زموږ يو شمېر مفاهيم بيا کتنې ته اړتيا لري

Image caption که په کلي کې لوڅ سره وګرځېدې، وايي د پلار او د نيکه لاره يې پرېښوده له نرخه ووت.

زه نه پوهېږم موږ ته به ټولنيز مفاهيم چا تعريف کړي وي، خو داسې نه ښکاري چې زموږ دوستانو دې دا کار کړی وي.

زموږ ټول مفاهيم نه يوازې زموږ د ضرورتونو پر خلاف دي، بلکې د انساني او بشري ضرورتونو او ارزښتونو پر خلاف هم دي. که دې وخت نه درلود او له چا سره دې خبرې و نه کړې نو کبرجن يې.

که په کلي کې لوڅ سره وګرځېدې، وايي د پلار او د نيکه لاره يې پرېښوده له نرخه ووت. که دې د غېرت په نوم د خلکو پر وژنه اعتراض وکړ وايي بې غيرته دی. که دې د مېرمنو د حقونو خبره وکړه، سل او زر نورې خبرې در پسې کوي. زه خو وايم ښه به دا وي، چې افغانان خپل ټولنيز مفاهيم له سره تعريف کړي.

ټولنيز مفاهيم د ټولنيزو تړونونو له مخې منل کېږي او ټولنيز تړونونه ثابت نه، بلکې متغير دي. ښکاره تغير خو يې له يوې ټولنې څخه تر بلې پورې توپير دی.

هغه څه چې زموږ په محافظه کاره ټولنه کې د يوه ټولنيز مفهوم په توګه ارزښت لري، ممکن زما ګاونډيان پرې وشرمېږي او هغه، چې په اروپا کې ارزښت لري ممکن ما ته د شرم خبره وي.

زموږ ډېر کسان چې کله اوس د پښتو د سيمنا په اړه خبرې کوي، نو د پېښور پښتو سي ډي ډرامې ارو مرو يادوي. دوی وايي دغه ډرامې داسې صحنې لري، چې په کور کې له ماشومانو سره د کتلو وړ نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې همدغه ډرامې يوازې په افغانستان کې هره مياشت لسګونه زره کاپيانې پلورل کېږي، په دې مانا، چې ارزښتونه تغير کوي او ټولنيز مفاهیم هم عينآ د ټولنيزو ارزښتونو په څېر جغرافيه لري.

د ټولنيزو مفاهيمو په اړه يوه پاموړ خبره دا ده، چې دغه شيان د يوې ټولنې د خلکو له ژوند سره ډېرې ژورې اړيکي لري. هغه ټولنه چې ټولنيز مفاهيم يې سم تعريف او تعبير ولري، د هغې په پرتله هوسا او ارام ژوند لري، چې ټولنيز مفاهيم يې سم نه وي تعريف کړي.

په افغانستان کې د کليوالو او ښاري ټولنو تر منځ د ټولنيزو مفاهيم په تعريف کې خورا لوی توپير دی. په کليو کې د ټولنيزو مفاهيم د لنډو تنګو تعريفونو له کبله د ښار په پرتله ژوند ډېر سخت دی.

کليوال، چې له کومو سترګو يوې ټولنيزې پديدې او پېښې ته ګوري د هغه ليد لوری د يوه ښاري له ليدلوري سره ډېر توپير لري. مثلا د لويو وېښتانو لرل چې په کلي کې کوم مفهوم ورته جوړ شوی دی، هغه په ښار کې هېڅوک درسره نه مني.

د کلي د وچو کلکو مفاهيمو له کبله ‌ډېر ځوانان نه شي کولای، چې اوږده وېښته پرېږدي. دغسې نور هم ډېر مفاهيم شته، چې که يې له سره تعريف کړای شو او يا يې لږ تر لږه د اصلاح هڅه وکړو نو ځان ته به مو ژوند اسانه کړی وي. په ښار کې هم داسې مفاهيم او تړونونه شته چې د کليوالو په پرتله يې د ښاريانو ژوند سخت کړی دی.

ټولنيز مفاهيم يوازې په عملي ډول تعريفېدای شي. موږ په الفاظو کې پر کليوالو دا نه شو منلای، چې لوی وېښتان څه تاوان کوي، خو په عملي ډول هغوی ورسره روږدي کولای شو او کله چې روږدي شي بيا به ورسره عادي چلند کوي.

زموږ په کليوالو ټولنو کې اوس هم زوی بايد د پلار په ژوند له هغه څخه بېل نه شي. يا وروڼه بايد ژر سره بېل شي. دا په کليو کې د اتفاق مفهوم دی، خو دا، چې په ځينو کورنو کې ګډ ژوند څومره سخت دی، هغه ته څوک نه ګوري.

يو وخت په کليوالو سيمو کې خوليو ته په همدغې سترګه کتل کېدل خو اوس ورو ورو ورسره روږدي شوي دي او په ډېرو لرې پرتو سيمو کې هم ځوانان لونګۍ نه پر سروي.

د دغو مسايلو کولتوري اړخ بېل دی، خو کولتور د ژونديو موجوداتو په څېر دی. هم جغرافيه بدلولای شي او هم يې عمر تېرېږي او له منځه ځي.

زه باور نه لرم، چې زموږ څلورم پنځم نسل وړاندې بابا ګانو دې دغسې لونګۍ پر سرولې لکه اوس چې يې موږ پر سروو.

کولتوري اړخونه، چې يې هر څه دي هغه پر خپل ځای اما د ټولنيزو مفاهيمو په توګه دوی بېرته له سره تعريف او سماوي ته اړتيا لري.

مدني ټولنې او سياسي ګوندونه

تېر کال په يوه مجلس کې د افغانستان د اوسنيو سياسي ګوندونو او مدني ټولنو پر رول بحث کېده، چې څنګه کېدای شي، دوی افغانستان له احتمالي بحران څخه وژغوري؟

په بحث کې د ګوندونو غړي، د مدني ټولنې غړي او د دولت ځينې مامورين هم ول. ټول پر دې غږېدل چې څه وشي؟ ټاکنې را روانې دي، بهرنيان ورو ورو وځي او دا احتمال هم څوک ردولای نه شي، چې ګني افغانستان به بيا بحران ته نه ځي.

ډېرو دوستانو په دې برخه کې د مدني ټولنو او سياسي ګوندونو پر ونډې ټينګار وکړ، چې ګني کولای شي د افغانستان د ژغورولو په بهير کې لويه ونډه واخلي.

ما هورې، هم د اوسنيو مدني ټولنو او هم اوسنيو ګوندونو پر ونډه ځکه اعتراض وکړ، چې دوی يوازې تر ښارونو پورې محدود دي.

زه هغه مهال هم پر دې باور وم او اوس هم يم، چې موږ يوازې په پرنسیپ کې سياسي ګوندونه او مدني ټولنې لرو، نور زموږ ګوندونه د ګوندونو په څېر او مدني ټولنې مو د مدني ټولنو په څېر نه دي.

زه اوس هم باور لرم، چې پر مفاهيمو د غور په سر سر کې بايد په افغانستان کې د سياسي ګوندونه او مدني ټولنې پر مفاهيمو ژوره کتنه وشي، يا دې مفاهيم بدل شي او يا دې هم په ګوندونو او مدني ټولنو کې سم اصلاحات راشي.

د نړۍ په هېڅ ګوټ کې به ښاري مدني ټولنه او ښاري ګوندونه نه وي. زموږ مدني ټولنه او ښاري ګوندونه به له ښارونو د باندې لس غړي هم و نه لري. د ګوندونو ټول بشري ځواک په لويو ښارونو او په تېره بيا هغو سيمو کې دی چې لاسرسی ورته اسانه وي.

زه پر دې باور يم، چې دا بايد د بيا کتنې د سر سر دوه مفاهيم وي. دا مهال زموږ سياسي ګوندونه او مدني ټولنې دواړه تر لويو ښارونو را منحصر دي، پر همدې بنسټ بايد داسې نومونه ورته غوره شي، چې مصداق يې ښاري کولکټيونه وي.

هر څه په ښار کې خو سياست د کليو په استازيتوب او هر څه په ښار کې خو امتیاز د کلیو په نوم نه ښايي. زه پر دغو دواړو مفاهيمو د بياکتنې پلوی يم، مګر له ښارونو د باندې ووځي.

د ګوند، مدني ټولنې او نور ډېر مفاهيم شته، چې اوس هغسې پاتې نه دي لکه څو لسيزې مخکې چې و، او يا زموږ په ګاونډيو جغرافياوو کې دي.

د مفاهيمو له سره کتنه به له موږ سره مرسته وکړي، چې په لومړي ګام کې ځان ته ژوند اسانه کړو، په دويم ګام کې د ځمکې پر مخ شته واقعتونه او خپل مفاهيم سره برابر ووينو، چې دغه کار به مو له اروايي کشمکش څخه وژغوري.

د ملا او عالم مفهوم هم کټ مټ همداسې دی. زموږ په ټولنه کې داسې فکر کېږي چې په چا د ملا نوم پورته شو نو هغه به د دين عالم هم وي، حال دا چې هر ملا عالم نه وي. زه ډېر داسې ملايان پېژنم، چې په محراب کې ولاړ وي او لمونځ يې سم زده نه وي.

که په منطقي نظر ورته وګورو نو د ملا او عالم د نوم تر منځ عموم و خصوص مطلق دی. د يوه لفظ ټول مفاهيم پر بل صدق کوي او د بل بيا ځينې مفاهيم د د ويم پر هغو د صدق وړتيا لري.

خو زموږ په ټولنه کې دواړه يو شی بلل کېږي. زموږ په ټولنه کې اکثره مفاهيم، چې يو بل ته نژدې وي، لکه قريب المخرج توري له يو بل سره ګډ شوي دي، او په دې توګه د مفهوم اصلي مصداق له منځه تللی او يا خراب شوی دی، نو پر همدې اساس اړينه ده، چې پر دغو مفاهيمو له سره غور وشي.

د قاري او حافظ تر منځ توپير مو هم همداسې شوی دی، زموږ کليوال د قران حافظ ته قاري وايي، حال دا چې قاري هر لوستونکي ته ويل کېدای شي او حافظ د قران هغه څوک دی چې د خدای پاک سپېڅلی کتاب يې ياد کړی او په سينه کې پروت وي.

ورته مطالب