مولوى متوکل: افغانستان څرنګه ژغورلای شو؟

د خپريدو وخت: 11:31 گرینویچ - جمعه 08 مارچ 2013 - 18 کب 1391

منلی حقیقت دا دی، چې په هر جنګ او جهاد پسې سوله راځي.

د اوس لپاره د افغانستان په ګڼو ننګونو کې غبرګه جګړه تر ټولو جدي ګواښ دی. تر دې جنګ مخکې د افغانانو خپلمنځي کړکېچ یو ګونی جنګ وو.

اوس چې بهرني "یرغلګر" ځواکونه هم دلې دي، نو دوه ګونې مبارزه ده د افغانانو او بهرنیانو تر منځ او همدا راز د افغانانو او افغانانو تر منځ.

منلی حقیقت دا دی، چې په هر جنګ او جهاد پسې سوله راځي. ډېر ځله هماغه د جنګ اړخونه د سولې اړخونه هم وي، خو د سولې لپاره د منځګړیتوب رامنځ ته کېدل هم یوه اړینه موضوع ده.

دا منځګړیتوب د یوه بې پرې هېواد او افغان سوله غوښتونکو وړ شخصیتونو څخه جوړېدلای شي.

غربي نړۍ د امریکا په مشرۍ د افغان حکومت او طالبانو "د افغانستان اسلامي امارت" ګڼ بېلا بېل موضوعات لري، چې ځينې يې باید د افغانانو او بهرنیانو تر منځ بحث شي او ځینې نور باید د افغانانو او افغانانو تر منځ وڅېړل شي.

خو لومړی د طالبانو او امریکایانو مخکې توافقات باید عملي شي لکه:

د ګوانتانامو او امریکايي بندیانو تبادله، په قطر کې د طالبانو د دفتر رسمي فعالیت پیلېدل او درې اړخیزو خبرو اترو ته چمتووالی، وروسته بیا پر نرمو ټکو ږغېدل په کار دي.

دغه ټولې کړنې مثبتو ارادو ته اړتیا لري.

مرکچیان باید له ټولو خواوو څخه پوه، خواخوږي او موثر اشخاص وټاکل شي، له مطبوعاتو سره هم باید په مسوولانه ډول په پخلا کوونکې لهجه څرګندونې وشي، کاري تسلسل او پر وخت تعقیب هم خورا اهمیت لري.

د بندیانو خلاصون په تېره بیا ډېر موثر شخصیتونه لکه حاجي بشر " نورزی" چې په متحده ایالاتو کې بندي دی او یا هم په پاکستان کې ځینې بندي طالب مشران خوشې کول او د بې ځایه عملیاتو بندول د ولسي باور جوړلو لپاره کارنده رول لري.

د نویو سیاسي نیونو په تېره بیا د بهرنیانو له خوا د افغانانو بندي کول ډېر منفي اغیز ایجادوي.

د ملېشو او اربکیانو جوړول یا د سولې د عالي شورا له خوا د جذب او ادغام په پروسه کې د سمبولیکي تسلیمۍ پروګرام د سولې لپاره کومه ګټه نه لري یوزاې د وخت او امکاناتو ضايع کول دي.

په راتلونکي کې د خپلمنځي جګړو مخنیوی ډېر اړین دی، چې د ډېرو هېوادوالو ژوره اندېښنه ده، نو د سولې راتګ ته چې د ګاونډیانو هم په ګټه دی.

د منځګړي ګروپ د حقیقي فعالیت له لارې ولسي تلوسه جوته ده.

په پايله كي بايد افغانان د اساسي حل په توګه په دې سره سلا شي، چي پر يو موټي مركزي اسلامي سياسي سيستم هوكړه وكړي او خپلو ربړېدلو خلكو ته له فساده پاک، سوكاله ژوندانه زيرى راوړي او هېڅ بهرني پوځي په خپله تاريخي خاوره كي و نه لرو.

د افغانستان د مسلمان ولس د خپلواک او بسیا ژوند په هیله!

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .