ډیوه:د ببو لس کلونه

د خپريدو وخت: 14:21 گرینویچ - جمعه 08 مارچ 2013 - 18 کب 1391

اوس نو د ښځو په نوم د سوداګرۍ خبره یو څه بربنډه ده.

یوه لسیزه وړاندې په لومړي ځل دلته دې ښځو، د نړۍ د هغو سره په یوه ورځ د خپل نوم ورځ و پېژنده.

لمانځنې ته ویل کېده چې د مور یوه کشره لور به د وطن له بیرغ سره د دریځ په خوا کې را څرګنده شي ځکه ګرانه وه چې په دومره بیړه دې په یوه را ټولیدنه کې مېرمنې یو بل ته مخ لوڅې کښېني نو حتمې وه چې دغه کوچنۍ به د میندو استازیتوب کوي او دا ورځ به له نړیوالو سره په ګډه د ښځو د حق په غږ بدرګه کوي.

په دې کې تمې ډېرې وې. د ښار سوالګرې ماشومې ته سترګې اوښتې چې ګوندې نن به د خیرات پر ځای د خپلو میندو د حق چیغه کوي.

د ناځوانه بمونو ښکار تنکۍ نجلۍ هم د خپل ټپ ستونې د پرانیستو پلمه لیده او هغې ببوګۍ هم په زړه ګوړې ماتولې چې د خپلو خاورو شو ارمانونو د بیا شنه کېدو هیلې یې زړه ته لار کړې وه.

د مارچ میاشتې اتمه د ښځو ورځ راغله، ارمانجنې چپه خوله وې او هرې یوې تمه درلوده چې ګوندې اوس به ورباندې غږ وشي خو هغوی یوازې لیده چې د تورو هندارو لرونکې موټر نه "نازولې" را کښته شوې.

ارمانجنو دا ګڼله چې دا به د دوی لاس نیوي ته راغلي وي او همدوی به ورته وايي چې راپورته شئ خو غوږ نیول وغځېدل.

تر پایه هغه نازولې د ارمانجنې ببو په دریځ ناستې پاتې شوې او دستورې پاې ته ورسېدې.

غلې مېرمنې په دې پوه نه شوې چې د مارچ میاشتې اتمه ورځ د دوی په نوم ولې ده؟

په را وتو کې یوازې څو تنو ته لکه د خیرات څو کڅوړې خوراکي توکي ورکړل شول چې ډېرې نورې يې هم په زړه ویښې کړې خو لاس یې دغو کڅوړو ته و نه رسېده.

په سبا د خبرونو خلکو په ورځپاڼو، راډیو ګانو او تلوېزیونونو د دغې ورځې کیسې خپرې کړې.

خبرې د هغو چې له هر څه مړې وې خو تصویر د سوالګرو نجونو و، ارمانجنې میندې بیا هم و نه پوهېدې چې خبرونو والا څه وویل.

په بل کال هم دغه ورځ وه اوس خبرې ډېرې وې.

د ښار په څلور لارو کې د ښځو د حقونو مړې خبرې لیکل شوې وې. په دې ورځ د ښځو په نوم حکومتي اداره هم وه او ملازم یې بیا په کوڅو کې ګرځېده چې غونډې ته مېرمنې ټولې کړي.

دا وار نو ډېرې هغه ښځې راغلې وې چې په ویناو کې يې ډېرې لاپې شاپې وې. میندو هیله پیدا کړه چې نن به ضرور څه خبره وي، هر یوې دریځوالې کمره درلوده او د غونډې پر وخت يې د بې وزلو ښه ډېر انځورونه واخیستل.

اوس نو د ښځو په نوم د سوداګرۍ خبره یو څه بربنډېده. ویل کېده چې د ښځو حقونه ورکړل شو، پارلمان ته هم لاړې او چې ټاکنیزې منډې ترړې یې کولې نو ویل يې چې دا کوم او دا خو هلته په رسېدو زموږ د خوارو میندو دغه استازې هم لکه د جنګیالیو ډلګۍ مشرانې داسې شوې.

په هر یوې پسې باډي ګاردان شو او خدای شته چې د غم ښادۍ په ورځ مو هم و نه لیدې.

بس دوی هم نارینه شوې، سوداګرې شوې او د نړۍ چکرې یې هم ووهلې.

"د نورستان په کامدېش کې مور ناځوانو کروندې ته په لاره وویشته، معصومه همدغلته د اور ورته کړي کور لمبو ته وغورځول شوه، په شمال کې بې وسه مېرمن د خاوند په زندان کې لاس تړلې مرګ ته ورسېده، د هرات ډېرو پېغلو خپلو خوږو بدنونو ته اور ورته کړ، د لوګر په بمبارۍ کې د ماشومې نجلۍ ټوکړې وجود ولیدل شو او په ډېرو غم ککړې میندې لا پسې غم وځپلې."

اوف نامردې خو هغو میندو ته د فاتحې لپاره هم را نه غلې چې بچیان يې روان، ناتار وخوړه.

د دغو بورو میندو سره يې که نور وس نه کېده، یو انځور خو يې په خپلو کمرو اخیستی شو چې نړیوالو یې ته د چکر پر وخت ښودلی وي.

وطن که د هرې بلا خولې ته لوېده او په ارمانجنې ببو هرڅه تېرېده خو وکیلې او حقپالې تنخوا خوړله.

د نورستان په کامدېش کې مور ناځوانو کروندې ته په لاره وویشته، معصومه همدغلته د اور ورته کړي کور لمبو ته وغورځول شوه، په شمال کې بې وسه مېرمن د خاوند په زندان کې لاس تړلې مرګ ته ورسېده، د هرات ډېرو پېغلو خپلو خوږو بدنونو ته اور ورته کړ، د لوګر په بمبارۍ کې د ماشومې نجلۍ ټوکړې وجود ولیدل شو او په ډېرو غم ککړې میندې لا پسې غم وځپلې.

بدې ورځې لا بدې شوې چې د ښځو د حقونو غوښتونکې مرحبا هم د حکومت چوکۍ د ښځې په نوم نیولې وه خو د کاله په تشناب کې د خپلې اینګور مړ جسد څومره پټ ساتلی و.

د دایکندي د مېرمنو د حقونو د دولتي ادارې ساتونکو په ماشومې نجلۍ جنسي تېری وکړ. د انصاف په تله ناست قاضي هم خپله ونډه هېره نه کړه او عدالت ته يې څه بې شرمه پولې د یوې شل کلنې پیغلې په مخ کې کېښودې.

دا د ارمانجنې ببو د کلي لس کلونه و.

خو نن بیا د مارچ میاشتې اتمه ورځ ده، د دې ورځې د کار وبار مېرمنې صاحبانې په کې د خپلو ستړو یادونې کوي.

د بورو میندو په انځورونو د نورې نړۍ د خلکو پام د خپل کار ارزښت ته را اړوي.

دوی چې په همدې سهار سینګار کړې د ناستو او غونډ تالارونو ته ځي، په لارو کې دې د ماشومو نجونو نړېدلې نړۍ ته یو څه پښه نیولې شي.

د تېر کال د مېرمنو اه او فریاد دې فکر ته راوړي.

دا ورځ او د دې وطن ویر ځپلې مېرمنې دې په یاد کړي، د خپل ضمیر سره دې په یو لنډ بحث کې برخوالې شي او بیا دې په دریځ د هغو خونکارو، بډو خورو، او بې پروا خلکو په منګلو کې د دې حق بایللو مېرمنو اواز اوچت کړي.

نو دا ورځ به نالوستې هم د خپل حق په ارزښت وپوهوي او حق خوړونکي به کم تر کمه پښېمانۍ ته برابر کړي.

هغه پښېماني چې دا خلک يې پټولی هم نشي. د هر شعار ټوټه به يې غاړې ته رسۍ شي او په دې به و پوهېږي چې مذهب، کولتوراو ولس واکي يې څه ډول تعبیر کړې.

خپلې خبرې به ورته سندونه شي او د داسې قاضي په مخکې به وي چې د شیرینۍ او بډو کومه لاره پیسه او وسیله به ناچله وي

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .