پښتونخوا: اډجسټمېنټ (د یو بل منل)

Image caption نن سبا د نوو انتخاباتو لپاره سيکولر، مذهبي، مسلکي، قام پرست، ترقي پسند او رجعت پسند ټول د يو بل سره ايډجسټمېنټ ټکي باندې عمل کوي.

سياستونو ځان ته د خپلې اسانۍ لپاره عجيبه توري جوړ کړي دي، چېرته حرام حلال شوي دي، چېرته حلالو خپل خوند رنګ د دې ټوکې په مثال بدل کړى دى.

لکه يو ړوند سړي کباب خوړ، په ځمکه ترې پريوت، ړوند ور پسې په ځمکه لاس وهل را وهل، نو لاس ته يې بل څه ورغلل چې خولې ته يې واچول، نو واپس يې د خولې نه را وغورځول او وې ويل چې عجيبه څيز يې، د غورزېدو سره دې خوند بدل کړ. سياستونو هم هغه شان خوند، رنګ، نامې، جامې، ماضي او حال بدل کړي دي.

دا وخت د پاکستان د انتخابي عمل په نتيجه کې يو زوړ انګرېزي ټکي ته نوې مانا ورکړې ده. اډجسټمېنټ ته د يو بل قبلول وايي، لکه چې مولانا فضل الرحمان د بې نظير بهټو په دور کې د کشمير د خارجه چارو مشر و.

هغه وخت د زنانه وزيراعظمې پرضد يو بحث روان و، مذهبي ګوندونو به ويل چې ښځه د وزرات لپاره په کار نۀ ده، بلکې هغوی ښځو ته په مذهبي ژبه “ناقص العقل” ويله، خو مولانا فضل الرحمان د بېنظير بهټو د مخالفت سر بېره د هغې د حکومت حصه وو.

مولانا صاحب نه به چې پوښتنه وشوه چې تۀ خو د بې نظير بهټو مخالف هم يې او ورسره شامل هم يې، نو هغه به ويل "ما د زړه نه ده منلې ده بلکې برداشت کوم يې."

په سياست کې د برداشت مانا هم بدله ده، دوی برداشت په داسې مانا اخلي چې د يو بل غلاګانې پټوي او د يو بل غلاګانو ته محفوظې لارې ورکوي.

نن سبا د نوو انتخاباتو لپاره سيکولر، مذهبي، مسلکي، قام پرست، ترقي پسند او رجعت پسند ټول د يو بل سره اډجسټمېنټ ټکي باندې عمل کوي.

د ټولو مدعا دا وي چې په هره طريقه، هره ذريعه چې وي خو ايوان ته دننه ننوتل د بهر د شور شر او د بې روزګارۍ نه زيات ضروري دي. سياستوال د جنډو، نارو او بيا د ايوان نه بهر پاتې کېدو سره ختمېږي.

اوس په پاکستان کې د اډجسټمېنټ په عجيبه طريقه او ذريعه کې دا عمل روان دى چې فکر، نظر، نظريه، عقيده، انتخابي منشور هسې هوايي خبرې دي.

ځمکني حقيقتونه سياست د خپلو غرضونو لپاره تردې حده مني چې موږ به په يوه حلقه کې د يو بل په انتخابي منشور، عقيده او نظريه اعتراضات کوو خو په خوا کې بله حلقه کې به اډجسټمېنټ کوو_ يعنې نيم ډنډ پاک او نيم ډنډ به پليت وي.

اوس که موږ ولسونه د سياسي ګوندونو اډجسټمېنټ د ځان لپاره با مانا کوو نو داسې به وي چې ټول ګوندونه، ټول سياسي رهبران، انتخابي منشورونه، دعوې او نارې هر څه د ولس سره دوکه کوي، درواغ ورته وايي او دا خالص جمهوريت هم نه دى.

دلته قانون، ايين، عديه، منصف، قاضي هر څوک هره اداره د خپل غرض لپاره يو بل ته محفوظې لارې ګوري.

جمهوريت خو د اکثريت او اقليت، د لږو او ډېرو شمېر ته وايي چې ډېر خلک څه غواړي، هغه به کېږي. په دغه شمېر کې ولسونه د خپل ذهن او فکر څرګندونه کوي خو اوس چې اکثريت دا وايي چې زما ستونزه مذهبي، مسلکي نه ده، زما جنګ طبقاتي دى او د طبقاتي، سيکولر، قام پرست اډجسټمېنټ مذهبي ګوند سره شوى وي نو د طبقاتي جدوجهد، انقلابي فکر، سيکولر قام پرست ذهن رايې به چېرته ځي؟

دا خو داسې مثال لري لکه څوک چې په ځان په خپله ګول وکړي يا چې څوک مترقي ذهن د بنسټپالۍ په چاړه حلال کړي.

بل ځاى چې مذهبي ووټ، مترقي سيکولر طرفته لاړ شي نو د هغوی د مذهبي ووټ استعمال چېرته او چاته وشو؟ بيا چې د اډجسټمېنټ په عملياتو کې ايوانونه ترتيب شي نو هغوی به په ايوانونو کې په داخله او په خصوصي توګه په هغه خارجه چارو کې يو بل سره څنګه ايډجسټ کېږي؟

دا د اډجسټمېنټ په دوکه ماره او فريبي اصطلاح راجوړ شوي جمهوريت به ځان ته څه وايي؟ بهرني هېوادونه به د پاکستان ايوانونو ته راغلو ښاغلو ته څه مقام او شناخت ورکوي؟

ايوانونه خو د خلکو ذهني پيمانه،مسلک، فکر، نظر او نظريه ښايي خو را روان جمهوريت به ساهو نه وي.

په پاکستان کې تل د زورورې مارشل نه لا کمزورى جمهوريت پيدا شوى او د کمزوري جمهوريت نه زورور مارشل لا موندل شوی.

اوس پوځ په بله طريقه او ذريعه خپل ځان په جمهوريت کې ژوندى ساتي. اوس به د کمزوري جمهوريت نه نور کمزورى جمهوريت پيدا کېږى ځکه چې دوی ټول به د يو بل په اوږو سپاره راځي.

دوی ټولو به د خپلو ولسونو سره دوکه کړې وي، دوی به فکر، نظر او نظريه هر څه تباه کړي وي، دا جمهوريت به د پنځو کالو د اختلاف او د دوو مياشتو د اډجسټمېنټ نيمګړي بچی وي!

ورته مطالب