ستاسې نظر: ځان ارزونه او د ژمنو نوي کوول

د خپريدو وخت: 12:23 گرینویچ - دوشنبه 25 مارچ 2013 - 05 وری 1392

ستاسې نظر خپرونه هره سه شنبه زموږ په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي

پسرلی چې د طبیعت د بیا را ژوندي کېدو او د هیلو موسم دی د انسان لپاره هم د پلانونو او ژمنو د نوي کولو وخت ګڼل کېږي.

د یوهّ کال په تېرېدو او نوي کال په پیلېدو هغه وخت رارسیږي چې خپلو کړو کارونو ته وګورو او له ځان سره حساب وکړو چې په تېر یوهّ کال کې مو کوم ښه کارونه کړي چې په راتلونکي کې یې د بیا او لا ډېر کولو هڅه وکړو.

همدا راز دا هغه وخت دی چې له ځانه وپوښتو چې په کومو برخو کې پاتې راغلي یو او څه تېروتنې مو کړي دي، او که کړي مو وي له هغو څخه مو څه زده کړي چې بیا یې د پېښېدلو مخه ونیسو.

تاسو په تېر یوهّ کال کې خپل ځان څنګه ارزوئ؟

ایا داسې څه مو کړي چې پرې پېښمانه یاست؟

په نوي پيل شوي کال کې مو هیلې څه دي او د پوره کولو لپاره یې څه پلان لرئ؟

د فېسبوک، برېښنالیک او ټېلفون له لارې په ستاسو نظر پروګرام کې ګډون وکړئ او خپل نظر څرګند کړئ.

په پروګرام کې د ګډون لپاره چې د سه شبنې په ورځ د افغانستان په وخت د ماښام له اتو بجو ورسته پیلېږي، پردې شمېرې ټېلفون وکړئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د اېس ام اېس يا لنډ لیکلي ټېلفوني پيغام لپاره دا شمېره وکاروئ: ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

او د برېښنالیک پته مو ده: pashto@bbc.co.uk

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .