ستاسې نظر: ایا د کانکور ازموينه په سمه توگه تر سره شوې ده؟

د خپريدو وخت: 12:14 گرینویچ - دوشنبه 04 مارچ 2013 - 14 کب 1391

ستاسې نظر خپرونه هر اوونۍ د سه شنبې په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي.

د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت وايي سږ کال د کانکور په ازموينه کې يې ددرغليو ٥٢٤ بيلگي ثبت کړي د ي. د افغانستان د لوړو زدکړو د وازرت مرستيال باري صديقي بي بي سي سره مرکه کې په کانکور کې د درغليو ادعاوي ومنلې او وويل چې پر وخت يې د مخنوي لپاره گام پورته کړى دى او درغلي کونکي ېي عدلي او قضايي ادارو ته ورپيژندلي دي.

په کانکور ازموينه کې دا ستونزه څومره پراخه ده ستاسو تجربې څه دي؟

ايا ستاسو په ولايت کې د کانکور ازموينه په سمه توگه تر سره شوې ده؟

فکر کوى چې اوس ددي وخت رارسيدلى چې د کانکور په ازموينه کې بايد بدلون راشي؟

څنگه کيداى شي چې په کانکور کې د درغليو مخه ونيول شي؟ افغان حکومت په کانکور ازموينه کې د درغليو د مخنيوي لپاره څه بايد وکړي

د کانکور په ازموينه کې ناکام او يا بې نتيجې پاتې کيدل د ځوانانو پر روحيې څه اغيز کولاى شي؟

که غواړي په پروگرام کې برخه واخلى نو په دې شميرې زنگ راووهى

د تیلیفون شمېره ده

۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د لنډ تيليفوني پيغام يا اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ: ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

د برېښناليک پته مو دا ده : Pashto@bbc.co.uk

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .