هغه ډار چې ټول عمر ملګرتیا کوي

د خپريدو وخت: 12:30 گرینویچ - جمعه 22 فبروري 2013 - 04 کب 1391

له خلکو لرې تښتېدم او تر کلونو به ډارېدم، بلکې اوس هم ډارېږم.

لارا نیومن اینا پولیس سیمه کې اوسي. ۱۸ کلنه وه چې پرې جنسي تېری وشو. مجرم زنداني دی. پر لارا او نورو ښځو د جنسي تېري کولو د جرم له امله په عمري بند محکوم دی.

"هغه مهال مې په ټولنیز پوهنځي کې زده کړې کولې، خو د لګښتونو پوره کولو لپاره مې په یوه هوټل کې هم مزدوري کوله، هغه ماښام چې کور ته ستنه شوم، روم مېټ ( انډیوال. د کوټې ملګری هلک) مې کور کې نه و.

هغه له ما سره هوټل کې مزدوري کوله. ښايي له خپلې ملګرې سره تللی و. زه کور کې یواځې وم. د شپې ۱۲، یوه بجه به وه، ویده وم، چې اپارتمان کې مې غږ تر غوږو شو، سترګې مې پرانیستې، چې پر خوله مې بالښت ایښی و او پر سر مې ټوپک. دغسې یې پر ما جنسي تېری وکړ.

د بدمرغۍ پیل

له هغه وروسته مې خورا بدې ورځې ، شپې تېرې کړې. په پیل کې پوهېدم، چې مور پلار مې پر ما د جنسي تېري پېښه نه مني او دا هم چې پولیس هم پر ما باور کولو ته چمتو نه دي. دوی فکر کاوه، چې هېڅ تېری مېری نه دی شوی. دا نجلۍ د امېندوارۍ د پټولو لپاره او یا د کومې بلې موضوع لپاره ډرامه کوي.

له دې امله د هغې پېښې په اړه هېڅ ډول څېړنه و نه شوه. زما لپاره دغه ډول خبرې ډېرې ځورورنکې وې. یو خو دا چې زه د خپل غم ګاللو ته یوازې وم او بله دا چې زه دې ته چمتو نه وم.

له ناچارۍ بېرته د مور پلار کره اوسېدو ته لاړم. تاسې پوهېږﺉ، چې په هغه کور کې، چې مور پلار مې پر ما د جنسي تېري په اړه باور نه کاوه، خو پوهېدل، چې له تېري پرته یو څه شوي دي، زما لپاره اوسېدل، څومره ستونزمن وو.

له ۲۱ کلنۍ وروسته وتوانېدم، چې بهر ته ووځم، خو له هغه وروسته مې هم ضد او نقیض فکرونه مله وو. داسې هم کېدل، چې کله نا کله به مې لوږه نه احساسوله، ډوډۍ به مخې ته ایښې وه، خو زړه مې ورته نه کېده.

له هېچا سره مې دوستي او یا اړیکې و نه موندل. له خلکو لرې تښتېدم او تر کلونو به ډارېدم، بلکې اوس هم ډارېږم.

هغه ټولې نجونې، چې جنسي تېری پرې شوی و او ما ولیدې، له ورته حالت سره مخامخ دي او دغه خوف او ډار هېڅکله دوی نه پرېږدي.

"هغه ټولې نجونې، چې جنسي تېری پرې شوی و او ما ولیدې، له ورته حالت سره مخامخ دي او دغه خوف او ډار هېڅکله دوی نه پرېږدي."

زه دې حالت ته په (ژوند یني خښېدل وایم). دغه ډول پېښې هېرول، شا ته غورځول ډېر ګران دي. خو که هغه ښځې او نجونې، چې پرې جنسي تېری کېږي، ګډ غږ پورته کړي، نو د دې مکروه جرم په باره کې به د خلکو رویه بدله شي.

ژوند کې داسې وخت هم راځي، چې انسان حیران شي، د ژوند لپاره بل ګام پورته کړي او که هېڅ هم و نه کړي. زما مساله داسې وه، چې یوه او بله ورځ پر مخ تلم.

ژوند ته ګرځېدل

له ۲۳ کلنۍ وروسته مې د کار کولو او ژوند سمولو ته پام وکړ. شپه او ورځ مې یوه کړه، چې له خلکو سره د اړیکو جوړولو پر ځای د خپل کار په هکله پوهه تر لاسه کړم.

د ایم بي ای بریلیک نامه مې تر لاسه کړه او د کار او زیار په پایله کې مې یوه تر بلې غوره دنده تر لاسه کوله. د عمر له ۳۰ کالو بشپړېدو سره هممهاله له مالي پلوه سوکاله شوم.

د جنسي تېري له ورځې ۱۹ کاله وروسته مې پرېکړه وکړه، چې دغه قضیه باید له سره پرانیستل شي. که څه هم په تېر کې مې څو ځلې داسې هڅه کړې وه، خو په ټوله توجه سره مې دغه کار پر مخ نه و بیولی. ثابت قدمي دغه لار هم راوښوده، چې که یو پلو مې دنده ومونده، نو بل پلو مې په سوداګرۍ کې بریا تر لاسه کړه.

د جنسي تېري په اړه راټول کړي ثبوتونه پخوا ضایع شوي وو، خو د ګوتو نښانونه اوس هم موجود وو. پولیس باید د ۱۲ کلونو په اوږدوکې د بېلا بېلو مجرمانو د ګوتوله نښو سره دغه نښانونه پرتله کړي وای، خو دوی داسې و نه کړل. همدغه نښانونه د یوه کس د ګوتو نښانونو ته ورته وختل، چې څو ځلې زندان ته تللی و.

هغه مهال چې پر ما جنسي تېري کوونکي ته سزا ورکړل شوه، داسې ګومان مې کاوه، چې ازادي مې تر لاسه کړه. همدا د (ازادۍ) اصطلاح ده، چې زه یې له لارې خپل احساسات اظهاروم، ځکه د دغه ډول تېري، چې پر ما وشو، پای نه شته.

هو!

له انصاف تر لاسه کولو وروسته انسان احساس کوي، چې دروند بار یې له اوږو کوز شو.

زما لپاره دا عجب وخت و، زړه مې غوښتل یوه ټوله اوونۍ اوږده وغځېږم او ویده شم، دې پرېکړې مې ژوند بدل کړ.

د همدې پرېکړې د ورځې په ماښام مې هغه سړی هم ولید، چې اوس مې خاوند دی. دا هم یو تصادف و، نو په ۳۹ کلنۍ کې مې واده وکړ او اوس د یوه زوی او یوې لور مور یم."

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .