د نصیر احمد احمدي نوی ناول اغزن سیم، یو څو خبرې

د خپريدو وخت: 13:46 گرینویچ - شنبه‬ 23 فبروري 2013 - 05 کب 1391

اغزن سیم د یوې نجلۍ کیسه ده، چې د دې سیمې د ډېرو نورو په څېر کم نصیبه ده.

څومره چې په ټوله نړۍ کې ډېر ناولونه لیکل کېږي، په هماغه کچه یې د اډانې د څرنګوالي په اړه هم خبرې کېږي.

خو په دې هر څه سربېره هم لږ ناولونه داسې دي، چې د نقادانو او عامو لوستونکو یو ډول ستاینه یې نصیب کېږي.

زموږ په وطن کې هم ورته حالت دی. دلته ډېر لږ ناولونه لیکل کېږي او بیا ډېر لږ داسې دي، چې چاپ کېدل یې نصیب شي.

له دې وروسته نو بیا یو مخ لږ داسې دي، چې د هرچا د خوښې وړ کېږي.

خو ځوان لیکوال نصیر احمد احمدي بیا له هغو ډېرو لږو لیکوالو څخه یو دی، چې هر ناول او لنډه کیسه یې په مینه لوستل کېږي.

د ښاغلي احمدي نوی ناول (اغزن سیم) همدا تېره اونۍ له چاپه راوتلی.

پر ناول خبرې کول اسانه نه دي، خو د احمدي صیب غوندې لیکوالو د ناول په اړه څه ویل نور هم ستونزمن دي، ځکه د یوه منل شوي هنرمند، هنر ډېر اړخونه لري، چې ځیني یې د سړي له سترګو پنا وي.

په هر صورت د یوه عام لوستونکي په څېر مې د نوموړي له نوي ناول نه هم د ده د نورو داستاني اثارو په څېر خوند واخیست.

د بل هر تکړه لیکوال په څېر یې د ټولنیزو مسایلو نویو اړخونو ته متوجه کړم، ویې خندولم او هو! ... ژړا ته یې هم نژدې کړم.

اغزن سیم د یوې نجلۍ کیسه ده، چې د دې سیمې د ډېرو نورو په څېر کم نصیبه ده.

ښه روغتیا، د ژوند ښې اسانتیاوې، اسوده کورنی ژوند، په خپل هېواد کې سوکاله ژوند، هېڅ یې هم په نصیب نه دي.

دویمه کیسه

د اغزن سیم د کیسې له پرمختګ سره ځینې نور کرکټرونه هم مخې ته راځي، چې په لوستو یې د لږ ساعت لپاره لوستونکي ته د مرکزي کرکټر د ژوند ناخوالې لږ ښکاره شي.

خو په دې سربېره په یاد ناول کې د مرکزي کیسې تر څنګ په غیر محسوس انداز یوه بله کیسه هم روانه ده، چې هغه خپله د لیکوال د ژوند لیک یوه برخه معلومیږي.

لیکوال د ناول په دې برخه کې د اصلي موضوع تر څنګ په هنري انداز خپلې خبرې هم راته کوي او له ځان سره مو کرار کرار د موضوع تل ته کوزوي.

"تکړه لیکوال شعوري هڅه کوي، چې خپل لوستونکی له خپل چاپیریال سره بلد کړي او هم ورته د کیسې چاپېریال واضح کړي او احمدي صیب همدا کار په ډېره ښه توګه کړی."

احمدي صیب د ناول لیکنې پر مهال د کابل ښار د موسم، جغرافیې، پېښو او ان د وطن د ورځني ژوند په اړه راته ډېر څه وايي. خو دا هر څه په یوه دوو جملو کې ویل شوي، چې پر لوستونکي نه غمېږي.

تکړه لیکوال شعوري هڅه کوي، چې خپل لوستونکی له خپل چاپیریال سره بلد کړي او هم ورته د کیسې چاپېریال واضح کړي او احمدي صیب همدا کار په ډېره ښه توګه کړی.

که دغه موضوع په داستاني اثارو کې د مقالې په څېر وړاندې شي، لوستونکی ستومانه کوي، خو لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، د احمدی صیب په ناول کې ځای په ځای په یوه دوې کرښو کې د لیکوال د خپل وجود اظهار لوستونکی د نکل په بڼه د یوې کیسې له اوږدوالي ژغوري.

د پریمانه سیمه ییزو اصطلاح ګانو کارونه د احمدي صیب نثر ته خوږوالی او رواني ورکوي. خو داغزن سیم په کمپوز کې تېروتنې شته، چې پړه یې بیا هم خپله د احمدي صیب پر غاړه ده، ځکه نوموړي دغه ناول خپله کمپوز کړی.

اغزن سیم په ننګرهار کې د مومند خپرندویه ټولنې له خوا ۱۰۰۰ ټوکه چاپ شوی او د پښتۍ ډیزاین یې ښاغلي رضا پارسا کړی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .