پښتونخوا: د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ

د خپريدو وخت: 12:09 گرینویچ - جمعه 22 فبروري 2013 - 04 کب 1391

پښتو زموږ مورنۍ ژبه ده. ژبه مور ده، خو زموږ مور بې ژبې ده.

پښتانه ژبې ته مور وايي خو د فبرورۍ په ۲۱ مه د مورنۍ ژبې د ورځې په مناسبت چې پښتانۀ خپلې پښتو مور ته ګوري نو څه به وايي!

هو پښتو زموږ مورنۍ ژبه ده. ژبه مور ده، خو زموږ مور بې ژبې ده.

۵۰۰۰ کلن اوږد تاريخ لري، په میلينونونه سرونه ، پراخه جغرافيه لري او له دې هر څه پرته په نړېواله توګه ويونکي، ليکونکي، زده کونکي يې شته.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دوو پخوانيو ولسمشرانو نور محمد تره کي او ډاکټر نجيب الله په پښتو ويناګانې کړي دي.

د افغانستان قومي، دولتي او د نصاب ژبه پښتو ده. په دغه ټولو پورتنیو حوالو ورته موږ نه يوازې د پښتنو افغانانو قومي ژبه وايو بلکې دا وخت د نړيوالې ژبې ضرورت او ارزښت هم پوره کوي.

خو بدبختانه په دې دومره پوره او غني والي کې يې هم په خپله پښتونخوا کې چا د مور په صفت حق ادا نه کړ.

بله بدبختي دا ده چې پښتو د خټې ولسونه ډېر لري خو د ژبې نه. ډېر پښتانه نورې ژبې وايي او خپله مور نه پېژني لکه چې د مور نه خپل زامن ورک شوي وي.

د دې سبب دولت، بادار او دربار دى_ پښتو له پیل راهیسې د دولت، بادار او دربار پرضد پاتې شوې ده.

دغه وجه ده چې د دې ژبې خپل اولاد هم چې کله پر دغه تختونو او څوکيو ناست دی، بيا يې خپله مور هېره کړې او د دولت، بادار او دربار ژبه يې ويلې ده.

د فبرورۍ ۲۱ مه د ژبې نړيوالې ورځې تاريخ هم د قوم او د دولت د جنګ نه جوړ شوى دى چې د پاکستان د پخواني فيلډ مارشل ايوب خان په حکمرانۍ کې بنګاليانو د پخواني مغربي پاکستان د پنجابي جنرالانو او بيوروکراټانو د هغه حکم منلو نه انکار وکړ چې د پاکستان دولتي قومي ژبه به اردو وي.

"موږ نن هم د رياست نه د خپلې مورنۍ ژبې د شتون غوښتنه کوو چې پښتو دې دولتي، عدالتي او نصابي ژبه وګرځوله شي."

بنګاليانو دا حکم و نه مانه او و يې ويل "موږ بنګالي قوم خپله ژبه بنګالي وايو". پوځ پرې ګولۍ وورولې او بنګالي طالب علمان په کې شهيدان شول.

د بنګله دېش په جوړولو او د جناح صاحب د پاکستان په ماتولو کې د بنګاليانو د مورنۍ ژبې او بنګالي قوم پرستۍ احساس بنيادي رول لوبولى دى.

دا وخت د پاکستان په اوسنیو کړکېچنو حالاتو کې قومي او لساني محرومۍ دي ځکه چې قوم په ژبه پېژندل کېږي او څوک چې د چا نه ژبه اخلي لکه چې زامن او مور يو له بله بېلوي.

مور به څنګه خپل زامن پردي کوي او زامن به ولې په مور ننګ نه کوي. که دا وخت په پاکستان کې قومي لساني اختلافاتو ته څوک هر څه نومونه ږدي خو بنياد به يې د لوېدیځ پاکستان د پنجابي جنرالانو لخوا په بنګالي قوم پرستو د ګولیو ورولو وي.

که په دغه بنيادونو په نوي پاکستان کې تر اوسه پورې هر چا د خپلو غرضونو لپاره هر څنګه عمارتونه ودرول خو جنګ او اختلاف قومي او لساني دی.

د پاکستان ټول قومونه يو مذهب لري خو ژبې او کولتورونه يې بېل دي.

د ملکونو کنفډرېشن د مذهب په بنياد نه، د ژبې او کولتورونو په بنياد کېږي. که د مذهب په بنياد د مسلمانانو يو کنفډرېشن کېدى شوای نو ټول عرب هېوادونه به په اسلامي نړيوال کفنډريشن کې يو وای خو یوازې خداى او رسول به يې شريک و، نور په هر څه له يو بله جلا وای.

حتی چې په يو پاکستان کې ټول قومونه په ژبې هم جلا دي او ګټې مو هم د يو بل پرضد. دا ټول قومونه په غلطه جغرافيه کې يو بل سره په غېر فطري ډول ژوند کوي.

په فطري توګه پنجاب د هند د مغربي پنجاب سره نژدې دى ځکه خو د پنجابي نړيوال کنفرانس پر مهال د مغربي پنجاب وزيراعلی د مشر ميلمه په حيث په لاهور کې، په پنجابي کنفرانس کې ويلي و، چې "موږ يو پنجابي قوم يادېږو، وخت يو له بله جلا کړي یو خو اوبه په ډانګ نه بېلېږي."

د پاکستان پنجاب ورته لاسونه پړکولي و او د جناح صاحب دوه قومي نظريه يې په خپله رد کړې وې. د دغه پنجاب په عدالتونو کې د پښتنو مشرانو خلاف د دوو قومي نظريو د مخالفت مقدمې په فايلونو کې پرتې دي او "غداران" يې ورته ويلي دي.

په يو پاکستان کې بلوچ په ايران کې ننوتی دی او د پاکستان قومي ترانه په کې څوک نشي ويلى، جنډه نشي لګولى.

سندهـ يې د راجه داهر، محمد بن قاسم په کیسه کې نښتی دی، پاتې شو د پاکستان پښتون قوم ــ پښتون په تاريخ او جغرافيه افغان يادېږي، په سينه يې د ډيورنډ اوږده کرښه غځېدلې ده خو په ژبه، کولتور، ژوند ژواک ګټه او تاوان هر څه بېخي شريک دي.

"په مورنۍ ژبه زدکړه د ماشومانو بشري حق دی"

نن د فبرورۍ يو ويشتمه د مورنۍ ژبې نړېواله ورځ ده. کارپوهان په مورنۍ ژبه زدکړه د ماشومانو بشري حق بولي او وايي د ماشومانو په وده کې خورا مهم رول لوبولى شي.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

موږ د پښتو مور سره د تاريخ په دومره اوږد سفر کې تردې را ورسېدو چې اوس په شمال کې پښتون د خيبر پښتونخوا نوم لري او په جنوب کې پښتون د بلوچستان په سينه سواليه نښه ده!

د پښتونخوا په قبايلي پټۍ کې د لويې لوبې لوبغاړي دي، پښتون افغان ته يې اول مذهب وهلی دی، اوس يې ورته ژبه کولتور او تاريخ وواهه خو د دې ټولو ستونزو او بربادیو باوجود يې نه دا قوم مړ کړ نه دا ژبه، خو قرار ژوند ته يې هم نه پرېږدي.

د فبرورۍ په ۲۱ مه د مورنۍ ژبې په نړيواله ورځ چې قومونه د خپلو مورنۍ ژبو په لمانځنه کې په خپلې خپلې مور (ژبې) وياړ کوي نو ټولو نه زيات وياړ د بنګاليانو دى چې په نړېواله کچه يې دا څرګنده کړه چې ژبه، قوم او خاوره يو وجود لري.

قوم او خاوره يې پنجابي جنرالانو او سياستمدارانو ومنله.

ذوالفقار علي بهټو چې د پاکستان وزير اعظم و، د اسلامي مشرانو کنفرانس پر مهال يې بنګله دېش د منلو اعلان وکړ.

د پاکستان دويم پنجابي وزير اعظم نواز شريف چې د بنګله دېش په دوره لاړ نو په ډهاکه کې يې د بنګالي شهيدانو په مزار ګلونه کيښودل.

خو! د فبرورۍ ۲۱ د مورنۍ ژبې په نړيواله ورځ موږ نن هم د رياست نه د خپلې مورنۍ ژبې د شتون غوښتنه کوو چې پښتو دې دولتي، عدالتي او نصابي ژبه وګرځوله شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .