ستاسې غږ: په افغانستان کې د پوهنې حالت

د خپريدو وخت: 14:29 گرینویچ - چارشنبه 20 مارچ 2013 - 30 کب 1391

ستاسې غږ خپرونه هر اوونۍ د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي

دا اوونۍ ستاسې غږ خپرونه د نوي لمریز کال په لومړی ورځ ده او په افغانستان کې نوی تعلیمي کال هم پیلېږي.

په همدې پلمه په افغانستان کې د پوهنې وضعیت ته کتنه کوو.

افغان حکومت وایي په وروستیو کلونو کې یې زیات ښوونځي جوړ کړي، زیات ښوونکي یې په دندو ګومارلي او د تېر په پرتله زیات ماشومان ښوونځيو ته درومي.

خو له دې سره سره ستاسو په ګومان په افغانستان کې د پوهنې څرنګوالی(کیفیت) ښه شوی دی؟

په کابل او نورو لویو ښارونو کې خلک خپل ماشومان شخصي ښوونځیوته استوي ځکه د دوی په ګومان هلته زده کړه ترحکومتي هغو ښه ده.

له تاسو ګرانو اورېدونکو اورو چې په افغانستان کې د ښوونې کیفیت څنګه ښه کېدلی شي؟

د خپلو نظرونو لپاره د پنجشنبې د ماښامنۍ خپرونې پر مهال په ٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

زنگ راووهئ يا هم خپل لنډ پيغامونه ايس ايم ايس په دې شمېرې ٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨ راواستوئ

دغه راز په ‌pashto@bbc.co.uk هم خپل نظرونه رالېږلى شئ.

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .