لمر څرک: توهم پالنه او طبي درملنه

د خپريدو وخت: 17:16 گرینویچ - 24 فبروري 2013 - 06 کب 1391

زموږ په ټولنه کې به ډېر کم داسې خلک وي چې په کوچنيوالي او يا لويوالي کې يې کوم زيارت، تاويز کښونکی، جادو ماتوونکی يا پيری ولاړوونکی ملا، پير يا اغا نه وي ليدلی.

يو وخت زموږ په کلي کې د يو چا واده و. ښځو دريې وهلې او اتڼونه يې کول. په همدې حال کې يوه ښځه په ميدان کې وغورځېده او نارې يې کړې. موسيقي او خوشالي ودرېده.

مېلمنې ټولې پر ځمکه پرتې ښځې پر شا او خوا راټولې شوې. يو چا يو لوی تلتک را وړ او پر ښځې يې وغوړاوه. دوې درې نورې سر بېره ور باندې کښېناستې.

ټولو ويل پر ښځې پيريان راغلي دي. څو ورځې وروسته مو واورېدل چې کوم ملا صاحب يې ورته را وستی و چې د انګړ په منځ کې يې په نريو شنو لښتو په وهلو د ښځې هغه پيريان ولاړ کړل.

اندېښنه (Anxiety)، ناببره وېره او وارخطايي (Panic Attacks)،خوابدي (Depression)، زړه تنګي (Distress)، تشنج (Hysteria) او ډېرې نورې داسې ناروغۍ دي چې زموږ په ټولنه کې ورته د رنځ په سترګه نه کتل کېږي بلکې پر يو چا د پيريانو د راتګ يا د بلا د سيوري په نامه يادېږي.

په ډېرو ځايونو کې د داسې ناروغیوو درملنه په وهلو ډبولو او يا زيارت، پير او باباګانو کېږي.

زموږ په ټولنه کې به ډېر کم داسې خلک وي چې په کوچنيوالي او يا لويوالي کې يې کوم زيارت، تاويز کښونکی، جادو ماتوونکی يا پيری ولاړوونکی ملا، پير يا اغا نه وي ليدلی.

زموږ په خلکو کې د نا پوهۍ او سواد کموالي له کبله ګڼ توهمات شته.

ډېر خلک وايي "د شپې د ونو تر سيوري لاندې مه ځئ ځکه پيريان درسره کېږي." دا مسله ساينسي اړخ لري.

ټول نباتات د فوټوسينتسيس يا په رڼا کې د ترکیب له طريقې وده او ژوند کوي. د فوټوسينتسيس له مخې نباتات د ورځې له خوا کاربن ډای آکسايډ ټولوي او آکسيجن را باسي او د شپې له خوا بېرته کاربن ډاي آکسايډ ايله کوي.

"په زيارتونو او بندونو د علاج کولو يو لامل کېدای شي د ټولنې توهم پرستي يا پالنه وي خو بل لامل يې په کليو او لېرې پرتو سيمو کې د ډاکټرانو نشتوالی دی."

د کاربن ډاکسايډ تنفس کولو سره د انسانانو او حيوانانو په وينه کې تېزابيت زياتېږي چې Acidosis ورته ويل کېږي او د بدن په عادي نظام کې ګډوډي را منځ ته کوي.

نو د دې پر ځای چې د Acidosisلرونکی کس ډاکټر ته بوتلل شي، د پيري ولاړولو لپاره په زيارتونو او پيرانو ګرځول کېږي.

ځينې وخت خو لا داسې هم کېږي چې خلک د ډېرو څرګندو ناروغيوو لپاره په زيارتونو ګرځي.

ښه ويني چې غاښونه يې خراب دي او د ډاکټر درملنې ته اړ دي، خو بيا هم د درد د ارامۍ لپاره پر زيارتونو ګرځي.

په زيارتونو او بندونو د علاج کولو يو لامل کېدای شي د ټولنې توهم پرستي يا پالنه وي خو بل لامل يې په کليو او لېرې پرتو سيمو کې د ډاکټرانو نشتوالی دی.

اوس که څه هم په ولسواليو کې ډاکټران يو څه ډېر شوي خو په پخوا وختونو کې چې د درملنې ساينسي طريقو او ډاکټرانو ته د خلکو لاس رسی کم وو نو ډېری ناروغانو په دم، تعويذ او زيارتونو خپلې اړتياوې پوره کولې.

اوس هم، په افغانستان کې ډاکټران ډېر پرمختللي وسايل نه لري. د خلکو د ناروغيو په تشخيصولو او بيا درملنه کې ستونزې شته.

کله چې خلک پوه شي د ډاکټر له درملو سره نه جوړېږي نو بيا نورو لارو چارو لکه زيارتونو او دم تعويذ پسې ګرځي.

د اروا پوهنې په برخه کې له امريکا څخه ماسټري لرونکی، ډاکټر اسماعيل درمان وايي وهم پالنه هغه وخت ډېر ه وي چې خلک يوې مسلې ته ساينسي حل نه شي موندلی.

"وهم پالنه هغه وخت ډېر ه وي چې خلک يوې مسلې ته ساينسي حل نه شي موندلی. "

ډاکټر اسماعيل درمان

د هغه په وينا ځينې وخت بې درمله او بې ډاکټره، د مسلکي مشورې درملنه تصادفي هم وي، لکه يو څوک په ډېرو دوايانو نه خو د يو زيارت په ليدلو سره جوړ شي.

دې ته پليسيبو ايفيکټ (Placebo Effect) ويل کېږي چې د ناجوړه کس درملنه د هغه د علاج څخه د تمې پر بنسټ کېږي.

د پليسيبو ايفکټ له لارې درملنه تر هغه وخت ښه ده چې مسلکي او ساينسي طريقې تر پښو لاندې نه کړای شي او هغه ناجوړۍ چې جدي کتنې، مشورې، پاملرنې او درملنې ته اړتيا لري بايد تر همدغه ځايه پرې نه ښودل شي او په ساينسي طريقه يې نوره سمه درملنه وشي.

په زيارتو ګڼې ګوڼې او سنتي ټولنې ته په کتو په ځينو زيارتونو کې د ښځو لپاره ورځې بېلې شوي وي.

په دې زيارتونو کې ښخ کسان هميشه نارينه وي يا په بله مانا موږ يوازې د نارينه وو مړو زيارتونو ته ورځو.

هلته پر قبر رنګا رنګ څادرونه پراته وي او خوا او شا يې د وسپنې جالۍ را ګرځېدلې وي. داسې هم ليدل شوي چې ښځې پر دې جالۍ شا او خوا را ګرځي او طواف يې کوي.

په ونو کې د مراد لپاره ميخونه ټک وهي، قلفونه خلاصوي او بندوي، په زيارت پورې تړلې ريښکیوو ته غوټي اچوي، هلته را ځړېدلې زنګولې شرنګوي، په يوه کټوري کې د پرتې خېرنې مالګې څکه کوي چې خورده ورته ويل کېږي او د زيارت د مينجور څخه د غاړې او ليچو لپاره بندونه اخلي.

خلک د مراد تر سره کېدلو وروسته د حلوا ترڅنګ دې زيارتونو ته پوښونه، چرګان، پسونه او نغدې پيسې وړي چې د هغه ځای منجوران يې ټولوي.

د ځينو ملايانو، اغا صاحبانو او پير باباګانو په اصطلاح دربارونو کې هم د چرګانو او پسونو څخه لار نه کېږي.

د خلکو پنځه افغانۍ ته به يې هم تمه وي او ور سره دا هم ورته وايي چې که شکرانه و نه لري نو څاښت او تاويز به يې اثر و نه کړي.

"د شپې د ونو تر سيوري لاندې مه ځئ چې پيريان درسره کېږي."

د ټولنې عامه نظر

همدا شکرانې وي چې ډېرو دغسي ملايانو، اغا صاحبانو او باباګانو پرې ځان ته ښې ودانۍ ابادې کړي وي او په سلګونه جريبه ځمکې لري.

د دوی د لکونو روپو کاروبارونه د خلکو پر همدغه پنځو روپو ولاړ وي.

داسې خلک هم شته چې د مسلمان ملايانو پرته پر نا مسلمانو لکه هندوانو او سېکانو هم د دم او تعويذ لپاره ګرځي.

د هېواد په ډېرو سيمو کې که څه هم وهم پالنه خلکو په يوه او بله مانا د اسلام سره تړلې او د مذهب برخه يې ګڼي، له دغه طريقو معلومېږي چې په اسلام کې د دې ځای نشته کنه نو خلک به نامسلمانو دم کوونکو او په اصطلاح تعويذ را ايستونکو پسې نه ګرځېدل.

بل دا چې د الله (ج) او بنده تر منځ يو بل بنده راوستل د اسلامي تعليماتو څخه نه دی.

د پيريانو له شتون څخه انکار نشته خو د هغوی په نامه د يوه انسان څخه د درملنې حق اخيستل او وهل ډبول يې په هېڅ ډول مذهب کې نشته.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .