبې ترې د پوښتنې کولو جرئت اخيستی و، او هغسې و نه ځلېدل چې بايد وای. دوی ملامت نه دي ځکه نيم استعدادونه يې پټ پاتې شوي دي.

د دوی استعداد وېشل شوی دی او د ويشلي استعداد ثمره به ارو مرو کمه وي. خو هيله مې دا ده چې زموږ راتلونکي نسلونه حد اقل پخپله ژبه د پوښتنې حق لري، پخپله ژبه درس ووايي او پخپله ژبه د پوهې خاوندان شي.

اوس خو د خدای بښلی سيف الرحمن سليم په وينا:

د جومات امام عرب دی په مکتب کې ډيلي وال دی

يو استاز راله پيدا کړئ خو پښتون راله پيدا کړئ

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .