پښتونخوا: د اوبو نړيواله ورځ

د خپريدو وخت: 10:08 گرینویچ - جمعه 22 مارچ 2013 - 02 وری 1392

د اوبو دا جنګونه نوي نه دي_ په هر دور، هره زمانه کې اوبو په ځان کې ډېر خلک ډېر قومونه لاهو کړي دي، ځکه نو اوبه هم ژوند دی او هم مرګ.

د مارچ ۲۲ مه نېټه د اوبو نړيوله ورځ ده. دا نېټه به تېره شي، خو د اوبو ارزښت نه کمېږي او نه ختمېږي.اوبه په خپل پس منظر کې ډېر خونړي منظرونه لري.

د نړۍ درې برخې اوبه دي خو وېره ده چې را روان جنګ په اوبو دى. د دغه جنګ اثار د ډېر وخت نه موږ په خپله سيمه کې محسوسوو لکه چې په هره سيمه کې يو نه يو فرات دی، يزيد، شمر او بلها تږي امامان دي:

حسين د خپل فرات او زه د خپل اباسين تږى

موږ دواړه اوچې شونډې يو نيمګړي نيمه خوا يو

د اوبو د پخوانۍ خونړۍ پېښې اثار نن هم موږ په خپل اباسين او کابل سيند کې وينو. دا د کونړ اوبه چې ورسک بند پرې جوړ دى، اوبه د بل رڼا د بل.

دا لوبه موږ د ورسک بند نه پیل کړې ده او چې تر بېلې بند او اوس غازي بروتها ته ورځو نو زموږ د پښتونخوا اوبه او رڼا په هغه پنجاب خرڅې دي چې خپلې اوبه يې په هند خرڅې کړي دي او د "پنج آب" يعنې پنځه دريابونه يې اوس پنځه نه دي پاتي.

وږي د لوږې لپاره عزت نفس خرڅوي او تږي د تندې لپاره لکه د جوارګرو اوبه خرڅوي.

د وږو سره اوس دلته عزت نشته او نفس يې د وږو په قطار کې پردي خيرات ته ولاړ دى. تږي يې اوبه خرڅوي، لوږه تنده يې يوه کړې ده. خو ملکونه د يو بل سره د اوبو په وېش کې د بل ګاونډي حق وهي خو په وړوکي کچه يې اوس ګودرونه اوچ شول.

"د نړيوالو شننو په رڼا کې اوس د غريبو ملکونو خلک هم په دغه خبره پوهـ دي چې اوبه کمېږي او اوس د اوبو په سر د ثواب تصور هم ختم دى."

د اوبو نه د ثواب هغه تصور هم ختم شو. درې لسيزې وړاندې به په پېښور کې د اوبو غټ غټ سبېلونه (مټکې) لګېدلي وو، په اوړي کې به د يخو اوبو پراخ انتظام و.

د افغان کشالې سره چې په افغانانو پېښور کې لوږه تنده يو ځاى راغله نو د افغانانو د کمپونو څخه به اوږي ماشومان پېښور ته راغلل او په روانو بسونو پسې به ې منډې وهلې او يو يو ګیلاس به يې په نيمه کالداره او بيا په يوه کالداره خرڅول.

کله چې افغانان بېرته لاړل، دغه ماشومان لوى شول، نن په بېلا بېلو پروژو کې ناست دي. منرل واټر او فلټر شوي اوبه څښي او پاکستانيانو د افغانو ماشومانو د وړو وړو لاسونو د ګیلاسونو نه ځان ته د اوبو صنعت جوړ کړ.

چا ځان ته د فلټر شوو اوبو ماشينونه ولګول، پلاسټکي بوتلونه ډکوي او کاروبار پرې کوي، تاثر دا ورکوي چې دا صفا اوبه دي، حالانکې د صفا اوبو تصور اوس په سوات کې هم نشته.

د اوبو دا جنګونه نوي نه دي_ په هر دور، هره زمانه کې اوبو په ځان کې ډېر خلک ډېر قومونه لاهو کړي دي، ځکه نو اوبه هم ژوند دی او هم مرګ.

نن په نوي دور کې چې د اوبو نړيواله ورځ لمانځل کېږي نو نړيوالو سره هم د اوبو وېره شته او کومه وېره چې نړيوال محسوسه کړي نو بايد چې د غريبو هېوادونو ولسونه هم په ځان ووېرېږي ځکه چې دا د ازله اوږي مخلوق سره که تنده هم يو ځاى شوه نو د مرګونو د ټولو نه خطرناک مرګ د لوږې تندې دى.

د ګولۍ مرګ اسان دى خو د لوږې تندې مرګ دومره سخت او له اذيت نه ډک دى چې انسان په خپله مرګ غواړي خو د مرګ لحظې يې سختې هم وي او اوږدې هم.

د پاکستان په ډېرو برخو کې دا ستونزې له ډېره وخته شته_ د پښتونخوا ډېرې سيمې خو داسې دي چې انسانان هم تږي دي او ځمکې يې هم اوبه نه لري.

دغو ځمکو ته للمې ويل کېږي، چې د باران شېبو ته انتظار کوي، که باران وشي نو فصل يې وشي که و نه شي نو ځمکه او انسان دواړه يې لکه د تږو زاڼو خولې اسمان ته نيسي.

"د غريبو هېوادونو غريب ولسونه خو ډوډۍ په سوال غواړي، د ډوډۍ امداد ته ناست دي، خو که د نړيوالې تندې په قطار کې تږي ودرېدل نو بيا به څه کوي؟"

د نړيوالو شننو په رڼا کې اوس د غريبو ملکونو خلک هم په دغه خبره پوهـ دي چې اوبه کمېږي او اوس د اوبو په سر د ثواب تصور هم ختم دى.

موږ چې په پښتونخوا کې د اوبو نړيوالې ورځې ته فکر کوو او د اوبو په ارزښت او اهميت يو ساعت ته غور وکړو نو وېره را پيدا شي چې که په ټوله نړۍ کې د اوبو خطرناک جنګ پېل شو نو د غريبو هېوادونو وږي انسانان به په دغه جنګ کې د ډوډۍ نه پس د اوبو نړيوال امداد ته تږي تږي ګوري.

وږي تږي قومونه به ځان ته د پر مختګ په کوم صف کې ځاى ګوري؟

د غريبو هېوادونو غريب ولسونه خو ډوډۍ په سوال غواړي، د ډوډۍ امداد ته ناست دي، خو که د نړيوالې تندې په قطار کې تږي ودرېدل نو بيا به څه کوي؟

د اوبو په نړيوالې ورځ کې ۱۴۰۰ کاله وړاندې زموږ د پېغمبر دا وينا د اوبو جنګ ته اشاره هم کوي او د اوبو ارزښت هم څرګندوي چې مفهوم يې څه داسې دى:

"د اوبو يوه قطره هم مه ضايع کوئ، که تاسو د سيند په غاړه هم ناست ياست."

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .