پښتونخوا: د نوي جمهوريت لپاره د طالبانو اعلاميه

د خپريدو وخت: 10:55 گرینویچ - 24 مارچ 2013 - 04 وری 1392

د پټو او معتبرو ذريعو وينا ده چې طالبانو سره د اى اېن پي لخوا د روغې جوړې رابطې هم شوي دي.

د پاکستان د نوي جمهوريت لپاره يوې خوا ته اليکشن کمېشن خپلې قاعدې او دايرې جوړوي نو بلې خوا ته طالبانو هم خپله نوې اعلاميه جاري کړې ده.

هغوي پيپلز پارټۍ، اېم کيو اېم او اى اېن پي ته دړکه کړې ده چې په نخښه کولى يې شي. د طالبانو له خوا دريواړو ګوندونو ته صفا ويل شوي چې د نوي جمهوريت څخه ډډه وکړي.

د طالبانو دړکه د زوړ جمهوريت عکس العمل دى، ځکه چې پيپلز پارټۍ د زرداري په حواله د طالبانو بدي شي.

اېم کيو اېم په کراچۍ کې د طالبانو خلاف شور راګډ کړى و. اى اېن پي خو په ړومبي صف کې د طالبانو پرضد ټينګ ولاړ و او په پنځو کالو کې د سوات د لوظنامې نه واخله تر سوات عملياتو پورې مخالف ول.

د خپل حکومت په اخري ورځو کې يې په اسلام اباد کې د طالبانو سره د مذاکراتو او روغې جوړې لپاره د سياسي ګوندونو شريکه غونډه هم را وبلله، خو اوس طالبان هم فقط د منبر او محراب، راحېل او کتاب پورې پاتې نه دي.

هغوی په نړیوال سياست کې ځان فريق ګڼي. د اى اېن پي په دغه بنياد باندې مولانا فضل الرحمان سمدستي ديوال وخېژاوه او بنياد په ځمکه کې دننه پاتې شو.

هر چا ديوال ته وکتل، طالبانو سره د خبرو اترو لړۍ پيل شوه.

زوړ جمهوريت د وينو په جامو کې لاړ، زوړ جمهوريت کډه په سر شو، لکه څنګه چې کال نوى کېږى او د زوړ کال په هکله خلک تبصرې کوي چې ډېر خونړى و.

دغه شان اوس د زوړ جمهوريت په هکله ويل کېږي چې ډېر دروند او خونړى جمهوريت و او د وينو په جامو کې لاړ.

نوي جمهوريت ته نوې لارې جوړېږي، په نوو لارو د طالبانو زړو مخالفينو د ځان بدلولو هڅه وکړه خو طالبان هم پوه دي يا د طالبانو “استادان” د نوي جمهوريت په هڅه خبر دي ځکه نو په نوي جمهوريت کې په نوو لارو چې چېرته زاړه ياران په نوو جامو کې درېږي، هلته زاړه رقيبان هم ولاړ دي.

زوړ جمهوريت د دغه رقابت په ختمولو کې ناکامه شو، خو ځان سره يې د سلګونو سرکاري او عوامي شهيدانو فهرست يوړو او اوس زوړ جمهوريت د خپلو شهيدانو وينه هم معاف کوي خو بل خوا طالبان په خپل دريځ ټينګ ولاړ دي.

د پټو او معتبرو ذريعو وينا ده چې طالبانو سره د اى اېن پي لخوا د روغې جوړې رابطې هم شوي دي، خو هغوی وايي چې اول به تاسو هغه ميلينونو ډالرو کې موږ ته برخه راکوئ چې تاسو زموږ په سر له نړيوالو څخه د نړيوال امن په تجارت کې اخیستي دي.

خو بل خوا نړيوال هم له پاکستان نه او د پاکستان دننه د امن تجارانو نه مرور دي چې تاسو زموږ نه د ترهګرۍ د ختمولو په لړ کې ډېر څه واخیستل خو موږ ته مو فقط د سوونو شهيدانو فهرست راکړ.

"د پټو او معتبرو ذريعو وينا ده چې طالبانو سره د اى اېن پي لخوا د روغې جوړې رابطې هم شوي دي، خو هغوی وايي چې اول به تاسو هغه ميلينونو ډالرو کې موږ ته برخه راکوئ چې تاسو زموږ په سر له نړيوالو څخه د نړيوال امن په تجارت کې اخیستي دي."

حالانکې دغه شهيدانو ته په شهيد پکېج کې زموږ د ډالرو څخه يو شهيد د يو لکو نه د پنځو لکو کالدارو پورې نړيوال امن ته په بيه پرېوتي دي.

په دغه شهيد پکېج کې ځيني نازولي شهيدان د کروړونو لوړه بيه لري، يعنې امريکا ته د پاکستان شهيدان هم په بیه حساب شوي دي، چې دا هر څه په بیه وو نو ځکه طالبان هم په نوي جمهوريت کې د زوړ جمهوريت حساب کتاب غواړي.

د طالبانو دړکه د احتساب کوونکو نه هم زياته سخته ده ځکه هغوی درې ګوندونه پيپلز پارټي، اېم کيو اېم او اى اېن پي د سياسي جمهوري سفر نه بېلوي.

سياسي ګوندونه او سياسي خلک د سياست نه لرې ساتل داسې وي لکه کبان چې له اوبو څوک وباسي. کبان چې له اوبو ووځي نو ژوندي نه پاتې کېږي، سياسي خلک چې د سياست نه څوک لرې کوي نو مري.

مرګ خو په جمهوريت کې راځي او د جمهوريت نه بهر هم مرګ شته.

د نوي سياسي جمهوريت زړو لوبغاړو لپاره د طالبانو دړکه نوې نه ده او دا څه عجبه خبره هم نه ده خو که څوک د طالبانو په دړکه سياسي سفر پرېږدي يا د دغه نوي جمهوريت له لارې وځي نو بيا به ډېره د حيرانتيا خبره وي او ډېره عجبه به دا وي چې د سياسي سمندر دا کبان به په وچه څنګه ژوندي پاتې کېږي؟

خو که څوک “ژوند پرست” سياستمدار د طالبانو په دغه دړکه د مرګ نه پټېږي نو هغوی به د خپلو سوونو شهيدانو هغه فهرست بيا څنګه يادوي؟

په دغه حواله دا قول د يادولو دى چې بهادر سړى يو ځل مري او وېرېدونکي خلک د وخت نه وړاندې هره ورځ مري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .