پښتونخوا: د نعيم لالا ژوند او مبارزې ته کتنه

د خپريدو وخت: 12:19 گرینویچ - سه شنبه 26 فبروري 2013 - 08 کب 1391

د همزولو او سياسي ملګرو او مشرانو، نعيم خان

نوم: عبدالنعيم خان اېډوکېټ (نعيم لالا)

د پلار نوم: شېرافضل خان

استوګنه: زېده صوابۍ

زده کړه: بي اې، ايل ايل بي

سياست: سيکولر، قومي انقلابي، مترقي

وفات: د ۲۰۱۳ کال ۱۷ مه نېټه

يو داسې شخصيت چې د ضياء الحق د پوځي ځورونې، عذابونو، د دوزخونو نه هم د بې وسه ولسونو لپاره د جنتونو د احساس څخه روغ رمټ، مستقل مزاجه او د خپلې نظريې او سياسي عقيدې سره کوميټډ راوتی دی.

د هغه په شونډو، په غټو برېتونو کې مُسکا، په مخ يې د خپلې نظريې جلال او جمال، په خبرو کې يې خوشبين اُميد، په قدمونو کې يې رهنمايي تګ لاره، د انقلابي رهنما ګانو امين راز دار.

هغه د سياسي کورنۍ فرد، د باچا خان د ملګري عبدالعزيز خان کاکا خوريی، د سليم لالا مرحوم د صلاح الدين لالا پي ټي وي پروډيوسر، د فېض الرحمان لالا ای پي پي او ډاکټر عبد السلام ورور.

د ډېرو ملګرو، ځوانانو د تنظيم ډېموکراتیک سټوډنټس فېډرېشن (ډى ايس ايف) د غورځنګ ساه او حرکت.

د قومي انقلابي پارټۍ پورې د رهمنايي انقلاب افراسياب خټک په غوږ او غږ شريک!

د ځوانانو ملګرو نعيم لالا!

د همزولو او سياسي ملګرو او مشرانو، نعيم خان

"په پاکستان کې مذهب فتوی خرڅوي. سياست الزامونه او رسوايۍ!"

او د کور خاندان د کشرانو، ګل دادا

خو دا سړی!

بچھڑا کچھ اس ادا سی کہ رت ہی بدل گئی

اک شخص ساری شہر کو ویران کر گیا

تاثر

ګرانه محترم نعيم لالا!

ما په تورو کې ستا تصوير جوړ کړی، خو مکمل مې نه کړی شو. اوس دې په لیکنه کې نيمګړی تصوير پوره کوم. د دې لپاره زه مِل روډ مردان ته ستا هغه کور ته ځم، چې ستا د سياسي نظرياتي تفکر غارِ حرا په مثال و.

کتابونه، کاغذونه، سياسي وحې او الهامات، ميټنګونه، سټډي سرکلونه، هر څهٴ په دغه کور کې کېدل!

ته سياسي لارښود، موږ د ورکې لارې په لټون

ته استاد..... موږ ستا شاګردان

لکه سقراط چې نویو زلمو ته د زړو خدايانو د نوي کولو تعليم ورکوi.

تا به ويل: "د بوډۍ ځمکې خدای بوډا شوی دی، ما دغه بوډا خدای په حوالاتونو، ټارچر سلونو، د هري پور او پېښور په جېلونو کې ليدلی دی. هغه سره بغېر د پُر تشدده دماغو او غصې نه سېوا نور هېڅ نشته، تشدد او غصه هغه څوک کوي چا سره چې د سوال سم جواب نه وي. ما په تيارو کې د بوډاګانو لېونو خدايانو تشدد او غصې څخه دا زده کړل چې اوس د نوې ځمکې او نوي قدرت ضرورت دی."

دا خبره د سقراط هم وه، خو فرق دا و چې سقراط د زړو خدايانو په مخالفت کې سزا واورېده او تا د بوډۍ ځمکې د لېونو خدايانو د سزا نه پس خپلو شاګردانو ته وويل:

"مه وېرېږئ د داسې درواغجنو لېونو خدايانو د تشدد او غصې نه مه وېرېږئ! زموږ خپل رب رحيم او رحمان دی، دا نور ټول لېوني خدايان يو بل ته په سجدو پراته دي."

هو!

موږ اګاه شو چې د بوډۍ ځمکې لېوني خدايان په شاهي قلعه لاهور، بالاحصار، شپږم نمبر چوکۍ او ورسک پېښور کې کوم عمليات کړي دي، وخت او حالاتو ثابته کړه چې دا بوډۍ ځمکه اوس په دماغو ښکلی او نوی خدای غواړي او که نه!؟

تا ويلي و: "اوس د مټو د تورو د اسونو او د زغرو د جنګ زمانه نه ده، جنګ د دماغو دی. بايد دماغ دې کار وکړي، او په دغه سوال پوهېږي چې دا ولې؟ او هغه ولې؟"

زما ګرانه محترمه نعيم لالا

زه ستا په سياسي مکتب کې په دې سوال هم پوه شوم چې دا ولې او هغه ولې؟

او بيا مې ځواب هم پېدا کړ، ځکه تا سره وګرځېدم، او هم تا سره هلته ودرېدم، چې د قومي انقلابي پارټۍ په دروازه کې موږ ته خپل رهنمايي انقلاب وويل:

اپنی بی خواب کواڑوں کو مقفل کردو

اب یہاں کوئی نہیں کوئی نہیں آئیگا

خو!

که د بوډۍ ځمکې د لېونو خدايانو عقيده دا وي چې په سياست کې هېڅ حرف اخر نشته، او د سياست دروازې نه بندېږي نو تا سره موږ په سياسي سبک کې دا عقيده خپله کړې ده، چې د انقلاب دروازې هېڅوک نه شي بندولی.

بدلون او انقلاب د ځمکې د انسانانو ضرورت دی، دا به ارو مرو کېږي. مخکې یا وروسته خو هغه بدلون دومره حده پورې راغی چې اوس هغه پوځي جنرالان هم د انقلاب نارې وهي، کومو چې تا او ستا ملګرو سره د مرګ لوبې کولې.

اوس هغه سپين پوستى او شين پوستى هم د انقلاب جنډې ګرځوي، چې ستا انقلاب حرف ته يې کفر وایه!

اوس ټول خلک د هغه محبوبا سندرې وايي

خټک چې به د ځان سره ژړله کله کله

زما انقلابي لارښوده!

په پښتون وطن کې د قام پرستۍ او نظرياتي انقلابي سياسي مزاج او انداز يو شان دی، موږ په دواړو سياستونو کې ماضي پرست يو.

په قام پرست سياست کې خلک پلاران او نيکونه يادوي، خو د پلار نيکهٴ په قبر يوه لپه دعا ته اوزګار نه دي.

په انقلابي نظرياتي سياست کې ماضي پرستي او ماضي کشي دواړه رجحانات روان دي.

انقلابي ماضي پرست هغه خلک دي چې نوي څه نه شي کولى او زاړه هېرولى نه شي.

دویم قوت ماضي کش د هغه ځانمرګي بمبار په شان دي، چې ځان الوزوي او په دویم جنم کې خپلې زړې فلسفې ته افسانه وايي.

زما انقلابي استاده!

ته هم ستا شاګردان هم، اوس افسانوي کردارونه دي. زه خو وايم چې که ته يا ستا د شاګردانو ستا د ځينې ملګرو په شان څوک افسانوي کردار پاتې شي، نو بختور دي.

وخت به راشي څوک خو به د دې افسانې ډرامايي تشکيل وکړي، بدبخته خو هغه خلک دي چې د انقلابي افسانې د کردارونو څخه هم وتلي دي.

د نوي دور ډرامه نګار به هغه کردارونو ته کومه ژبه ورکوي؟

دا کردارونه به مفلظات انقلاب وي!

د انقلاب د افسانې مرکزي کرداره!

زه درته ځکه مرکزي کردار وايم چې اول مې د نا پېژندلي انقلاب په پاڼه کې ته ليدلی وې، بيا مې تا سره نور انقلابي لالا ګان وليدل او وپېژندل.

باباګان در سره نه وو، باباګان زموږ مخالف و، نن يې هم په کتاب کې زموږ د ''رهنما'' خلاف د ی اېس ای د اېجنټ تحريري فتوىٰ دا شک پېدا کوي، چې د بابا فتوه الزام وه که ما رهنما غلط و!؟

په سياست کې الزام تراشي او کردار وژنه کله کله د ګټې کور شي، لکه په کاسمېټکس ميډيا کې چې سکېنډل د شهرت باعث وګرځي.

لکه فتوه چې د پاکستان د ګند نه څوک د لندن او امريکا او ټولو اروپايي ملکونو خوش بخته جلا وطن کړي.

لکه څوک چې د نېب زده نه نېب زاده شهزاده جوړ کړي.

په پاکستان کې مذهب فتوی خرڅوي. سياست الزامونه او رسوايۍ!

"ما ستا په قبر يو سياسي ګل و نه ليد ځکه تا د ګلونو سياست نه دی کړی"

ستا د سياسي کردار اعجاز او برکت دا دی چې نه فتوی لرې نه رسوايي. نه الزام لري نه څه تور او پېغور!

زه ستا ژوند ته د خوارى کښ ولس د ارمانونو شوګېره وايم او ستا مرګ ته د يوې اوږدې، ناقراره شوګېرې خوب وايم.

په مرګ يقين لرم خو مړی درته نه وايم. زه چې ستا د قبر خاورو ته په دویمه ورځ کېناستم نو ټولې خبرې دې رايادې شوې.

ما ستا په قبر يو سياسي ګل و نه ليد ځکه تا د ګلونو سياست نه دی کړی، تا ته معلومه ده:

په دې لاسو کې نن ګل دی سبا کاڼى

د دې خلکو اُلفتونه ما ته ياد دي

ګرانه نعيم لالا!

نن ستا ملګري د سرمايې جوړولو په کار بوخت دي ځکه چې د سرمايې نه پرته سياست نه کېږي او سياست د سرمايې منبع ده.

هېڅ تاوان نه لري، شکست يې هم ګټه ده او تاوان يې هم.

کوم سياستونه چې په ګټه تاوان، ذاتي غرضونو او هوسونو اډاڼه شي، هغو سياستونو ته کاروبار ويل کېږي او په کاروبار کې کله نرخ پرېوځي او کله خېژي.

ستا په نظريه او سياست کې د نرخ د ختو پرېوتو عمل نه و، ځکه د سياست د منډيي نه بهر پاتې شوی.

خو يوه ګټه دې ضرور وکړه چې حالاتو واقعياتو د ضمير په عدالت کې باعزته برىالی کړې او د عمري قید سزا دې ختمه شوه.

اوس خپلو شاګردانو، مينانو، مينه والو ته انتظار کوه، چې د ضمير په عدالت کې د عزت او احترام سره باعزته برىالي شي. ستا په شان باعزته برىالي شو لالاګانو ته مې په هغه جهان کې سور سلام وايه.

په ګور دې نور شه

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .