د افغانستان درې خبرې، د پښتونخوا يوه پوښتنه

Image caption په پاکستان کې پښتون افغان هغه وخت هم په افغان کشاله کې نه د هغې خوا خپل شوى دى او نه دلته په جغرافيه کې د وفادار په نوم چا منلى دى.

د پاکستان او افغانستان په اړيکو کې نازکې خبرې راپورته کېږي او په هره خبره کې يې د بدګمانۍ او په يو بل د شک څرګندونه وي.

د دې شکونو او بدګمانیو په پس نظر کې درې لسيزې وړاندې هغه عوامل د نظره غورځېدى نشي چې پاکستان د جهاد نه فساد جوړ کړ او انصاري جذبه يې ورسره بدله کړه.

په دغه رنګ حالاتو کې وخت په وخت د وړو ګاونډي هېوادونو يو بل په نيتونو بدګمانۍ کړي دي. په اوسنیو حالاتو کې د افغانستان لخوا درې خبرې را پورته شوې.

* افغانستان د پاکستان سره دفاعي معاهده نه کوي، بيا به افغان ولسونه بغاوت وکړي.

* موږ له پاکستان نه ټرېنېنګ نه اخلو، بيا به زموږ عسکرو باندې په خپل وطن کې شک کېږي او دوی ته به جاسوسان وايي.

* افغانستان د طالبانو سره هېڅ يوه معاهده د پاکستان په لاره او لاس نه کوي.

د افغانستان دا درې خبرې په ګاونډي هېواد د ناباورۍ څرګندونه ده او د دې په شا د تېرو ترخو تجربو هغه عوامل په نظر راځي چې پاکستان په ځان کې د جهاد اووه وروڼه ساتلي وو او ځان ته يې اتم نصار ورور وایه، خو د ۱۴ کالو جهاد او انصاري جذبې وخت په وخت نورې خبرې روښانه کېږي او څرګندېږي.

اخر دا چې د جنرال ضياالحق د پل خشتي جومات د سجدې مانا هم بدله شوه او د افغانستان جهاديانو ته معلومه شوه چې زموږ په خاوره چا اور لګولى دى او د څه لپاره؟

دا خبرې وخت په وخت ښکاره شوي دي چې اخر هم دا هر چا ومنله چې کوم افغانان چې پاکستان روزلي پاللي وو او د پاکستان پلويان وو هغوی هم وومنله چې پاکستان کمزورى افغانستان غواړي خو د ناين اليون نه پس د پاکستان ګير سياست پلويانو تجزيه نګارانو هم دا اعتراف جرم وکړ چې موږ افغانستان کمزورى ساتلى دى خو په کمزوري افغانستان کې موږ په خپله هم تباه کېږو.

اوس خبره دې حد ته را رسېدلې ده چې د علامه اقبال د شعر پېشګويي يې رښتيا کړه چې مانا يې دا ده: د ايشيا زړه قرار نه وي نو ټوله دنيا به ناقراره وي، نن ټول نړيوال د افغانستان دننه نړيوال امن لټوي.

د افغانستان درې واړه خبرې د ډيورنډ د هغې خوا لپاره ډېرې ښې دي، دا ځکه ښې دي چې هغوی مارانو خوړلي دي او د هر مارخوړلي د پړي نه وېره کېږي، خو په درې واړو خبرو کې د پاکستان دننه په پښتونخوا کې جنوب او شمال دواړو خواوو کې پښتانه افغانان هم يوه پوښتنه لري.

د پښتونخوا يوه پوښتنه: د پښتونخوا په شمال او جنوب، قبايلي سيمو د ډيورنډ په اوږدې پټۍ پورې تړلي ټول پښتانه يوه پوښتنه لري چې د افغانستان درې واړو خبرو کې د پاکستان په جغرافيه کې وک وک تس نس د يو به شوکېدلي پښتانه خو نه د دين شو او نه سادين.

د پښتونخوا د سيمې يو تکړه مزاح ليکونکي جميل يوسفزي دا خبره ليکلې وه چې "افغانانو دين دين ياداوه، دين رانغى، ګلبدين راغی_ موږ به دلته انقلاب انقلاب چغې وهلې، انقلاب رانغی خو افراسياب راغلی."

په پاکستان کې پښتون افغان هغه وخت هم په افغان کشاله کې نه د هغې خوا خپل شوى دى او نه دلته په جغرافيه کې د وفادار په نوم چا منلى دى. که اسلام اباد ورته پنځه کاله وفادار وويل نو د هغې وفادارۍ قيمت هم دومره ډېر و چې د نامتو شاعر انديش بابا شعر يې پوره مانا ده:

ما ته تمغه د بهادرۍ تړي خو شرط يې دا دى

زه به د دې خاورې اتل ته اتل نه وايمه

په تېرو دورونو کې موږ د پاکستان په جغرافيه کې د لر او بر يو افغان چیغه وهله.

د ډيورنډ له هغې خوا نه به دا دعوه راتله چې پښتونخوا زموږ د تاريخ برخه ده او ډيورنډ کرښه په هر دور کې ناخوښه ګرځېدلې ده. خو اوس چې د افغانستان نه درې خبرې راپورته شوې نو د پاکستان په جغرافيه کې پښتون افغان يوه پوښتنه کوي چې زموږ کومه لاره شوه؟

زموږ د دفاع به څه کېږي؟ موږ خو اوس خپله غلامي بچ کوو ځکه چې د جاسوسۍ نوم راپورې دى ځکه چې غلامي د جاسوسۍ نه ښه ده. پښتون افغان خو دلته هم طالبانو سره معاهدې ته څوک نه پرېږدي.

د افغانستان په درې واړو خبرو کې د پاکستان پښتانه دا يوه پوښتنه کوي چې د پاکستان په جوړېدو کې باچا خان هندوستان ته په افسوس ويلي وو: "دا موږ خو مو د پاکستان سپو ته واچولو، يوازې مو پريښودو."

اوس خو زموږ د پښتنو مشرتابه هم نشته چې هغوی افغانستان ته ووايي چې موږ په دغه جنګ کې چاته پرېږدئ؟!

ورته مطالب