ډیوه: دلته ‌ظلم هلته ناروا

د خپريدو وخت: 17:44 گرینویچ - شنبه‬ 23 فبروري 2013 - 05 کب 1391

دا مور د نن ماشومه نجلۍ ده، دا نجلۍ له خپل ظلم او ناروا دواړو وژغورئ!

د پښتنوهغه تړې څومره د غيرت، عفت اوانساني کرامت لپاره ايِښودل شوي، په کومو کې چې له خپل حق، خاورې او ناموس نه دفاع څرګنده ده خو ځينې داسې تړي پر دوی ايښودل شوي چې په کې يو خوا ظلم او بل خوا ناروا شته.

د لغمان په دولت شاه دره کې تنکۍ پېغلې ساعتونه ساعتونه په يوازې سر مزل کوي، له غره لرګي راوړي او ځيني خو يې ټوله ورځ د ځنکلونو په منځ کې د ونو بيخونه ګوري او ګوڅي (قيمتي مرخيړي) په کې لټوي.

په کليو کې يې ټوکرۍ (کجاوه) په شا تړلي وي له کوره د څارويو اضافي توکي (سره) کروندو ته وړي.

ټوله ورځ په کروندو کې کار وکړي او ماښام د څارويو د خوړو واښه په سر کورته وړي.

دغه پېغلې د اولادونو له ښې روزنې، د ځان د روغتيا او ډېرو نورو ښېګڼو نا خبره دي.

په همدې کليو کې کله کله زورواکي ځوانان ښکلې او خوښې کړې نجونې په لويه لار له مټ نيسي او تښتوي يې.

دغه تښتونې ډېر ځله د تښتونکي ځوان او تښتول شوې نجلۍ د سر په تاوان او د کورنيو په اوږدو شخړو اوړي.

دا‌ ظلم د ډېرو په ياد نه دى او نه يې هم د حل لارې په فکر دي.

خو ناراوا د ټولو په ياد ده.

هغه ناروا چې نه يې له مذهب ورسره کوم تړاو شته او نه هم د دوی کومه ظاهري ګټه ده.

"که ښوونځي ته د نجونو د نه پرېښودو دليل دا وي چې له کوره وتل ښه نه دي نو د کروندو د کار لپاره وتل دې هم داسې وګڼي."

دغه ناروا د نجونو زده کړه ده.

دوی نه غواړي چې خويندې يې ځان خداى او ژوند وپېژني.

که يې دليل دا وي چې له کوره وتل ښه نه دي نو د کروندو د کار لپاره وتل دې هم داسې وګڼي.

که ښونځي ته په تللو له ناروا اړيکو ډار لري نو دا اړيکې په کليوالو سيمو کې هم پالل کېداى شي.

که وايي ښونځي ته په تللو څه زده کولی شي دا هم انسانه ده. د خپل ځان،څښتن،ژوند، مور، پلار، ګاونډي او نورو حقونه زده کوي.

تر هر څه ډېره اړينه دا ده چې که مو ښځينه ناروغه شي کومه درته ښه ښکاري، ښځينه ډاکټره يې وګوري که نارينه.

ولې مو په خويندو ظلم ته پام نه دی؟ هغه ظلم چې هېڅ دليل ورته نه لرو؟

ولې مو هغه څه ناروا کړي چې د ژوند اړتيا مو ده، عزت مو په کې خوندي دى، ځان خداى او نړۍ را ته ښيي.

که مو د يوې په پوهې سمبالې مور لاره جوړه کړه، دغه مور به مو زوی او لور دواړه په پوهه سمبال کړي.

دا مور د نن ماشومه نجلۍ ده، دا نجلۍ له خپل ظلم او ناروا دواړو وژغورئ!

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .